Categories

اعلان

Loading…

مېړني دي چې يادېږي/ مجيد ژړاند 

  ملګرتيا مينه او خلو ص د انسان  هغه ځانګړنې دي، چې سړی يې ملګرتيا  ډاډمن کېږي، د ستونزو په وړاندې لکه غر هسې ولاړ وي، نو له همدې امله په نړۍ کې بې ملګري ژوند ممکن نه دی.

ددې لپاره چې يوې ټاکلې  موخې ته   ځانونه  چمتو کړو، ددې لپاره چې خپلو هيلو او ارمانونو ته په اسانۍ سره ورسېږو، ددې لپاره چې تل خوشاله واوسو، ددې لپاره چې تل د نويو پرمختګونو په لور حرکت وکړو.

د ملګري ټاکل او د هغه په خوی او بوی ځان پوه کول مهم دي،  هره ټولنه کې چې لوستي ځوانان د يوه ګډ هدف او موخې لپاره په ګډه سره کار وکړي، نو پایلې يې هم بريالۍ وي.

   په کومه کورنۍ کې د مشر او کشر خبره يوه وي، په کومه ټولنه کې چې د ځوانانو تر منځ همغږي موجوده وي، هغوی په اسانۍ سره خپلو مطلوبو موخو ته رسېدلي دي.

 غزنی چې د خوا په پرتله ادبي او فرهنګي خوځښتونه  په درز کې روان دي، ځوانان هره اونۍ د شنبې په ورځ راټولېږي او د کليوال ملګري ټولنې په دفتر کې اونيزې غونډې جوړوي.

د همدغه ټولنې برکت و، چې ځوانان يې پر ځان را ټول کړل او د همدغه ځوانانو  هڅې او هاند و،چې د همت خيريه بنسټ يې رامنځ ته کړ، تر څو د بې برخليکه ماشومانو لپاره د زدکړې اسانتياوې برابرې کړي.

 د همدغه ټولنې د ځوانانو هلې ځلې وې، چې د غږ خپرونه يې تر چاپ پورې ورسوله،  غږ مياشتنۍ خپرونه هره میاشت چاپېږي، چې نژدې دوولسمه ګڼه يې همدا ګړۍ تر چاپ لاندې او يو کلن مزل يې بشپړ کړ.

محمد اجمل بلهار  دغلام محبوب زوی د اندړو ولسوالي د خانې بابا د کلي استوګن دی، چې د محمد هاشم ميوندوال عالي دارلمعلمين يې لوستی او تر څنګ يې د اداري او حسابداري انستيتيوت نه هم فارغ شوی دی، خو لا يې هم پر زدکړو بسنه نه کړې ده، دا مهال د غزني د پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتوژبې او ادب د څانګې محصل دی.

کله ناکله شعر هم ليکي، د  کليوال ملګري ټولنې يو فعال غړی دی،  تل يې د ملګرتيا او مينې حق ادا کړی دی، ټول ملګري يې پرملګرتيا وياړي.

تکړه ممثل دی، تر څنګ يې  د ځينو شاعرانو شعرونه هم  په ښه تمثيل سره ډيکلومه کوي،  ملګري د مينې له کبله ورته اجمل کاکا وايي.

اجمل بلهار جلالزی هيله لري، چې تل باید زده کوونکی واوسي او د ټولنې د پرهرونو لپاره د قلم پر نوک مرهم او ټکور پيدا کړي.

الله ج دې د قلم  مينوال لا ډېر کړي، تر څو ټولنه له روانو بدبختيو څخه وژغوري، اجمل بلهار جلالزي  د بريا لپاره لاسونه لپه کوم، تر بیا چې د  کوم بل  فعال ملګري د پېژندنې سره ستاسو خدمت ته حاضرېږم، تر هغو مو په لوی رب سپارم.

13 total views, 2 views today

1 comment

  1. بلهار جلالزی Reply

    ژړاند صیب نړۍ مننه دپښتنی مینی پوروړی دی ځان بولم که څه هم زه خو دمره هم نه یم خو بیا هم دملګرو اوستا په مټ تر دی ځایه را رسیدلی یم ماته دی الله نور توان هم را کړی چی دی ځوریدلی وطن ته دصادیقانه خدمت جوګه شم او الله دی نور پدی وطن کی دامن فضا را منځ ته کړی چی کاروکړو او وطن بیرته له سره اباد کړو الله مو دی دا هیله را بوره کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *