Categories

اعلان

Loading…

د ګریشک ولسوالي پر ادارو ډله ییزې انتحاري حملې شوي

تاند- لږترلږه څلورو وسله والو انتحاریانو نن سهار وختي/چهارشنبه/ د هلمند د ګریشک ولسوالۍ پر دولتي ادارو ډله ییز برید کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د ګریشک پر امنیه قومانداني او د ملي امنیت د ریاست پر دفتر برید شوی دی.

د ځواک په وینا څلور حمله کوونکي امنیه قوماندانۍ ته ننوتل، دوه پولیس یې ووژل او لږترلږه ۴ نور یې ژوبل کړل.

د هلمند د والي د ویندوی په وینا درې حمله کوونکي وژل شوي خو یو لا هم مقاومت کوي.

خو حمله کوونکي د ملي امنیت ریاست ته په ننوتو کې پاتې راغلي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې طالبان د ولسوال دفتر ته نژدې یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د ولسوالۍ پر دفتر د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

34 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *