Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو سرزورې ډلې خونړۍ جګړې ته د تیاري اعلان وکړ

تاند- د طالبانو د یوې سختدریځې ډلې مشر ملا منصور خپل پلویان د افغانستان له حکومت سره برخلیک ټاکوونکې جګړې ته وبلل.

ملا منصور، چې په کوټه کې اوسي او ویل کېږي چې د پاکستان له استخباراتو سره د نژدې اړیکو له کبله د کوټې پر شورا واکمن شوی، خپلو پلویانو ته امر کړی چې خونړۍ او د افغان او بهرنیو پوځیانو خلاف پراخې او برخلیک ټاکوونکې جګړې ته تیاري ونیسي.

راپورونه وايي چې د هوا له تودېدو سره په یو وخت په زرګونو طالبان له پاکستانه د افغانستان لور ته راروان دي څو پسرلني عملیات پیل کړي.

منصور ویلي:«موږ هیله لرو چې دا جګړه به د دښمن پر ضد وروستۍ او برخلیک ټاکوونکې وي. دښمنان تبلیغات کوي چې د طالبانو په منځ کې درز رامنځته شوی، خو موږ ورځ په ورځ غښتلي کېږو.»

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ یوازې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د طالبانو د سرزورې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور له دې سره سره د سولې په خبرو کې له ګډون سره مخالفت کړی چې د پاکستان په خاوره کې اوسي.

د طالبانو نورو ډلو او همداراز د حکمتیار اسلامي حزب د سولې له خبرو سره مخالفت نه دی کړی او حتي حکمتیار د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د خبرو لپاره کابل ته پلاوی استولی دی.

453 total views, 1 views today

4 comments

  1. حسن Reply

    دې سرزوري ملاته دالاندې پښتو متلونه ځواب وایی:
    زوی د لوی شه چرګه لا په دې تونده شوروا.
    دا ټالیب چرګ خو د آی اس آی په غوړو مست دی
    زور کاکاست که انګور در تاکهاست.
    عاقل ته یوه اشاره بس ده .
    نو چې بیا ډېر نه درېږې ټالیب جانه داګز او دا میدان.

  2. pattang Reply

    پښتانه خو کيفي خلک دي چې چېرې مفتې غوړه ډوډۍ وي نو هلته دوی اتڼونه کوي !!!
    !! وطن ناموس ده او د ناموس ساتنه او ازادي فرض دی
    حزب اسلامي خو دقدرت وګی دی ټول درهبري غړي یې راغله له فاسد دولت سره يو ځای شول او د
    !! سي ای اې حرام دالر یې وخوړل
    کله چې خپله ګلبدين څو څو وارې له افغانستانه د خارجي عساکرو وتل غوښتلي دي او ټينګار یې کاوو نو حکمتيار به
    !!! اوس خپله خبره څرنګه بيرته اخلي او دا مسلمان اولس به څه ورته وایې
    !!زه فکر نه کوم چې د افغانستان فاسد دولت او اشغالګر به داسې شرائط ومني چې عساکر خارج شي
    ځکه دافغان ددولت واکي دشمالي ټلوالو په لاس کې دي هغوی امريکایې دالرو ته ضرورت لري او دغريب زوي په
    !! وږې نس په درې سوو دالرو معاش جنګ ته ليږي او هغو ی په طالبانو وژني
    ځکه چې هدف خو یې پيسې دي او بيا جنګ دکلي له طالب سره
    !! هم په اخلاص نکوي
    څوک چې د پيسو او د لوږې لپاره جنګ ته ځي نو هغه جنګ ايماني او وجداني نه کوي
    د ملا منصور دله د ملا عمر مجاهد میراثي ډله ده هغوی بهرنيان په خپل هيواد کې نه پرېږدي او دمځکو ، له غاصبینو او !.قاطلانو سره به خپل شرعي حساب او کتاب کوي
    اوس د اولس خبره ده چې په وږي نس ددې فاسد رژيم په خلاف راپورته شي او له طالبانو سره بین الافغاني خبرې او سوله وکړي

  3. dawud Reply

    یعنې د افغانانو د لا نورو وینو تویول ته یې یو ځل بیا قسم وکړ

  4. دقیق افغان Reply

    د طالبانو څخه د افغانستان د مسلمانو، مظلومو او بیچاره خلګو همدا طمعه وه ځکه چی له دوی ځخه د خیر او سوکالی د امید امکان وجود نلری. په حقیقت کی دوی همدا څه لری نور څه نلری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2