Categories

اعلان

Loading…

په پېښور کې چاودنه، ۱۵ مړه ګڼ نور ټپیان

تاند (پېښور) – په پېښور کې په یوه بس کې چې حکومتی مامورین یې له مردان څخه پېښور ته لېږدول چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي او خواوشا ۳۰ نور نور ټپيان کړي دي.

پېښه په پېښور کې د سنهري مسجد په سرک وشوه، او ویل کیږي چې په بس کې له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې کسان سپاره ول.

د پاکستان د اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د پولیسو د یوه چارواکي کاشف ذوالفقار له خولې لیکي چې، چاودنه د یوې په وخت برابرې شوې چاودېدونکې وسیلې په واسطه شوې چې د بس په ټول بکس کې اېښودل شوی وه.

لومړني راپورونه وایي چې چاودنه په داسې یوه بس کې شوې ده چې د سول سکرټرېټ حکومتي مامورین یې له مردان څخه پېښور ته راوړل.

ویل کیږی چې دغه ډول چاودنې او حملې معمولا د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د دې له پاره کېږي چې له یوې خوا په کې پښتانه ووژل شي او بلې خوا ته پخپله د پښتنو تر منځ لاس لګونې ته چانس برابر کړای شي.

4 total views, 1 views today

1 comment

  1. احمد فرید قیومی Reply

    د پنجاب زړګي به یخ نشی ، هر ورځ دې خواته او هغه خوا ته چاودنې وی او پښتانه پکې شهیدان کیږي
    خدای د رحم وکړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *