Categories

اعلان

Loading…

زرو) او دېوالونه/ اجمل ښکلى

(زرو) او دېوالونه/  اجمل ښکلى

ما د نصير احمد احمدي کيسې او ناولونه پرله پسې لوستې دي. د ده د کيسو حرکت، متحرک انځورونه، منسجم پلاټ او د خپلې ټولنې انځورګري هغه خصوصيتونه دي، چې لوستونکى يو ځل واخلي، بېا يې خوځېدو ته نه پرېږدي.

احمدي د ناول د دود پرخلاف د يوه کرکټر فزيکي او رواني ځانګړنې درته بيانوي نه، بلکې د بل کرکټر له نظره ورته ګوري، د راوي له زاويې يې څېره او عمل درته انځوروي او تا ته پته لګي، چې کرکټر د څرنګه شخصيت خاوند دى.

د نصير احمدي د ناولونو يوه بله ځانګړنه، د خپل وخت او خپلې جغرافيې ښه استازي ده. جغرافيه چې يادوم، موخه مې عموما ټوله پښتني ټولنه خو په تېره مرکزي ولايتونه او غزنى دى. د نصير احمد احمدي د خپلې ټولنې د غرونو او غرنيو ذهنونو ښه هېنداره په لاس راکړې ده او که پښتانه له اوسني خرافاتي دودونو راووتل، نو يو وخت به د نصير احمد احمدي کيسې د تاريخ لپاره ښه مواد برابر کړي.

خو دا له ادبه د تاريخ استفاده ده او د نصير احمد احمدي غوندي لوى ليکوال ته پکار دي،، د خپلې ټولنې استازۍ ته د دومره ځيرتيا او تاريخ ته د موادو د برابرولو پرځاى د ادب رسالت ته هم وګوري او د ماضي پرځاى د خپلې ټولنې د مستقبل لپاره ترې استفاده وکړي.

(زرو) د نصير احمد احمدي وروستى چاپ شوى ناول دى. دا ناول ټولې هغه خوبۍ لري، چي د ليکوال مخکني ناولونه ترې برخمن دي؛ خو ټولې هغه نيمګړتياوې يې هم درلودې، چې تېر ناولونه ترې برخمن دي.

ادب ته له داخله کتل يا د ادبي اصولو کلک مراعات مساله نه حلوي، ليکوال ښايي د ادب او ټولنې پر اړيکه هم غور وکړي، چې زه څه ليکم، چا ته يې ليکم او ولې يې ليکم؟

د ليکوال د نورو ناولونو غوندې پر (زرو) هم د خواشينۍ(ډيپرېشن) درنه پرده پرته ده او په دې درنې پرده کې ليکوال لوستونکو ته د خپلې ټولنې د بېدردۍ د ورښوولو هڅه کړې؛ خو د ډيپرېشن پرده د لوستونکي زړه داسې ونيسي او دومره د دې پردې جانبي عوارض زيات دي، چې لوستونکى پکې پاتې شي، له ناوله راونه وځي.

احمدي موږ ته د نورستان د طبيعت په اړه خوندورې تجربې راکوي، ځکه چې موږ بالعموم د ځنګلونو له ژوند سره اشنا نه يو؛ خو د ژوند په اړه ښې تجربې نه راکوي. دا ناول مو ژړولى شي؛ خو تجربه نه شي راکولى او دا هغه خصوصيت دى، چي موږ يې د احمدي په زياترو کيسو او ناولونو کې لولو. له ټولنې بېزاري، ژور خپګان(ډيپرېشن) او نهيلي ولې د نصير احمد احمدي په ناولونه کې اوړي رااوړي، دا پوښتنه ښايي ارواپوهنيزه کره کتنه حل کړي؛ خو فى الحال ليکوال ته هم فکر پکار دى، چې خلک د ادب نورستان ته د دې لپاره نه راځي، چي د اميدونو پر جسدونو يې د نهيلۍ ټپوسان ټونګې ووهي.

د (زرو) د ژور خپګان بېلابېل علتونه دي، زه يې له ناوله بهر د ليکوال په شخصيت کې په موجودو علتونو پسې نه ګرځم، پخپله په ناول کې يې پلټم.

موږ چې د محروميت په اوج کې ژوند کوو، مينه راته تر هرې موضوع زيات عاطفي ارزښت لري. زموږ د عمل او عاطفې ترمنځ فاصلې او خپلو روايتونو هم راته مينه مهمه کړې ده. بيا چې مينه دومره عاجزه شي، خود به لوستونکى د احمدي ناولونو ته ژاړي.

په (زرو) کې له مينې هوښياره؛ خو يو اړخيزه استفاده وينو. پر ټول ناول باندې د مرکزي کرکټر ليدلورى خپور دى او ليکوال شديده هڅه کړې ده، چې لوستونکي ته دواړه مرکزي کرکټرونه مظلوم او خپله ټولنه د ظالمونو سرخېله وښيي؛ خو د چا لور تښتول کوم انصاف دى؟ دې پوښتنې ته د (زرو) زاويه تا نه پرېږدي او د ليکوال ادعا هم راته ناسمه نه ښکاري، چې ادبيات د ټولنې نه، د فرد د خواهشاتو نمايندګي کوي. دا هم سمه ده؛ خو ستونزه دا ده، چې ادب له ټولنې سره په تړاو کې د فرد د احساساتو استازي کوي. ليکوال فکر کوي، چې زما لوستونکي د خپلې ټولنې له غريز او دېوالي کلچره خبر دي؛ نو ضرورت نشته، چې زه ورته د خپل ټولنيز جبر دېوالونه فهرست کړم؛ خو خبره دا ده، چې يو اړخيز عمل موږ ته خپګان خو راکوى شي؛ خو تجربه نه شي راکولى، چې د ادب ځانګړنه ده.

زه د (زرو) د خپګان اصلي علت ته راغلم او هغه انفعال دى. ادب د فرد او ټولنې ترمنځ تعامل ته وايي. دا تعامل چې څومره کمېږي، د ژوند په اړه د ادب هيلمنوونکي رسالت ته زيان رسېږي.

موږ څو لسيزو جګړو او نړيوالو لوبو دومره ځپلي يو، چې په وجود کې مو انسان او اميد مړ دى، ژوند د يوه جبر له مخې کوو، هغه د بېدل خبره:

زندګي در ګردنم افتاد بيدل چاره نيست

شاد بايد زيستن ناشاد بايد زيستن

خو د نورو روڼاندو غوندې د يوه ممتاز فرد په توګه دا د اديب رسالت نه دى، چې ټولنه له دې ستونزې راوباسي؟

که وي؛ نو دا رسالت په دې نه ترسره کېږي، چې خلک له مرکزي کرکټرونو سره خواخوږۍ او له ټولنې نه کرکې ته راوبولو، بلکې څه نا څه لارښوونه هم پکار ده، چې د فرد پر وړاندې د ټولنې د جبر مخه څنګه ونيسو؟

د دواړو مرکزي کرکټرونو منفعل حالت (زرو) وژلې ده. ښه به دا واى، چې نه واى تښتېدلي، د غزني په همدې غرنيز طبيعت کې پاتې شوي واى او خپله ټولنه يې ننګولې واى. که بريالي شوي نه واى، خوندوره تجربه خو به يې راکړې واى، د نورستان ګلورين طبيعت به لوستونکى څه کړي، چې زرو او کامران يې خوندي نه کړل.

په دې صورت کې به ناول نوى لورى موندلى واى او جدي کشمکش ته به داخل شوى واى. کشمکش د کيسې مهم خصوصيت دى، چې په کيسو کې بالعموم د فرد او ټولنې ترمنځ موجود وي. دا کشمکش چي څومره سخت وي، پلاټ هغومره پېچلى او کيسه له خوند ډکه وي. په داسې کيسو کې فرد د ټولنې پر وړاندې د يوه فعال سيال نقش لوبوي او لوستونکى خپلې پيروۍ ته وربولي. داسې کيسې مو ژوند ته هڅوي، چې فرد پکې د ټولنې پر وړاندې کمزورى نه وي.

که دا ناول له مفنعل حالته راوتى او په يوه فعال نقش باندې اوښتى واى، بيا ښايي د ترکاڼ د زوى او د زرو د کورنۍ ترمنځ ښه کشمکش پيدا شوى واى. دې ناول به لوستونکى په ډيپرېشن نه اخته کولاى، بلکې تجربه به يې ورکړې واى.

—————————

د استاد ښکلي نورې لیکنې

65 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *