Categories

اعلان

Loading…

تکنالوژي او نوی نسل/ لاهورخان منګل

له نوي یمې لسیزې راپه دې خوا په نړۍ کې د تکنالوژي په ډګر کې خوارا زیات او ناڅاپي پرمختګ راغی چې نړۍ څخه یې یو کوچنۍ کلی جوړ کړ. په دې مانا چې د نړۍ په هر ګوټ کې یې  تقریبا ټول انسانان یو له بل سره ونښلول. په نړیواله سوداګري او تجارت کې یې اسانتیا رامینځ ته کړله. د نړۍ سترې کمپنۍ او شرکتونه یې یو له بل سره د سوداګریزه اړیکو لپاره ونښلولې. د تعلیم او تحصیل ډګر یې هم نړیوال کړ. یو محصل چې په کابل کې اوسیږي او انټرنټ ته لاس رسی ولري، کولای شي چې د نړۍ له هر پوهنتون څخه د انټرنټ په کرښه زده کړې وکړي..

همدارنګه د تکنالوژۍ په راتګ سره ترانسپورت هم نړیوال شو. هېوادونه د الوتکو، ریل ګاډو، بیړیو، او موټرو په واسطه سره ونښلول شول چې دا په خپل وار سره د خلکو په اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمتخګ کې رغنده رول لوبولی شي. همدارنګه د طبابت په برخه مو هم نړیواله شوه. علاوه پر دې چې د طب محصل کولای شي چې انټرنیټ له لارې زده کړې او تحقیق او څیړنې وکړي، اوس مهال د ویډیويي انځور له لارې د تکړه ډاکټرانو په رهنمایی او لارښوونه باندې له لیرې واټن څخه طبي عملیات هم کولی شي چې دا په خپله د تکنالوژۍ له برکته ستر خدمت اواسانتیا ده. همدا ډول په نظامي او ځینو نورو برخو کې دتکنالوژي په نوښتونو سره ډیرې اسانتیاوې رامینځ ته شوې دي..

 د دې دومره زیاتو ښېګڼو سره سره بیا هم د دتکنالوژۍ په ډګر د نوښت او ډيرې کارونې له امله د خوندي ژوند په وړاندې ځینې ننګونې هم رامینځ ته کړي دي. یوه ننګونه یې داده چې نړۍ یې د ګرمیدا خواه ته روانه کړې ده . یانې د تکنالوژۍ د ډیرې کارونۍ له امله د تودوخي او د کاربن  د تولید په پایله کې په شمالي قطب کې د یخ سترې ټوټې لا له وړاندې د ویلي کیدو په حالت کې دي. همدارنګه د اوزون په پوښ کې هم ځای ځای غارونه پیدا شوي دي چې د پوستکي په سرطان کې مهم رول لوبوي. همدا ډول د تکنالوژي د ډیرې کارونې له امله د هوا په ککړتیا کې هم مهم رول لري د بیلګې په توګه د چین په ځینو ښارونو کې د هوا د ککړتیا له امله خلک اړ کیږي چې په کوچنیو ډبو او پلاستیکي خلتو کې اکیسجن وپیري او ګټه ترې واخلي.

د همداې ننګونې ترڅنګ بله ننګونه یې داده چې د انټرنټ په راتګ، د کمپیوټرونو په کوچنی کیدا او د ګرځنده تلفونونو په بې ساري پرمختګ سره چې تقریبا د کمپیوټر ټوله دنده اجرا کوي، دهمدې بدلون په پایله کې نوی نسل چې د ۱۹۹۰یمې راپدیخوا زیږیدلي دي، فکر یې له واقعي او رښتیني نړۍ څخه یوې مجازي نړۍ ته لیږدولی دی. ارواپوهان اوس په دې لټه کې دي چې څرنګه ددې ناوړه بدلون سره مبارزه وکړي څو همدې نوي نسل ته چې د تکنالوژي له امله په رامینځ ته شوي مجازي نړۍ کې ډوب دی، د واقعي نړۍ او د مځکې په مخ شته ستونزو او واقیعتونه ته د هغوی فکر را وګرځوو. ارواپوهانو او انسان پیژندونکي انسانان د خوی او عادتونو له مخې په څو برخو ویشلي دي چې یو له هغو یې ؛ میلینلز؛ یا اوسنی نسل چې د شل کلنۍ څخه یې عمر لږ وي، دي.

 ددوی څیړنې څرګندوي چې دا ډله خلک پنځه ویشت کلنو او یا هم د دیرش کلنو خلکو په پرتله لږ مسولیت منونکي او پیژندونکي دي. دوی ډیر وخت د شپې تر ناوخته ویښ پاتې وي څو له نورې نړۍ سره د انټرنټ له لارې په اړیکه کې شي. دا خلک ترډیره هغه خواړه خوري چې روغتیا ته زیان رسوي( لکه چپس، برګر) مضره نوشابه څښي، لباس یې ترنورو ټولو توپیر لري. د خبرو کولو طرز یې لو نورو ډیر توپیر کوي. دوی د انټرنټ له لارې د نړۍ مشهور خلک ګوري او د هغوی د ژوند ډول خپل ژوند ته انتقالوي. د بیلګې په توګه د هالیوډ او بالیوډ د ستورو ژوند د عادي ژوند سره ډیر توپیر لري، دا میلینلز د هغوی څخه متاثره او هڅه کوي د هغوی په ډول واوسي. همدا ډول دوی فکر کوي چې خواړه او د مځکې په مخ اوسیدل باید مجاني او وړیا وي. په نړۍ کې شته ستونزې لکه فقر، غربت، جګړه، مهاجرت په وړاندې هيڅ ډول فردي او ټولنیز مسولیت نه احساسوي.ترهغې چې له کوم عادت او خوی څخه ورته زیان نه وي اوښتی، خپله پریکړه نه بدلوي. د هغوی نوښتونه یوازې په لباس او د نورو په وړاندې په رویه کې وي.

لکه البرټ انشټین چې ویلي ول چې د تکنالوژي په دې کچه ګړندۍ پرمختګ له امله ښايي انسانیت ته ستر زیان واوړي او یو بې مسولیته نسل به رامینځ ته کړي. دادی اوس مهال نړیوال په دې فکر کې او اندیښنه لري چې څنګه و کولای شي چې دا نوی نسل واقعي فکر وکړي او هغوی وهڅوي چې په دې نړۍ کې واقعي ستونزې او ننګونې شته چې انسان یې په وړاندې فردي او ټولنیزه مسولیت لري. که له یوې خوا اړینه ده چې کوچني مو له تکنالوژۍ ته لاس رسی ولري، له بلې خوا دا هم اړینه ده چې انټرنټ په محدوده کچه وکاروي. په دې هیله چې نړیوال  انسان وژونکې وسلې د جوړولو په ځای د انسان او انسانیت ژغورنې په هڅه کې شي.

119 total views, 2 views today

1 comment

  1. محمد عبدالله Reply

    بنی ادم بغیر ددغو تکنالوژی په نوم دوکه ورکونکی شی څخه زرګونو کلونه خه په صحی طور دننی دور انسانانو څخه په دیرو شیانو کی برتره ژوند درلود چی په هغه کی دانسان صحت تر ننی انسانانو خه او پیاوړی وو او خوراکونه یی خه وو او قوت کی هم خه ول اما اوس دغه دتکنالوژی په نوم باندی شیان بنی ادمانو څخه لکه فارمی چرګان جوړ کړو او ددوی اولنی ضرورت چی هغه هوا یعنی دتنفس ضرورت چی هر ساه کښ ته تر تولو اولنی ضرورت دهوا وی چی بغیر ددی هوا څخه یوه دقیقه ژوند هم ګران وی اما ددی تکنالوژی په نوم دوکه ورکونکی شیان تول عالم حیات یی داسی غم کی اخته کړی چی دموتره یی نیولی بیرته تر طیاری پوری اونورو شیانو چی بغیر دانسان وژنی او دانسان ته تکلیف رسولو زخمی کولو بیکاره کولواودطبیعت دتباه کولو بله فایده نده رسولی او نه یی اصلا اقتصاد ته ګته رسولی بلکی نور هم دننی دور تمدن خلک محتاج کړی یوازی یی مشکلاتو سره اشنا کړی چی که تول اهل فکر دی د۱۹۰۰ میلادی تر مخه ددوایانو خوراکونو او نورو داولیی دضرورت شیانو ته فکر وکړی نو تر ننی دیر خه او دا وژونکی وسلی خو لا پریږده چی دتمدن پر نوم جوړیږی میلیون هاوو انسانانو باندی دهمدی وسایلو پر واسطه رنګارنګ سختیانی پابندیانی او سوژونکی بمونو اوتوتی توتی کونکی په تنونو بمونو استعمال دا تول دترقی په نوم دتکنالوژی برکت چی اصلا دا علم انسانی نده او که علم انسانی وای نو باید چی تر دا ۱۹۰۰ میلادی مخکی جوړ وای اما ونشو او پدغه اخر وخت کی چی تول داسمانی دینونو منونکی او حتی ناپوهه ساینسدانان همدا نظر ورکوی چی نور ددنیا عمر کم پاتی ده او دغه وقت کی داتول شیان څنګه دانسان لاس ته په دومره چتکی ورسید حالانکه ددی شیانو بغیر چی کوم دقیامت علامتونه ذکر دی داحادیثو کتابونو کی امکان یی نه وو چی داسی برابر شی چی مثلا یو مثال یی داوچتو بلدنګونو جوړیدل او هغه هم دعربو په ګرمو زمکو کی چی بغیر دبرقه او ایرکندیشن او لفتونو محال وو نو لږ سوچ وکړو او بیا راشو ددجال په باره کی معلومات وکړو چی دی زمکه کی له دیره وخته دجزیری منځ کی بندی وو او دهغه سره دتمیم داری تقریبا ۱۴۰۰ کاله مخکی ملاقاتونه شوی وو او هغه دجال سره تولو ته معلومه خبره ده چی رنګارنګ علوم او قوتونه وو چی ددی امکان هم ردوی نشو چی سل کاله مخکی دهغه سره ملاقاتونه شوی وی او دا کشفیات هغه سره تړلی وی ځکه دا کشفیاتو والا اکثره غړی د illuminati غړی دی او دوی دیو سترګی نخه چی ددجال لویه نخه همدا ده استعمالوی او حتی دیوی دالری نوت شاته همدا علامه هم دمثلث منځ کی استعمالوی نو امید شته چی مسلمانان ددی مضرو شیانو لاس ته ړاوړلو ته زانونه محتاج ونه بولی او دکامل اسلام پیروی خپل کړی دیر سخت ګیر یو ددجالی فتنو کی ترینه زان خلاصول یوازی داسلامی احکامو په عملی کولو کیږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *