Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت پر رييس د حملې هڅه ناکامه شوه

تاند- راپورونه وايي چې یوه وسله وال نن هڅه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت پر رييس حمله وکړي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي و چې په دې برید کې د ملي امنیت رييس ټپي شوی او حمله کوونکی  د ملي امنیت د رييس د ساتونکو له لوري وژل شوی دی.

 امنیتي سرچینې وايي چې یوه تن غوښتل چې د ملي امنیت د رييس کور ته ننوځي مګر پولیسو وپېژانده او مخکې تر دې چې کور ته داخل شي، ویې ویشت. دا سرچینې د ملي امنیت د ريیس ټپي کېدا په کلکه ردوي.

ویل شوي چې د ملي امنیت ريیس نن له یو شمېر قومي مشرانو سره په خپل کور کې کتل، حمله کوونکي غوښتل چې د یوه قومي مشر په توګه کور ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو وپېژانده.

شاهدان وايي چې د ملي امنیت د کور په شاوخوا کې یې د ډزو ږغونه اورېدلي دي.

چارواکو او د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.

مسعود اندرابي د تېر میلادي کال په دسمبر کې د رحمت الله نبیل له استعفا وروسته د ملي امنیت رييس وټاکل شو.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *