Categories

اعلان

Loading…

د غني ملاتړ د پرمختلي افغانستان ملاتړ دی/ ویښ افغان

کلونه کیږي چې زموږ وینې توییږي، کلونه کیږي چې افغانان هیڅ ډول مصوونیت نه لري، کلونه کیږي چې زیاتره افغانان د ژوند له ډیرو اسانتیاوو بې برخې دي، کلونه کیږي چې د جنګسالارانو او سیمه ایزو زورواکو له ظلمونو ځوریږو. کلونه کیږي چې پخپل وطن کې پردي یو، کلونه کیږي چې جنګسالارانو او مفسدو چارواکو زموږ په وینو دنګې ماڼۍ جوړوي او زموږ په وطن کې ورځ په ورځ د بیوزلو او سوالګرو شمیر زیاتیږي. کلونه کیږي چې زموږ خلک د یوې کوچنۍ ډلې له انحصاره ځوریږي.

او باالاخره کلونه کیدل چې افغانان د یوه داسې خواخوږي او صادق، پوه او اخلاصمند رهبر په لټه و چې وطن له ناورینه راوباسی. دادی الله پاک پر افغانستان مهربانه شوی داسې یو رهبر یې پر افغانانو لورولی چې د نړۍ پرمخ به یې ساری ډیر لږ ولیدل شي.

ډاکټر محمد اشرف غني داسې رهبر دی چې هم د هر افغان په ژبه پوهیږي او هم له نړۍ سره په خبره پوهیږي، ډاکټر محمد اشرف غني هم پوهه لري هم د افغانستان لپآره علمي او عملي پروګرامونه لري د خپلو پروګرامونو د هرې برخې د پلي کولو لپاره یې سمې لارې چارې لټولې دي. د همدې سړي په وجود کې زموږ وطن پرمختګ کولی شي.

ډاکټر محمد اشرف غني کوم عادي او په زور قبول شوی رهبر نه دی. د هغه پوهې، سیاسي زړورتیا، اخلاص، دقت، جدیت، صداقت او ایمانداري له هغه ټولمنلی رهبر جوړ کړی دی.

 ډاکټر محمد اشرف غني د نړۍ دوهم مفکر او د افغانستان او سیمې یوازنی مفکر دی او دا لقب لکه څنګه چې ځینې مفسدین او زورواکي پسې وایي هسې ده ته نه دی ورکړل شوی. د ده نبوغ او په ډیرو برخو کې د هغه حیرانوونکې پوهې، د نړۍ د ناکامو دولتونو د بري لپاره د هغه جوړونکو طرحو او د نړیوالو مسایلو په اړه د هغه علمي نظریاتو ډاکټر غني ته د نړیوال مفکر نوم ورکړی دی. تر دې د مخه ډاکټر غني د نړۍ د شلو علمي شخصیتونو په ډله کې راغلی و.

ډاکټر غني ټولې نړۍ منلی دی که دده غوندې بل شخصیت په بل هیواد کې وای خلکو به یې مجسمې جوړې کړې وې او که د هغه هیواد جمهوري ریاست ته کاندید وای ممکن یوه کس هم بل کاندید ته رایه نه وای ورکړې.

موږ افغانانو تل په اصطلاح خپل بخت په لغته وهلی دی د خپلو خواخوږو په قدر نه یو پوه شوي بیا وروسته مو ارمان کړی دی. غازي امان الله خان مود پردیو په لمسون تکفیر کړ له وطنه مووشاړه خو بیا مو د هغه هډوکي بیرته راوړل. همداسې سید جمال الدین افغان او زموږ نور شخصیتونه ، چې د هغو په ژوند نه د هغوی په قدر پوه شوو او نه مو د هغو له خدمت اوپوهې ګټه واخیستله. وروسته مو پسې ارمان کړی دی.

دادی اوس د تاریخ په دې پړاو کې بیا یو بل چانس خدای په لاس راکړی دی. دادی بیا په تیارو کې د رڼایي یوه څړیکه راڅرګنده شوې ده اوس په موږ پورې اړه لري چې له دې رڼا څومره ګټه اخیستلی شو.

زموږ ستونزې بیخي ډیرې دي په لږ وخت کې د ټولو له منځه وړل به ستونزمن کار وي خو ډاکټر محمد اشرف غني داسې د ټینګې ارادي خاوند پوه او باتدبیره رهبر دي چې زموږ د ډیرو ستونزو د هواري هیله ترې کیدای شي.

اول دا سوله ناممکن کار نه دی. په دې تیرو کلونو کې هم موږ ډیر ځله سولې او تفاهم ته ورنږدې شوي یو خو دا چې په دولت کې پوره صداقت نه و او بل په دولت کې حاکمې ډلې نه غوښتل بیرته موږ د جنګ لمبو ته ور ټیله شوي یو، غني کولی شي موږ سولې ته ورسوي ځکه هغه هم پوهه لري، هم تدبیر او اراده لري، هم پوره صداقت لري او هم له هرچا سره په خبره پوهیږي.

همداسې د هیواد د پرمختګ په لاره کې نور ډیر کارونه دي چې د ډاکټر غني په وجود کې تر سره کیدای شي. که خدای مه کړه مقابله ډله یې د درغلیو په پایله کې واک ته رسیدلې وای اوس به دا اوسنی حالت چې ځینې ترې ناراضه دي، هم نه و او نو که لنډ ووایو زموږ د وطن د شړیدلو ویره به په قوي احتمال موجوده وه.

محمد اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ زړونو لا کلونه مخکې غوښت. زړه سواند، په وطن مین، پاک نفسه، متواضع، عالم فاضل، زړه ور، باتدبیره، د کلکې ارادې خاوند او پوه رهبر دی، په کار ده چې د هغه ملاتړ وکړو د هغه د طرحو او پلانونو په پلي کیدو کې ورسره هر افغان مرسته وکړي، څرګنده ده چې ستونزې ډیرې دي، چې یو شمیر له مخکیني رژیم څخه په میراث پاتې دي یو شمیر یې اوسنیو مصلحتونو زیږولې دي، ځینې د نورو له لاس وهنې څخه راپیدا شوې دي او تر ټولو ډیرې یې د بدمرغه جګړې له لاسه دي.

خو که افغان ولسمشر محمد اشرف غني همداسې ټینګه اراده ولري او هر افغان ورسره په پوره حوصله همکاري وکړي، باور دی چې ډیر ژر به دغه ستونزې له منځه ولاړې شي.

67 total views, 2 views today

4 comments

  1. مدیر Reply

    واضح خبرہ دہ خو وای اللہ مونژ پشتانہ
    Norway

  2. خالده خالد Reply

    ویښ افغان صاحبه! ډاکتر صاحب اشراف غني خپله هغه ریږدیدونکئ پُل چې ده ته ورنژدې کونکئ دئ په خپل لاس خپله ورانوي۰ډاکټر صاحب خپله له ځانه انګک، بنګک، کلوله سنګک راټول کړي۰ تاسوهم دې قاتلینو اومفـســدیـنـوته اشاره کړې ۰خودئ خپله داسې ټینګ دلستوني په مارانو او مافیاوو ولارده او په مډالونوئې لا نور باټوي چې نورم پښتانه په بیلابیلو دسیسو ووژني۰

  3. عبدالله Reply

    زه دډاکتر صاحب څخه په ډیر درناوی خواست کووم چه په ځینو فیصلو اوتصمیمونو کی د ډیر دقت څخه کار واخلی

    مثلا دمزاری په تلین کی تاسی فرمان صادر کړیدی چه وروسته له دی عبدالعلی مزاری دافغانستان دملی وحدت د سمبول په لقب مسما اودرج شو

    مزاری دژوندیوافغانانو په سرونومیخونه ټک وهلی دی، دښځو څخه یی سینی غوڅی کړی دی اونوری ډیری فجاعی یی هم کړیدی

  4. فاروق فاروقى Reply

    ولسمشر غنى هرکار په پوره ژورفکرسره کوى ،
    ،لرى نده چى داوطن نورجوړ اوله دى بدبختيو ده تل لپاره
    راووزو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *