Categories

اعلان

Loading…

یوه پیغله په خپل هنر د ښځو او نجونو ژوند ژغوري

خبریال: میرویس جلالزی – دا مو تل د رسنیو له لاري اوریدلي چې د ښځو او نجونو د حالت د ښه کولو او له ناوړه دودونو د هغوی د ژغورلو لپاره تبلیغاتي کمپاینونه او یا هم روزنیزې کورسونه جوړ شوي دي، لیکن دا ځل یوې پیغلې داسي هلې ځلې پیل کړي چې له مخې یې غواړي په نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندي د زور زیاتي مخنیوی د خپل هنر له لارې وکړي.

2دغه جادوګره انځورګره ډاکټره شمایله علي نومیږي.

دې لندن میشتې انځورګرې د منځني ختیځ، آسیا او اروپا په کچه د ښځو او نجونو پر وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د انځورګرۍ کمپاینونه او نندارتونونه جوړ کړي او دا ځل پلان لري چې د ماشومانو د شاقه کارونو او قاچاق پر ضد د انځورګرۍ یو بې ساری نړیوال نندارتون ترتیب کړي.

2ډاکترې شمایلې علي له تاند سره په خبرو کې وویل چې د دې د کارونو تر ټولو ستر هدف دا دی چې ښځې له بدبختیو څخه وژغوري او پر هغو ټولنو او حکومتونو ولسي فشارونه زیات کړي چې پکې ښځې او نجوني له ډول ډول تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي.

له دې ډلې یو هم افغانستان دی.

افغانستان هغه هیواد دی چې پکې له ښځو سره تاوتریخوالی په لوړ حد کې دی او ډیری ښځې نه شي کولای له نارینه پرته له کوره دباندي ووځي او لا هم پیغلي نجونې په بدو کې ورکول کیږي.

2د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې په تیر ۲۰۱۵ کال د یوه بل متواتر کال لپاره د افغان ښځو او نجونو لپاره ډیر ناوړه او ویرونکی و.

میرمن شمایلې د ښځو د نړیوالي ورځي (د مارچ اتمې) په درشل کې په نړۍ کې د پیغلو نجونو او ښځو حالت د اندیښني وړ وباله او ویې ویل، په دې برخه کې د ډیرو هیوادونو د عدلي او قضایي اورګانونو کمزوري اقدامات د دې سبب شوي چې دا ډول پیښې زیاتې شي.

هغه وايي، د دریمې نړۍ په هیوادونو کې تیري کوونکي هیڅکله نه محاکمه کیږي اوعدلي او قضایي اورګانونه هم نه توانیږي چې مجرم محکمې ته راکاږي. همداسبب دی چې دا پیښې زیاتیږي.”

360 total views, 1 views today

1 comment

  1. geiff Reply

    i have been following Dr for many years. She is an inspiration and amazing. I want to be like her.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2