Categories

اعلان

Loading…

د غره غوندې انسان هم مرګ ته ورغاړېوت

امیرجان وحید احمدزی
ماښام ناوخته چې له دفتره راووتلم میده باران ورېده. د لارې بندښت او د موټرو ګڼه کمه وه. د بګرامیو پله ته په رسېدو مې ټلیفون ته زنګ راغی، ویل حاجي ماما عمر وباښه. دا مې واورېد نور نو یا موبایل بند شو او یا مې بند کړ. تر کوره مې د ماما روښانه څېره سترګو سترګو ته کېده.
حاجي ماما (حاجي ګلروز) مې د ادکۍ مور منځوی ورور وو. هغه  په ۸۲ کلن عمر کې ډېرې لیلو نهرې تېرې کړې، ستړې او لوږې یې وګاللې. ماما مې یو ځل دمخه هم مرګ په سترګو لیدلی وو، ځکه د جنګ له کلونو دمخه یې چې د کارېز دنه کېندله، نو پاڼ پرې ور شړېدلی او لاندې کړی وو. بیا نو په کلي هاها ګډه شوې وه، کلیوال ورټول شوي وو. څو ساعته وروسته یې له تیږو او خاورو څخه راېستلی وو، خو چې اجل یې نه وو پوره، نو خدای وژغوره.
ژوند یې په غربت، خو عزت تېر کړ. د لاس مزدوري، د مرغانو ښکار، د وړیو سوداګري او نور مختلف کارونه یې کړي وو. ژوند یې په عبادت (د حلال رزق) په ګټلو تېر کړ. زړخوږی او خواخوږی انسان وو. تل یې له بې وزلو او ناچارو سره مرسته او حسنه قرضونه کول. د کنډو او پنځو سړی وو، زغم او نرم چلند یې د ښه شخصیت غوره ځانګړنې وې.
حاجي ماما په کلي کې د ښوونځي د نشتوالي او کوچیتوب د سرګردانه ژوند له امله له زده کړې بې برخې پاتې شو، خو د ګرځنده ژوند، کاروبار، له خلکو او خېلونو سره د راشه درشې له امله یې ټولنیزې اړیکې غښتلې او ټولنیزه پوهه دومره پیاوړې شوه، چې ډېرو لوستو په ښوونځیو او پوهنځیو کې دغه ارزښتناکه زېرمه او پوهه ونه موندله. حاجي ماما د همدغې پوهې  له برکته په خپل خېل، سیمه او خلکو کې ځانګړی منښت او درنښت وموند.
د جهاد په کلونو کې یې ډېرې سختې وګاللې، خپله یې هم په وسله وال جهاد کې ونډه واخیسته او یو ځوان زوی یې هم له روسانو سره د وسله وال جهاد پرمهال په سروبۍ ولسوالۍ کې شهید شو. د ځوان او زلمي زوی مرګ د سړي ملا ماتوي، خو د حاجي ماما ملا یې ځکه ماته نه کړه، چې هغه د غره غوندې انسان وو، د ستونزو پر وړاندې یې مقاومت درلود. هغه په دې د زلمي زوی مرګ او غم غلطاوه او خپل ځان او زړه ډاډه کاوه، چې زوی یې د سپېڅلي جهاد او افغان ولس د دفاع په برحقه مبارزه کې شهید شوی دی. په همدې یې ځان، کورنۍ، خپلوان او ټول خواخوږي ډاډه کول.
حاجي ماما د عمر د زیاتوالي، په ځوانۍ کې دسختو او ستړیاو د ګاللو له امله کافي زهیر وو، خو لا هم له مړي او ژوندي، لمانځه او اوداسه نه وو لوېدلی، له تېرې یوې اونۍ راهیسې سختې ناروغۍ له خبرو وغورځاوه او دومره یې زهیر کړ، چې مټکې سترګې به یې رپولې.
د ستونزو، ستړیاو او سختیو پر وړاندې مقاوم او د غره غوندې ولاړ دغه انسان بالاخره همدا نن ماښآم مرګ ته ورغاړېوت، اروا یې ښاده او هډونه یې په جنت.
له حاجي ماما څخه کافي خېلخانه (زامن، لمسیان او کړوسیان)په مېنه پاتې شول، چې هم لوستي دي او هم ګټیالي، خو په یوه به دې هم نه د حاجي ماما مینه ماته شي او نه به یې ځای ونیسي، ځکه نه د هغه په څېر اجتماعي دي، نه هغسې سخیان، د زغم او استقامت خاوندان. د حاجي ماما ځای به تر پایه خالي وي.
یاد یې تاند اوسه.

7 total views, 1 views today

2 comments

  1. h.layaqat Reply

    ګرانه لیکونکیه

    دخپل لطف او مهربانی له مخی ددی مرحوم ماما ژوند تشریح کړه چی د کوم ځای وه دده د تحصیل دده دکړو وړو په ارتباط یی که پوره معلومات ولیکی ښه به وی

  2. لالا ، بټنوال Reply

    ستاسې ماما د يوپاک افغان سمبول وو چې ژوند ېې په ايماندارۍ تیر کړئ وو، پاک پروردګار دې وبخښي ، جنتونه دې نصيب اویاد دې تلپاتې وی ، تاسې او کورنۍ ته ېې د زړه صبر غواړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *