Categories

اعلان

Loading…

جنرال کېمبل دا کال د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو سخت بولي

تاند- په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو هغه قوماندان، چې د ماموریت دوره یې پوره شوې، وايي چې ښايي سږنی کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو سخت کال وي.

له واشنګټن څخه د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال جان لیف کېمبل د جمعې په ورځ وویل، افغانانو ته پکار ده چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. دوی باید د جنګ په جبهه کې لا تهاجمي عمل وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کتونکي باور لري چې افغان امنیتي ځواکونه له اصلي سخت کال، چې ۲۰۱۵ و، تېر شوي دي او سږ کال د تېر کال په پرتله له زیاتې تجربې او په نسبي ډول ډېرو امکاناتو برخمن دي.

افغان امنیتي ځواکونو تېر کال، چې د بهرنیو ځواکونو له ملاتړه پرته جګړه په غاړه لرله، سختې مرګ ژوبلې ولیدلې.

کېمبل روانه میاشت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومانده جنرال نیکلسن ته وسپارله.

ټاکل شوې ده چې نوموړی د مې په لومړۍ نېټه د امریکا له پوځه تقاعد شي.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *