Categories

اعلان

Loading…

ایډیالېزم او ماتریالېزم/ لیکوال: جورج پلیتسر

ژباړن: حبیب میرخېل

هغو لومړنيو انسانانو ، چې په بشپړه توګه جاهل وو، له نړۍ او خپل ذات یې هېڅ ډول پوهاوی نه درلود، د هر هغه څه پړه یې په مافوق الطبیعت ځواک ور اچوله، چې د دوی د حیرت او وېرې لامل به کېدل او څرنګه چې په خیالي نړۍ کې یې خپل خپلوان او آشنایان لیدل، تخیلات به یې تحریک شول او په پای کې به دې نتیجې ته ورسېدل، چې هر کس دوه ګونی وجود لري؛ څرنګه چې د «دوه ګوني توب» دغه تصور د هغوی فکرونه مغشوش کړي وو، دې پایلې ته رسېدل چې فکرونه او محسوسات یې خپله د دوی د جسم په وسیله نه دي ایجاد شوي، بلکې د «یوې داسې ځانګړې روح په وسیله منځ ته راغلي، چې د دوی په جسم کې یې کور دی او د مړینې پرمهال ترې کډه کوي»(فردریک انګلز: لودویک فویرباخ او د جرمني د کلاسیکې فلفسې پای).

له هماغه ځایه د روح د تلپاتې والی تصور یا د روان تلپاتې توب تصور او له مادې هاخوا د روح ژوندي پاتې کېدو امکان منخ ته راغی. ډېرو پېړیو ته اړتیا وه، چې بشر وکولای شي مسئله د اوسني ترتیب له مخې روښانه کړي او په اصل کې یوازې د یوناني فلسفې له پیدایښت وروسته( په ځانګړې توګه له اپلاتون وروسته، چې له نن څخه یې کابو ۲۵۰۰ کاله وړاندې ژوند درلود) په روښانه توګه ماده او فک

حبیب میرخېل

حبیب میرخېل

ر یو  د بل پر وړاندې ودرېدل.

بېله شکه، بشر د اوږدې مودې له پاره فکر کاوه، چې انسان له مرګ وروسته د «روح» په بڼه خپل ژوند ته ادامه ورکوي خو داسې یې ګڼله چې دغه روح یو ډول شفاف او سپک اجسام دي، نه ساده او بسیط. همدارنګه په داسې خدایانو یې عقیده لرله، چې له انسانه غښتلي او ځواکمن موجودات وو، مګر دغه خدایان یې هم د انسانانو او حیواناتو یانې مادي اجسامو په بڼه انځورول. ډېر وروسته د خدایانو شتون( او ورپسې یو خدای، چې د ګڼو خدایانو ځای یې ونیو) د بسیط او خالص نفس په توګه تصور شول.

په پای کې داسې فکر ته روسېدل، چې په حقیقت کې یو شمېر ارواح شته، چې خپل ځانګړی ژوند او له جسم څخه په بشپړه توګه خپلواک ژوند لري او د ژوند د دوام له پاره جسم ته اړتیا نه لري. وروسته بیا دغه مسئله په مذهب کې له شته څیزونو څخه په ډېره روښانه او ډاګیزه توګه مطرح شوه:

«آیا نړۍ خدای پیدا کړې، که له ازله یې شتون درلود»؟  فلاسفه دغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په تناسب دوه سترې ډول شول. (انګلز لودویک…)

هغوی چې د غیر علمي تشریح او توضیح پلویان وو او د نړۍ مخلوق توب یې مانه، یانې دا یې تاییدوله چې روح ماده پیدا کړې، د ایډیالېزم اردو یې تشکیل کړه.  مګر هغه بله ډله، چې غوښتل یې نړۍ په علمي توګه تشریح کړي او داسې یې ګڼله، چې ماده اصلي عنصر دی، د ماټریالېزم مختلف مکتبونه یې تشکیل کړل. په پیل کې د ایډیالېزم او ماټریالېزم اصطلاحاتو له دې پرته بله مانا نه لرله.

نو، ایډیالېزم او ماټریالېزم د فلسفې د بنسټيزې مسئلې په اړه دوه متقابل او متضاد ځوابونه دي. ایډیالېزم د نړۍ د مانا غیر علمي استنباط او ماټریالېزم یې علمي استنباط دی.

وروسته به د دې بیان دلایل ذکر کړو، خو دا مهال عجالتا ً وایو، چې په خپلو تجربو کې وینو چې اجسامو ته له فکر او روح پرته د ډبرو، فلزاتو او خاورو په څېر کتل شوي، خو چا نه دي کتلي، چې روح او فکر له جسم پرته شتون درلود.

د دې له پاره، چې روانه برخه له ابهام پرته روښانه پایلې ته روسیږي، باید ووایو  چې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې «انسان څه ډول فکر کوي؟» یوازې دوه بشپړ متفاوت او متضاد ځوابونه وکولای شو.

لومړی ځواب: انسان فکر کوي، ځکه چې روح لري.

دویم ځواب: انسان فکر کوي، ځکه چې مغز لري.

له دې مخې، چې لومړی یا دویم ځواب ورکړو، په هغو نورو مسایلو کې چې له دې مسئلې څخه راپورته کیږي، بېلابېلو حل لارو ته رسیږو. نو آره مسئله دا ده، چې پوه شو آیا فکر مغز پیدا کړی که مغز فکر؟ د خپل ځواب له مخې به یا ایډیالېست اوسو یا هم ماټریالېست. 

اخلاقي ایډیالېزم او فلسفي ایډیالېزم

حقیقتا ً باید د اخلاقي او فلسفي ایډیالېزم ترمنځ توپير وشي او دغه دوه مفاهیم یو د بل په ځای ونه کارول شي.

اخلاقي ایډیالېزم یانې د یوې عقیدې او آرمان په لاره کې سرښندنه. د تاریخي روایت له مخې پوهیږو، چې د کارګر غورځنګ د نړیوال بهیر په لړ کې خورا زیاتو انقلابیانو او مارکسېستانو د سرښندنې تر کچې د خپل آرمان په لاره کې وړاندې لاړل او ورسره څنګ کې یې له فلسفي ایډیالېزم سره مبارزه او مخالفت کاوه.

فلسفي ایډیالېزم هغه نظریه ده، چې د روح په وسیله د مادې توضیح یې بنسټ جوړوي. یا، فلسفي ایډیالېزم هغه استدلال دی، چې د فلسفې د بنسټیزې پوښتنې پر وړاندې دا ډول ځواب وايي: «روح تر ټولو اصلي، مهم او مقدم عنصر دی». همدارنګه دغه ایډیالېزم د فکر د لومړیتوب او اهمیت د تایید ترڅنګ مني، چې فکر د هستۍ خالق دی؛ یا په بل عبارت: «دا روح ده چې ماده منځ ته راوړي، نه ماده روح».

دا د ایډیالېزم لومړنۍ بڼه ده، چې په پرمختللیو، پراخ پلوو او منل شویو ادیانو کې منل شوې، چې مطلقه روح او الهي ذات، د مادې خالق یا پیدا کوونکی دی. په دې ترتیب، هغه مذاهب چې له فلسفي بحثونو یې د ډډې دعوه کوله او لایې هم کوي، د ایډیالېستي فلسفې له ښکاره او منطقي مظاهرو څخه دي.

مګر د تاریخ په اوږدو کې علم مداخله وکړه، له علمي لارې او له ایډیالېستي فرض پرته د مادې، نړۍ او څیزونو توضیح، لازمه وګڼل شوه؛ ځکه له شپاړلسمې پېړۍ را په دیخوا، علم پرته له دې، چې د خلقت او  مبدأ په اړه متداول لیدلوري په پام کې ولري، د طبیعي جلو او پدیدو څېړنه یې پیل کړه.

د دې له پاره، چې له دغو علمي، مادي او دین خلاف توضیحاتو سره سمه مبارزه وشي، په کار ده د ایډیالېزم لمنې ته دومره پراخوالی ورکړل شي، چې حتا خپله د مادې له وجود څخه هم انکار وشي. دغه کار د ایډیالېزم د پلار انګلیسي اسقف بېرکلي() له لوري د اته لسمې پېړۍ په لومړیو کې پیل شو.

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *