Categories

اعلان

Loading…

په لغمان کې د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې/ مجید ژړاند

دا چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د هيواد په کچه خورا زيات بدلون راغلی دی، په هر ډګر کې مرکزي دولت خورا د پام وړ لاسته راوړنې لري.

که څه هم په ډېری سيمو کې لا اوس هم نا امني شتون لري، خو ددې سره سره بیا هم په یو شمېر ولايتونو کې خورا زياتې پراختيايي پروژې او متوازن خدمتونه وړاندې شوي دي.

په دغه برخه کې يو هم د لغمان ولايت دی، چې د روان کال د غبرګولي د میاشتې په اتلسمه نېټه د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري رياست په منظوري عبدالجبار نعيمي د لغمان د والي په توګه وټاکل شو.

په دې وروستيو کې مې د لغمان ولايت ته يو لنډ سفر درلود، چې د مارچ د مياشتې اوومې نېټې سره برابر وه، تصادف د ولايت د غونډو په تالار کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې په علماوو، قومي مخورو، سربېره لسګونو ښځو هم پکې برخه اخيستې وه.

د قران پاک له تلاوت څخه وروسته ملي سرود په وياړ ټول ګډونوال ودرېدل، ورپسې يو لنډ مستند فلم چې په هيواد کې د جنګ جګړو بدو پايلو په اړوند چمتو شوی و، ډېر خواشینوونکی و، ځکه تر ډېره د پوليسو او مخالفينو تر منځ د تودو جګړو ژوندۍ ويډيو ګانې وې، چې د ولسي خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی و.

مخالفينو ته يې يو ښه پيغام همدا وو، چې بې له سولې د هيچا ژوند هم خوندي کېدی نه شي، ددې لپاره چې پرمختګ وشي، ددې لپاره چې يوه ورېندار سرتوره نه شي، ددې لپاره چې يوه بوره مورکۍ د زوی چنازې ته اوښکې تويي نه کړي، ددې لپاره چې يوه خور د خپل ورور په وير غمجنه نه شي، نو باید خپل زامن، وروڼه او بچيان له جګړې څخه راوګرځوي.

په دغه غونډه کې تر ډېره هغه مېرمنو هم شتون درلود، چې د خپلې کورنۍ غړي يې ددغه جګړې بلا ورڅخه اخيستي و.

فلم ترپایه رسېدلی نه و، چې د ټولو له سترګو اوښکې بهېدلې، ټولو همدغه هيله درلوده، چې ددغه بدمرغه جنګ په سپرغيو د سولې سړې اوبه تويي شي.

مېرمنو عاطفه چې د نارينه په نسبت زیاته ده او هره مېرمن مور ياديږي ، زیاتې ځورېدلې، ددې لپاره چې ددغه جګړې لوری بدل شي ، ټوپک شپېلۍ یوبل په نښه نه کړي، نو رښتيا هم په ذهنيت جوړونه باید زيات کار وشي، همدغې غونډې ددې څرګنده شاهدي ويله، چې په لغمان ولايت کې د خلکو او ولس تر منځ اړيکې د خوا په پرتله غښتلې شوې دي.

همدغه ډول په لغمان کې فرهنګيانو او ژورناليستانو سره د ښاغلي نعيمي ښو اړيکو نور هم د خلکو او دولت تر منځ د اړيکو په پياوړتيا خپل څرګند اغېز شيندلی دی.

انکشافي برخه کې هم عبدالجبار نعيمي خورا زیات کار کړی دی، تر ډېره يې د متوازينو خدمتونو د پراختيا په برخه کې کار کړی او لا روان دی، چې نور هم پرمختګ وکړي.

روغتيا، پوهنه او نورو برخو کې هم يې کړنې خورا د زياتې ستاينې او قدرونې وړ دي.

سږکال د لغمان پوهنتون څخه د لومړۍ دورې زده کړیالانو هم د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

والي عبدالجبار نعيمي فارغينو ته ځانګړې غونډه نيولې وه، دوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې همدا تاسو ياست چې د سبا راتلونکی مو په لاسونو کې دی، نو هيله ده، چې خپل مسووليت په رڼا کې خلکو او هيواد ته دخدمت جوګه وګرځئ.

لغمان هم يو د ناامنه ولايتونو له ډلې څخه دی، چې تر ډېره بريده په کې امنيتي پېښې رامنځ ته کېږي، خو سره ددغه امنيتي ننګونو بیا هم د ولس او دولت تر منځ اړيکې غښتلې دي او تر ډېره د لغمان اوسېدونکي د ولايت له رهبري څخه زيات خوشاله دي.

په لغمان کې د لال پاچا ازمون په وياړ جوړه شوې غونډه د لغمان د فرهنګيانو او ولايت مقام په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه، چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د تيلفون له لارې خپل پيغام تر فرهنګيانو ورساوه.

تر دې پخوا عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو والي هم تېر شوی دی، چې د خپل ولايت په دوران کې يې د ميدان وردګو ولایت د بیا رغونې په برخه کې خورا هلې ځلې کړې وې، خوست ولايت کې هم نژدې پنځه کاله   د والي په چوکۍ پاتې شوی دی، چې په ياد ولايت کې يې د قومونو تر منځ د يووالي او يوموټيتوب لپاره زیاتې هلې ځلې کړې دي، چې تر ټولو ستره لاسته راوړنه يې بللی شو.

کله چې په خوست کې د والي پرضد د ځينو مغرضو وکيلانو له لوري دسيسې جوړې شوې، نو عبدالجبار نعيمي هم د خوست ولایت پرېښود او دمګړۍ په لغمان کې د خلکو په خدمت بوخت دی.

د نوموړي په شتون کې به دلغمان سیمه ايزه حکومتولي نوره هم پياوړې شي، ځکه وخت پروخت له علما کرامو، ځوانانو، فرهنګيانو او د ولس له فرد فرد سره په اړيکه کې دی.

رښتيا هم ټولنه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې مشران او چارواکي د خپل ولس له ستونزو خبر او پروخت يې ستونزو او مشکلاتو ته ځوابونه ووايي.

234 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2