Categories

اعلان

Loading…

د سولې په لار کې خنډ ذهنیتونه/ قاضي نجیب الله جامع

وتلی المانی فیلسوف امانوئل کانټ په ۱۷۹۵ کال خپل مشهور کتاب یعنی (تلپاتی سوله) تالیف کړ، هغه سولی ته د رسیدونکو شپږو اصولو د وضاحت ترڅنګ وویل، چې تلپاتی او ارماني سوله هغه ده چې هلته دولتونه خپل فرض وګڼی څو سوله د یوه ارزښت په توګه قبوله، او ومنی، تکتیکې تګلارې د یوه بحران بنیاد کېدای نه شي.

له دې نه ور اخوا اسلام د یوه کامل او شامل دین په حیث چې اصلی معنا، الهی(ج) رسالت او وجودی فسلفه یی د ټول انسانیت او په ځانګړی ډول د مسلمان لپاره په دنیوی خیر او اخروی ښیرازۍ ولاړه ده، سوله نه یوازی خیر ګڼی بلکه د جناب نبی کریم(ص) شپږ میاشتنی د سولې ډیپلوماسي چې د حدیبیه تړون یې تاریخي پایله وه دا مفهوم بیانوي چې سوله او ټولنیز ټیکاو د یو امت د نیکمرغه کیدو حقانیت دی، دا ځکه سوله قوت رامنځته کوي، قوت د سیاسی ثبات او فزیکی امنیت حقوقی تضمین بلل کیږی، او په ټوله کې هغه فرصتونه چې مونږ د خپل ملت د رغونې، ښیرازۍ او معطلو تکلیفونو د نیکمرغۍ په لار کې راټولولی او لګولی شو تر جګړی پکښې مصلحت ډیر ښکاري.

دلته له دې ټولو سره سره چې سوله لومړیتوب لری، د یو انسان نجات د ټول بشریت د نجات سره پرتله شوی، او د ګاندي په خبره، چې دعدم تشدد د مبارزې مخکښ سر لاری دی، که زه مخکې پوهیدای چې د جغرافیې په سر به د هندوانو او مسلمانانو ترمینځ دومره وینې تویږي، نو ما به دا دسیسه او تاریخی خیانت قبول کړی وای ولی نه به می وای پریښی چې د یوه بیګنا انسان وینه تویه شی.

مګر دلته قیصه بدله ده، هغوی چې وژل او ځان غوښتنه یی ځانګړتیا ده تهمت لګونه او فتنه اچول یې هنر دی او پردی پالنه یی د سیاسی مبارزی مقدس لیدلوری جوړوي، کله چې یی هم شخصی ګټې، د دنګو ودانیو د ناز او نعمت خوندونه، په سفارتونو کې د زامنو د استعداد او ښایستوالې د ریفورمونو او اصولو خلاف له خطرې سره مخ وګوري، نو هغه وی چې بیا د ایمان او اسلام درد ورپه یاد شی په سنګر کې د ناست لوڅ او بې برخلیکه عسکر وینه ورته ارزانه نه ښکاری او ځان بیخی ورته د عیسی مسیح حوارین، د نبی اخیر الزمان ځایناستی او زموږ د هیلو یوازینی او برحقه استازی بولي.
هغه چې د دي ښه بیلګه د نظار شورا او ضرار د مسجد پیروانو یعنی د قومی جګړو د فعالانو د باطل مقاومت کاذبه دعوه بللي شو.

د سولې په لار کې د دغو ناروغه، خنډ او ککړو ذهنیتونو څخه چې د روانو ټولو ناورینونو او بدبختیو عامل دي او د جګړی لامل هم د دوی، همغږی د جګړی د دوام له طرفونو سره چې امریکا او یرغلګر ملاتړی دی، یو یی هم د دی ډلې مخکښ مفتی جناب سیاف دی، هغه سړی چې د فردی کینی او شخصی ګټو په موخه هر وخت د دین اصول د چلینج په قمار ږدی او جګړی ته د پکي وهلو د ښه مهارت لرلو سره، جناب زمونږ په وینو کې د خپل ورک تبر د پيداکولو په لټه وی، ځکه نه یی زوی بی تعلمه پاتی دی، نه یی په کور کې د مزو او چړچو له پاره د زامنو زامنو ته څه کمي پریښی او نه یی د ویر او ژړا څه احساس شته پس ولې د قیامت غم ولري چا چې دا نړۍ په جنت لمانځلې او خپله بقا یی په مقدس جاهلیت کې د سور یریتو د بی ۵۲ او ډرون الوتکو په وژونکې بمباریو کې نغښتی بللی، ځکه د جنایت قاطع قومندان سره زمونږ په قاتله چاړه سهار او بیګا هفت میوه نوشی جانوی.

67 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *