Categories

اعلان

Loading…

زما اړتيا او ستا فتوا/ سيدشاه سقيم

زوړ کال په تېرېدو دی او د نوي کال راتلو ته دا څه موده کېږي چې د بادامو ونو ګلونه په غاړه کړي دي. ښوونکي نيم ژمی رخصتي کړې ده، د نوي کال له پيل سره به بيا ببرسري ماشومان ورته پلتۍ وهي او دی به يې مخ د رڼا پر خوا سيخوي.

بل وطن ته تللي مسافر درست ژمی په پردي وطن کې خوارۍ ايستلې، اوس به ډک جېب کور ته راځي او د ماشومانو مور به يې د نوي کال له پيلېدو سره نوی ټيکری پر سر کړي.

بزګر درست ژمی ارام تېر کړی دی، د نوي کال له پيل سره به نوي بوټي، نوي نيالګي او نوي ګلونه کري.

د سرونو سوداګر لګيا دي په تېر کال کې رغړېدلې ککرۍ شماري او د را روان کال لپاره په تنو پسې د روغو نښتو ککريو د رژولو لپاره نوي اوزار برابروي.

يو بله ډله اخته ده، رانړېدلې تنې پر يو او بل مخ اړوي، د ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو، ځوانانو، نظاميانو او ملکيانو د جسدونو شمېر بېل بېل مالوموي او بيا يې د تېرو کلونو له شمېرو سره پرتله کوي.

په افغانستان کې د سرونو لو، کلونه کېږي چې روان دی، ورور د ورور مرۍ پرې کوي، زوی په پلار پسې ټوپک په اوږه ګرځي، تربور د تربره سينې ته شپېلۍ سيخه کړې، اکا د واوره پر سر او مال سرپه نه کوي، مېړه له مېرمنې پوزه پرې کوې، بې روزګاره له کاريګرو غوږونه شکوي، بې وسه ځان ته اور اچوي، بې وزله د زورور مرګ له خدايه غواړي. ملا د خپلو مقتديانو وژل روا بولي، مقتدي ملا له ممبره شړل ګناه بولي.

مرمۍ اورې، وينې بهېږي، پېغلې کونډېږي، ماشومان بې پلاره کېږي، تر مريو وينې څاڅې، هدېري پراخېږي، وطن نړېږي، ولس غرقېږي. خو څوک هېڅ هم نه وايي.

څوک دومره نه وايي چې ددې وطن له ماشومانو د پلار سيوری مه اخلئ، دغه تر مرغيو بې ازاره ماشومان وبال لري، د خدای خوا ورباندې بدېږي.

د نوي کال له رارسېدو سره يو ځل بيا د فتواوو بازار هم تود شوی دی، څه موده مخکې د همدغه يتيمانو د نورو اوښکو تويولو لپاره له لاهوره تازه فتوا راغله، تر هغه وروسته دلته په وطن کې د ننه هم فتواوو کش واخيست.

چې ګورې يو به وايي، د نوروز نمانځل حرام دي، هغه بل مفتي به خوابدی وي، وای زما په فتوا تېر کال هم چا عمل و نه کړ، دا بل به له هغې خوا فتوا ورکوي چې که چا د ښځو ورځ ونمانځله ولاړ تر دونيا بې ايمانه تېر شو، بل به وايي، د شوبرات په شپه که مو اور بل کړ، د دوزخ په اور به وسوځئ، بل د حج په مراسمو کې زيات مصرف ناروا بولي.

الکه! ته که دومره نر يې، ته که دومره تکړه يې، راشه اول د دغې چاړې په اړه فتوا ورکړه چې د نيم ولس پر غاړه دې ايښودل شوې ده.

د دغه يتيم ژړول حرام وبوله، د دغې کونډې کړول ناروا وبوله، د دې ولس پر ځوروونکيو لعنت ووايه، د دې وطن د خرڅوونکيو پر مخونو لاړې توکړه، دغه ورور وژنه، کور نړوونه، مور ژړوونه حرامه وبوله، عورته به دې يم که په ټول عمر نوروز ونمانځم.

داسې نو نه کېږي چې د ولس تر مرۍ وينې څاڅي، د ولس تر سينه مرمۍ ووزي، د يتيم زړه له ژړا وچاودېده، د کونډې سر له اندېښنو سپين شو، پنجابی دې د وطن ورانول او د سورخولو ماشومانو وژل ثواب بولي، ته د هغه ځواب ته بلا وهلی يې، خو د نوروز په نمانځلو او نه نمانځلو پسې دې د کتابونو پاڼې وشکولې.

زه نه وايم چې د نوروز نمانځلو په اړه فتوا مه ورکوه، خبره په مهم او نامهم، ليږ ضروري او ډېر ضروري کې ده.

225 total views, 2 views today

6 comments

  1. احمد فرید قیومی Reply

    په قلم د برکت شه ، ډیره په زړه پورې لیکنه د کړي ده ، په چا یې منې ، تر څو چې دلته ملا سم عالم نشي همدا به حال وی

  2. رحمن الله Reply

    ورورجانه داستاسو شخصی نظر دی
    په شریعت کی نوروز کوم ځای نلری اوتش حرفات دی

  3. shahwali Reply

    مخترمه د وطن کی هر ځه راوا دی لکه مرګ غلا چور وچباول زنه لواطت اوداسی صرف نوروز لمانحل خرام دی پام کوه چه د نوی کال مباره کی چا ته ورنکړی

  4. sayedrahman.ziarmal Reply

    ګرانه وروره نړی مننه خو افسوس واقعیتونه څوک نه ګوری او نه اوری دغه معمله ګران ړنده او کڼه دی او ملت هم تر پوندو پوری بی غیرته شویده چا ته ووایو او ولیکو تر څو به دغه بی غیرته اولس پیچکاری کوو .

  5. نثار احمد Reply

    دير په زره پوری کامابه اوسی گرنه

Leave a Reply to سمیع الله صدیق Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *