Categories

اعلان

Loading…

سیاف که د افغانستان جګړه کنټرول نه شوه، نړۍ ته به خپره شي

تاند- پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، که د افغانستان جګړه ژر کنټرول نه شوه، درستې نړۍ ته به خپره شي.

سیاف، چې نن /سې شنبه/ د خپل پخواني موتلف محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت غونډې ته خبرې کولې، وویل، که افغانستان د ترهګرۍ پر ځالې بدل شو، هیڅوک به د تروریزم مخه ونه نیولی شي.

«هیڅوک به نه په ختیځ او نه لوېدیځ کې د ارام خوب وکړي.»

سیاف زیاته کړه، که طالبان او نور د اسلام یا افغانستان لپاره جنګېږي، باید پوی شي چې دا کار (جګړه) نه د اسلام او نه د هیواد په ګټه دی.

ده له جنګېدونکو ډلو وغوښتل چې هیواد ته راشي او د عادي افغانانو په شان په خپل هیواد کې واوسي.

ښاغلي سیاف په عین حال کې وویل چې د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ درېږي:«که زموږ ملي عزت په خطر کې وي، بې له دې چې له چا اجازه وغواړو دفاع ته به ووځو.»

ده پر پاکستان هم ږغ وکړ چې ریښتنی واوسي او که وايي چې د افغانانو ښه ګاونډی دی د افغانانو پر ټپونو دې پټۍ کښېږدي.

44 total views, 3 views today

5 comments

  1. منیب احمد Reply

    پاپ سیافه! ستا څه خیال دی چې اوس به هم پدې خبرو نړۍ دځان په خوا راماته کړې؟
    اوس خو نړۍ ته جګړه خپره شویده په امریکا فرانس او نورو هیوادونو بریدونه کیږي. سیاف لالا دجهاد اصل هدف اعلاء کلمةالله وي آیا ستاسو دجهاد هدف هم اعلاءکلمةالله وه که دیموکراسي؟
    سیاف لالا! څه فکر کوې ؟ چې طالبان به سره له دومره قوته دعادي وګړو په څیر ژوند وکړي او تاسې ته به تسلیم شي؟ این خیال است و محال است وجنون
    اوس تاسې ته یوه لاره پاتې ده طالبانو ته تسلیميدل

  2. noor Reply

    shaytan de insaan po jama ke ? sayaaf

  3. احمد فرید قیومی Reply

    دا د قدرت لیوني ، په پیسو نه مړیږي
    ارګ خو یې ډیر خوښیږي ، ارګ خو یې ډیر خوښیږي

  4. sayedrahman.ziarmal Reply

    هیڅوک دحل لاره را ایستله نشی تر څو دغه فاسد غداران په دولت او حکومت کی ورک نه وی افغانستان خود مختاره نه وی نن او سبا حالاتوګوری څان څانی ده قوم پرستی ده خپلوالی ده دریس جمهور نه تر وزیره او معین پوری ټول خپل خپلوان په څانو را ټول کړیدی ایا موږ ړنده یو هیڅ نه وینو ایا موږ کا ڼه یو هیڅ نه اورو دغه ټول دطالبانو په ګټه اعمال دی نو وطنی جنګونه به خامخا شروع کیږی او دغه لړی به دنیاته وغزیږی واضیح حقیقت ده چه تاثیرات به یی ډیر وی بهتره ده څانونه اصلاح کړو کنه خطر ناک عواقب به ولرو.

  5. نجیب الله علیزی Reply

    نن دهلمند په ګرشک کښي بیا دیتیم ساندي او کوکاري اورم، نن بیا تږي بلا ځان د معصوم انسان په وینو خپل روژه ماتوي، نن بیا وحشیان د وحشت په وسلو سمبال د دهشت لاره په شدت نیولي. نن بیا د محراب د سپیځلي دندي څځه منحرف سوي تښتیدلي، ځناور سوي، نن بیا دغلام غلامی دغلامۍ هار په غاړه کړي.

Leave a Reply to noor Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *