Categories

اعلان

Loading…

دوې لنډې کیسې/ طمعه / شيطان او لمونځ کوونکی

ژباړن: ذبیح الله رحیمزی

شيطان اولمونځ کوونکی

سړی سهار ژر له خوبه پاڅېد ، چې لمونځ جومات ته ورسوي.

پاکې جامې یې واغوستې او مسجد ته روان شو.

مسجد ته په لاره ، سړی په ځمکه ولوید او جامې یې خیرنې شوې ، پاڅېد ځان یې وڅنډ او بیرته کور ته لاړ.

سړي جامې بدلې کړې او بیا مسجد ته روان شو، د مسجد په هماغه ځای کې بیا په ځمکه ولوید !

هغه بیا پورته شو، ځان یې پاک کړ او کور ته ستون شو.

بیا یې جامې بدلې کړې او د مسجد په لورې روان شو.

په لاره کې یې له یو سړي سره، چې څراغ یې په لاس کې و ټکر شو، او د نوم پوښته یې ځینې وکړه.

سړي ځواب ورکړ، ما ولیدل، چې ته مسجد ته په لاره کې دوه ځل ولوېدې په همدې خاطر مې څراغ راووړ ، چې تاسو ته لاره روښانه کړم.

لومړي سړي ترې ډېره مننه کوي او دواړه د مسجد په لور روانېږي ، کله چې مسجد ته رسېږي، لومړی سړی ، څراغ لرونکي سړي ته وړاندیز کوي ، څو مسجد ته ننوزي او هغه هم لمونځ ادا کړي.

دوهم سړی مسجد ته د ننوتلو انکار کوي.

لومړني سړي خپل وړاندیز ورته بیا وړاندې کوي، خو بیا هم هماغه ځواب اوري.

اولنی سړی پوښته کوي، چې ولې هغه نه غواړي مسجد ته ننوزي او لمونځ وکړي 

دوهم سړي ځواب ورکوي

  زه شیطان یم.

لومړی سړی ټکان خورې اوشیطان خپلې خبرې غځوې

 تاسې مې مسجد ته په لاره ولیدی او دا زه وم، چې تاسې مې څو ځل په ځمکه وغورځولی .

کله ، چې تاسې کور ته لاړی، ځان مو پاک کړ او په هماغه لار مسجد ته بیرته راغلئ، خدای ستاسې ټول ګناهونه وبخښل، ما د دوهم ځل لپاره ستاسې د غورځولو کوښښ وکړ، خو بیا هم تاسې یې کور کې پاتې کېدو ته پرینښودئ او بیا هم مسجد ته روان شوئ؛ نو خدای په همدې سبب ستاسې د ټولې کورنۍ ګناهونه وبخښل.

زه و وېرېدم، که یو ځل زه بیا هڅه وکړم، چې تا وغورځوم؛ نو هغه وخت به خدای ستاسې د کلي ټول کسان وبخښې .

نو د همدې په خاطر ما غوره وبلله، چې تاسې د الله کور ته په سمه توګه ورسوم.

طمعه

یوه ورځ یو پرهیزګاره سړي له خدای سره خبري کولې ! خدایه ! هیله لرم پوه شم چې جنت او دوزخ څه ډول شکل لري !؟

  خدای ورته په دوو دروازو د ننوتلو وویل ، یوه ترې خلاصه کړه، سړي دننه وکتل، د خونې په یوه برخه کې یوه غټ ګرد میز شتون درلود، چې په هغه یوه لوحې وه، چې دومره ښه بوی یې لره، چې له خولې یې ورته اوبه توې شوې، دهغه میز شاوخوا چې کوم کسان ناست  وو.

  ډېر ډنګر، ناروغ اولوږې وهلي ښکارېدل، هغوی په لاسو کې د لوړ  لاستې لرونکي قاشوغې درلودې، چې دا قاشوغې د هغوی په مټو تړل شوې وې او هر یو کولی شول، چې په اسانۍ سره له لوښې قاشوغه ډکه کړي، مګر له هغه ځای چې یې لاستې پورته و، نه یې شو کولی چې لاسونه تاوو کړي او قاشوغه خپلې خولې ته ور وړي.

دغه پرهیز کاره سړی، د دې عذاب او حالت په لیدو خپه شو. خدای وویل، تاسې دوزخ لیدلی، اوس د جنت وخت دی!

هغوی د هغې بلې خونې په لور لاړل او خدای (ج) د هغه دروازه خلاصه کړه، هلته هم د مخکینۍ خونې په څېر حال و، یو ګرد میز په سر یو لو ښی، هماغه  د اوږده  لاستي  لرونکې قاشوغې سره اېښی وو،  د هماغې خونې په څیر ترې شاوخوا خلک ناست وو؛ خو ناست خلک قوي او چاغ وو، خبرې یې کولې اوخندېدل، پرهېزګار سړي وویل، خدایه نه پوهیږم! ؟     خدای ځواب ورکړ:

 اسانه ده. صرف یو مهارت ته اړتیا ده، ګورې!؟ دوی یاد کړې، چې یو بل ته غذا ورکړې خو د هغه بلې خونې سړیانو د کار طمعه صرف له ځانه کوله.

 

یادونه: دغه کیسې  د ژباړن (د مینې محکمه) نومي اثر کې چاپ شوې هم دي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *