Categories

اعلان

Loading…

د نوروز تاريخ، فلسفه او حرمت/ نجيب الله آزاد

پېژندګلوي:

نوروز د فارسي اصطلاح چې مانا يې د نوې ورځ ده،  که څه هم له هرې تيارې وروسته په ځمکه د لمر د وړانګو په خپرېدونوې ورځ پيل کېږي خو دا د کايناتو د دوران جزو دی چې د يوه ستر چکر (کل) برخه ده. څرنګه چې څېښتن تعالی په خپله مهندسي هر چکر ته پيل بيا پای او بيا له هغه ځايه پيل ورکړی نو د زمان کل ېې په څلورو برخو (فصلونو) وېشلی چې له پسرلي څخه پيل بيا منی، اوړی او پر ژمي پای ته رسېږي چې دې چکر ته کال هم ويل کېږي. فلهذا د پسرلي لومړۍ ورځ د دې اوږده چکر د پيل ورځ مانا (نوروز) ده.

تاريخ:

نوروز له کوم وخت څخه نمانځل کېږي، په دې هکله هيڅ دقيق معلومات نه سته. لاکن د تاريخ پوهانو تر قلم لاندې د يادې ورځې نمانځل موږ زرګونه کالونه شاته بيايي، دا چې يو او نيم اثار ياده ورځ په يما (جمشېد) پاچا پورې تړي، يوازې ورته د منځني اسياتاريخچه ويلی سو، په ورته وخت کې ياده ورځ زردشت (زوراوسټېرين) ته هم منسوبول يوازې د منځني اسيا او د منځني ختيځ (کوردانو) ادعا ده. په هر صورت که ياده ورځ زردشت او يايما (جمشېد) پاچا ته منسوبه هم سي نو تر دې وړاندې چې دوی نوروز د مذهبي (د عبادت) ورځې په توګه نمانځلې وای، د طبېعت، اړتيا او د بري د ورځې په توګه ونمانځل سوه.

نوروز چې په انګرېزي ژبه کې (سپرېنګ فېسټيول) ورته ويل کېږې زرګونه کالونه مخکې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې نمانځل کېده او کېږي. د يادې ورځې نمانځل په چين کې دوره زره کاله مخکې له ميلاده (قبل مسيح) د پسرلي د جشن (چون ژي) په توګه نمانځل کېده.

 په منځني اسيا کې دا ورځ که څه هم له وړاندې لا نمانځل کېده خو د تاريخ پاڼې هغه مهال پرې زرېنې سوې کله چې شپږ سوه کاله مخکې له ميلاده (قبل مسيح) زردشت د دېرشو کالونو په عمر له بلخه د کوهستانونو په لور خپل سفر پيل کړ، څرنګه چې کوهستانونه نن هم د واورو د ټاټوبي په توګه پېژندل کېږي نو نوموړی دوه کاله د مسلسل او سخت ژمي له کبله په خپل ټاکل سوي غار (ګاره) کې پاتې سو او د خپل فکري فلسفې پر پراختيا ېې کار کاوه. خو يو سهار د لمر وړانګو په غير متوقع توګه له خپلې ګارې را ويست، د لمر په ليدو نوموړي لمر ته  په کتو وويل! اې ستر څيراغه، وايه تا به څه خوند اخيستی وای که چېرې هغه مخلوقات نه وای چې ستا له رڼا او توښه ګټه اخلي، دا دوه کاله زه، زما باز (عقاب) او زما مار په دې ګاره کې تاته سترګې په لاره وو، موږ به هر سهار ستا د راتګ دوعا کوله خو نن بيا تاته دووعا کوو، که چېرې موږ نن دلته نه وای نو تابه هم پر خپل شتون خوند نه وای اخيستی.

د يما (جمشېد) پاچا په وخت کې د نوروز د نمانځلو په هکله دوه روايته دي، يو دا چې د يما (جمشېد) او د اهريمن تر منځ له اوږدې او ژورې جګړې پر مهال زراعت ته سخت زيان ورسېد، پاتې ونې او شينوالی هم د نه پاملرنې له کبله وچ سول او وچ کالي هم راغله، له جګړې وروسته زراعت ته بېرته پاملرنه او دوه کاله وروسته د وچکالي ختمېدل ځمکه بېرته شنه کړه چې د پسرلي پيل ته ېې د نوروز نوم ورکړ. دوهم دا چې يما (جمشېد) د نړۍ په سيل وتلی و او کله چې د اذربايجان ختيځې برخې ته ورسېد نو د پسرلي د پيل ورځې وې او په همدغه ورځو په ياده سيمه کې د نوموړي لپاره د پاچاهي تخت جوړ کړل سو، سهار د لمر راختو سره سم جشن ونيول سو چې وروسته همدا ورځ د نوروز په نوم ونومول سوه.

په لوی هند کې د پسرلي د راتګ نمانځنه (بسنت / وسنت پنچمي) تاريخ لږ تر لږ شپاړلس سوه کاله مخکې له ميلاده (قبل مسيح) ښودل سوی دی. که څه هم ياده ورځ په هند کې د سرسوتي تر زېږندې درې نيم سوه کاله مخکې لا نمانځل کېده خو نوموړۍ دا ورځ هغه مهال د ستر جشن په توګه ونمانځله کله چې د نوموړۍ پيرويانو دې ته د دېوي تاج ورپرسر کړ.

ايونين تمدن (د نړۍ تر ټولو زوړ تمدن) اووه سوه کاله مخکې له ميلاده (قبل مسيح) ياده ورځ نمانځله. د ايونينز ټولنه د يونان له مرکزه، له ختيځې اسيا، د مصر د ختيځې سيمو او د فرانسې څخه د مهاجر سوو وګړو څخه جوړه سوې وه. پر ساينس، څېړنو او مطالعاتو باور لرونکي لومړي انسانان ايونينز وو، دوی طبېعت (نېچر) پر انسانانو او نورو مخلوقاتو واکمن باله، له همدې کبله دوی به د پسرلي پيل ځکه نمانځه چې طبېعت به خپله ښکلا هر لوري ته خپره کړه او دوی ته به ېې نه يوازې خواړه او ښکلا ور بخښله بلکې د دوی د څېړنو او مطالعاتو زمينه به ېې هم مسايده کړه.

وړاندې تر دې چې د پسرلي پيل د نوروز په نوم ونمانځل سي پښتنو ياده ورځ د (يختېر) په نوم نمانځله،. تر اسلام وړاندې د پښتنو د نمانځنې يوازېنۍ ورځ همدا (يختېر) وه ځکه چې پسرلي به نه يوازې له ځان سره ښکلا او خواړه راوړل بلکې د سختو سړو سيمو خلک او د دوی مالونه (حيوانات) به د ژمي (ژوند ته د هغه وخت سخت ګواښ) څخه ژوندي او روغ رمټ راووتل چې د وخت په تېرېدو يختېر په اختر واوښت او د اسلام له راتګ سره (عيد) ته اختر وويل سو او يختېر په همغه ډول د پسرلي د راتګ په توګه د نوروز په نوم نمانځل کېږي.

عمر خيام چې په کال ۱۰۴۸ د می د مياشتې پر اتلسمه نېټه زېږدلی و خپلې لومړنۍ زدکړې (تر اتلس کلنۍ) په بلخ کې ترسره کړې، له هغه وروسته د لا زدکړو لپاره سمرقند ته د قاضي القضات ابو طاهر عبدالرحمان تحقيقاتي مرکز ته ولاړ چې وروسته بيا په هرات کې د استاد موفق شاګرد هم سو. نوموړی د شپږ ويشت کلنۍ په عمر د شمس الملک او ملک شاه سلجوقي په دربار کې د شاهي منجم په توګه وګمارل سو. خيام نه يوازې د علم نجوم او فلکياتو متخصص و بلکې د رياضياتو، قرآن، حديث او لسانياتو (ژب پوهنې)  ستر عالم هم بلل کېده. څرنګه چې خيام د خپل وخت ستر ساينس پوه و نو شاه نوموړي ته ٍيوه ځانګړې رصد ګاه (څېړنيز مرکز) جوړ کړ چې نوموړي خپل د عمر ډېره برخه د همدې رصدګاه پر بام د ستورو په مطالعې او څېړنو تېر کړل. پر فصلونو د وېشل سوي چکر لومړۍ ورځ (شمسي جنتري) دقيقول په لومړي ځل د عمر خيام له لوري تعينه سوه، که څه هم د نوموړي ياده  جنتري اوس هم په بشپړه توګه نه ده دقيقه ممکن يوه دوې ورځې يا څو ساعته شا او مخته وي لاکن تر دې وړاندې چې خيام د پسرلي د پيل دقيق ساعت لا ټاکلی وای ملايانو د نوموړي رصدګاه ته اوور واچاوه او نوموړی يې له وطنه وشاړه. (د يادونې وړ ده چې د پسرلي لومړۍ ورځ د هرې سيمې په موسم پورې اړه لري، د بېلګې په توګه د ګرم هند کې دا ورځ د حوت (جنوري) په مياشت کې پيل کېږي).

فلسفه:

که چېرې د نوروز د نمانځنې اوږده تاريخ ته وکتل سي نو په هره ټولنه، کلتور او مذهب کې ياده ورځ په بېلابېل ډول د څېښتن تعالی د شکر د ادا کولو په توګه نمانځل کېږي. د ژمي د سختو ورځو (يختېر) وروسته هره خوا فضاء خپله ښکلا خپروي، د کرنې چارې انسانانو او حيواناتو ته نوې هيلې ورکوي چې د راتلونکي خواړه او اقتصاد د تقوې سبب ګرځي. د  مړاوو بوټو او سپېرو ډاګونو بېرته راژوندې کېدل انسان د خدای تعالی قدرت ته لا متوجه کوي او خدای ته ېې نور هم  ور نږدې کوي، په همدې ډول د مړاوو بوټو او سپېرو ډاګونو شينوالی انسان ته د ژوند پيغام ورکوي او هغه هڅوي چې هر څه شونی دی ته هم ګام پورته کړه.

حرمت:

په اسلام کې نه يوازې د حرمت بلکې د هرې حکمي کړنې (کړل او نه کړل) په هکله د حکم لومړی ادرس يا ماخذ نص (قرآن) دی، هغه څه چې په قرآن کې وضاحت و نه لري بيا سنت (حديث) وضح کړي دي. د سنت محمدي (ص) وروسته درېمه ذريعه بيا اجماع او ورپسې قياس او په پای کې استحسان دی. خو کله چې يوه موضوع (په ځانګړي توګه حرمت) په قران کې وضح سويې وي نو ان سنت ته لا اړتيا نه پېښېږي. په قرآن مجيد کې د خوړلو او څېښلو تفصيلي حرمت (سوره الاعراف ايت ۳۲) وروسته د همدې سورې (سوره الاعراف) په درې دېرشم ايت کې پينځه شيان حرام ګڼل سوي دي.

آيت:

قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُواْ بِاللّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ.

ووايه (اې محمده! دوی ته) بې شکه همدا خبره ده چې حرام کړي دي رب زما فواحش هغه چې ښکاره وي او هغه که باطن (پټ) وي، حرام کړې ېې ده حق تلفي،  او حرام کړی ېې دی ظلم په ناحقه سره، بل دا چې شريک ونيسئ تاسو په الله پورې، او حرام کړې ېې ده هغه خبره چې تاسو ېې علم نه لرئ او له ځانه ېې وکړئ خو الله ته ېې منسوبوئ.

لومړی، هره فحشي کړنه که ښکاره وي او که په پټه حرامه ده.

دوهم، د بل حق خوړل حرام دی.

دريم، هر هغه ظلم چې د بل انسان په وړاندې هغه که جنسي (فېزېکي)، مالي او که معنوي وي حرام دی.

څلورم، د الله تعالی سره بل څوک شريکول (او يا هم پرته له الله بل چاته عبادت کول / شرک) حرام دی.

پينځم، هغه څه چې الله تعالی نه دي حرام کړي او ته ېې حرام بولې حرام دی.

په دې توګه د نوروز نمانځلو ته حرام ويل حرام دي.(د ايت پينځم حکم).

تر  دې ها خوا د نوروز نمانځنه په مستقيم ډول د اسلامي کړنو (مقدس شارعاتو) تشويقول دي چې په ډېريو احاديثو کې پرې ټيګار سوی دی. د بېلګې په توګه د کورونو پاکوالی، مومنانو ته خوښۍ ورکول، دوښمنۍ او کينې له منځه وړل، بنديان ازاده ول، غسل کول، پاکې او نوې جامې اغوستل، صله رحم (اتحاد، يووالی، د خپلوانو او دوستانو سره تګ راتګ کول) او د تحفو ورکول. او پاتې سوه په دې ورځ د حرامو کړنو موضوع، نو هغه الله تعالی په پورتني ايت کې ډېر په وضاحت بيان کړي چې هغه د هېڅ زمان او مکان پورې تړلې نه دي، هغه که د نوروز، روژه،اختر او که کومه عادي ورځ وي کړل يې حرامې دي.

د خوښيو ډک نوروز او کال ولرئ.

د سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله…

ماخذونه

انسېل, و. (۲۰۱۳). د سانسکرېت ادب.ټورنټو: جرسي.

تعالی, ا. س. (۶۳۲). سوره الاعراف. In ا. س. تعالی, القرآن(p. آیت ۳۲ او ۳۳). مکه او مدینه: فهد بن عبدالعزیز آل سعود.

ساشا. (۲۰۱۲). کلتور، نمانځنه او تاريخ. کلتور، نمانځنه او تاريخ, ۳-۷.

کليلنډ, م. (۱۸۷۳). د غرب تمدن.نيويارک: نيويارک پوهنتون.

لېم, ه. (۱۹۳۴). عمر خيام.واشنګټن: جارج پبليکېشن.

نتشې, ف. (۱۸۷۴). زردشت ویل.برلن: سکساني.

يورېک. (۱۸۲۷). اوستا.لندن: اکسفورډ.

51 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *