Categories

اعلان

Loading…

په نړۍ کې د قوانينو تاريخچه/ اسدالله الفت

دوهمه برخه – 

په لومړي ځل د نړۍ  په دوو سيمو کي قوانين رامنځته سوي دي۰(قوانين په دوه ډوله دي) يو په ختيځ کي او بل په لوديځ کې مخکي تر دي چې په ختيځ کي د قوانينو په جوړښت باندي بحث وکړو لازمه ده چې په عمومي ډول دقانون په ټولو هغو صفاتو اوځني برخوباندي چې د حقوقو او تاريخ محقيقانو مطرح کړي اوبرداشت يي ځني کړي دی بحث کوو خصوصا هغه قوانين چي په بين النهرين پوري اړه لري او په ختيځ کي رامنځته سوي دي ،د دي قوانينو جوړښت  غالبا مقدمه او اخر لري، د قوانينو د جوړښت په مقدمه او اخر کې اجتماعي ضرورتونه  او سياسي زميني مشخص سوي دي دغه ليکني چي د شاه په ذريعه رامنځته سوي دي د قانون سرچينه ګڼل کيږي، نوموړي قوانين په ضمانت سره اجراکيږي د قانون مرجع د عدالت ښکارندوي دي د مقدسو ځايونو په خلاف د مختليفو طريقوڅخه برخورداردي په دي قوانينو کې د سوالونو او راپورونو اخبار ډير کم تر سترګوکيږي . دغه قوانين يو هم تکميل نه دې نو په دي اساس ديو خاص منطقي نظم تابع نه دي او هيڅ يو د دغو قوانينوڅخه تخصصي بڼه نه لري. د اقتصادي رفتارونو څخه نيولي بيا د کورني تر حقوقي جرايمو او مجازاتو پوري په دغه مجموعه کي پيداکيږي . نن ورځ يوه برخه پوهان په دي نظر دي چي دغه قوانين تشريفاتي او د شاه لخوا د عدالت او انصاف ښکارندوي دي .ځني پوهان بيا په دي نظردي چي ددغه قوانينو د جوړولوهدف د کتابت د هنر تجليل کول وو او تر الزامي قوانينوپوري يي ادبي بڼه درلوده .

ددغه محقيقانو دليل دا دي چي بي اتفاقي ډيري زياتي خلاوي رامنځته کړي وي ،د قواعدو ورکيدل يا رواجيدل ددي قوانينو مرحلي وي او هغه  څه چې حقيقت لري په بين الهرين کي ددي قوانينو جوړيدل وه د حقوقو د دوکتورينوله  نظره نوموړي قوانين ډير غريب وه په دغه قوانينوکي د اصولو او مقرراتو نه مطرح کيدل شايد د دغه قوانينو حقوقي غريبوالي(نيمګړتيا)وي. ځيني معاصر  څيړونکې (محقيقان) په دي نظر دي چي په عمل کې هرڅه د قانوني مقرراتو په اساس نه اجراکيدل بلکې د عرف په  اساس اجراکيدل ،مثلا د حمورابي په قانون کي  قتل جرم ګڼل کيده مګر د هغه لپاره مجازات نه وه  ټاکل سوي، دا د دي معني ورکوي چي د مجازاتو تعين د عرف په اساس سره کيدي  نه د قانون.په اساس دغه قوانين عرف اصلاح کوي او يا يي له  منځه وړي ، ځني پوهان په مکمل ډول دقانون معني داسي کوي هغه وخت چې په ټولنه کي عرف نه واي موجود او قانون د دوي په ګټه واي د قانون څخه يي استفاده کول دغه نظر د ژان بوترو او ښاغلي سوفي لافون دې .ځني نور بيا وايي چي دوي په قانون باندي عمل نه کاوه .

د حمورابي قانون

دحمورابي د حکومت د تاريخ په اړه د نظر اتفاق وجود نه لري ځني پوهان يي د ژوند نيټه  د۱۶۸۲څخه تر ‍۱۷۲۸قبل الميلادپوري يادوي او ځني نور بيا دده ژوند د ۱۷۵۰څخه تر

 ۱۷۹۲کال پوري ښيۍ چي ۶۰ کاله زيات يا کم د حمورابي حکومت ښي په هر صورت هغه څه چي حقيت لري  دادي چې حمورابي د بابل مشهورترين او مقتدر پاچاوو او په بين النهرين کي يي دفرات په غاړه  حکم چلاوه (حکومت کاوه).

د قانون هغه  پاڼي چي په ۱۹۰۲ م کال کي فرانسوي پوهانون ته د شوش په ښارکي په لاس ورغلي او اوس هم په موزه لورکي ساتل کيږي پرتوره مستطيل شکله ډبري تخته باندي چي اوږدوالي يي ۲،۲۵سانتي متره او عرض يي ۱،۹۲سانتي متره دي ليکل سوي دي دغه لوحي په ۱۹۰۲م کال کي د ژدومورګان د ډلي پواسطه ،او وروسته د الماني پوهانو لخوا چې هولرهربر نوميدل وويل سوه چې يوکس بايد څنګه ګذاره وکړي او دده سزابه څه وي پکي بيان سوي وه د حمورابي د قانون مقررات ټول منظم دي او د هغوي  ضامن دي چې داقصادي روشونو ، تجارت ، د قيمتونو تعينول ، په واده او طلاق پوري مقررات ، داولادونوحقوق او تکليفونه ، دقراردادونو شرطونه  ، دقتل غلا اوخيانت په اړه راغلي او جزايي تعينه کړي ده د دغه قانون مقدمه پردي باندي راګرځي چي د ټول هيواد امن ،عدل او امنيت د ملت لپاره دي .اودويم يي د مجرمينو ملامتول دجزايي عدالت اجراکول د دولت وظيفه وه دغه دوي نقطي د ترديد او تاملي چې دقدرت الزامي مقرراتو او د جزايي عدالت اجراکول د ډلو ترمنځ د شخړو او د خصوصي انتقام ترمنځ د عدالت پلي کول وو د معاصر وخت (عصر) ځني ليکوالان د حمورابي قانون د روميانو دولس ګونه لوحي سره مقايسه کړي دي ددي با وجود چې حمورابي قانون نژدي دولس پيړي مخکي د دولس ګونولوحو څخه رامنځته سوي دي ،بياهم  دغه قانون د علمي نظم او ميانروي څخه برخورداره دي .که څه هم چې ځني جزايي مقررات يي ډير سخت وه چي په خپل وخت کي به ورباندي بحث وکړو ، د حمورابي دقانون ټول مقررات خصوصا هغه مقررات چې دتړون، خصوصي ملکيت ،او د ښځو د اهليت په هکله راغلي وه د روم د دولس ګونو لوحو څخه مترقي وه .د منشاه له مخي هم بايد يو څوک د دوي فرق ته متوجي وي ، دروم دولس

ګوني لوحي دخداي د طرفه وړاندي کوي خپل قانون يي د هغه په  استازيتوب (نمايندګي )  جوړکړي دي رښتياده چې دغه قانون تقريبا د خاص اجرايوي او مذهبي مقرراتو څخه خالي دې ، په داسي حال کي چي د حمورابي مقررات د بابل د خداي وحي او الهام بولي بل اختلاف چي وجود لري هغه د اجتماعي طبقوتقسيمول وو د حمورابي په قانون کي اتباع په دريو طبقوباندي تقسيم سوي وه او د هري طبقي لپاره يي حقوق او مکلفيتونه مشخص کړي و.دولس ګوني لوحيي د طبقاتو ترمنځ د اختلافاتو داشرافو او عوامو ترمنځ د محدوديتونو او امتيازاتو له منځه وړل وه ، لوړوالي اوامتيازات يي د اقليت ارستوکرايي حاکم ده .

نور بيا

23 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *