Categories

اعلان

Loading…

د نوي زېږدلي ماشوم لپاره د نوم اېښودلو لس ټکي

 ژباړه: حمیدالله حمیدي –

پر مور او پلار باندې د اولادونو له حقونو څخه یو هم په نوي زېږدلي ماشو د اسلامي نوم اېښودل دي، چې مېندې او پلرونه باید دغه ټکي ته پوره پام وکړي.

۱- کله، چې غواړئ پر نوي زېږدلي ماشوم نوم کېږدئ، هڅه وکړئ، چې نوم یې اسلامي وي ځکه نوم پر انسان په مستقیم ډول اغېز لري. داسې نوم وټاکئ، چې په ویلو سره یې تاسو او مخاطب کس مثبته روحیه واخلئ.  نوم اخیستل تر ټولو لومړی تاثیر پر مخاطب کوي. تاسو باید په دې اړه فکر وکړئ، چې ستاسو ماشوم دغه نوم نه یوازې اوس او د ځوانۍ په مرحله کې کاروي بلکې د مرګ تر ورځې پورې به خپل نوم ور سره ملګري وي، مثبت او منفي تاثیرات به یې پر مخاطب له ورایه لیدل کېږي.

۲- د نوم ریتم او آهنګ باید ستاسو له کورني نوم سره سر وخوري، وګورئ هغه نوم چې تاسو د خپل نوي زېږدلي ماشوم لپاره ټاکلی ستاسو له کورني نوم سره څومره ورته والی لري. د ماشوم نوم مو څو ځله تکرار کړئ، فکر وکړئ چې څه ډول رحیه درکوي.

 ۳- هڅه وکړئ، چې د نوم لومړی درې حرفونه ښکلی او زړه وړونکي وي.

۴- د نوم تلفظ په دقت سره چک کړئ، که د ماشوم نوم مو په سم ډول نه تلفظ کېږ، نو د عمر تر اخره به مو ماشوم له یو ډول وسواس او تردد سره مخ وي.

۵- وګورئ او فکر وکړئ، چې په کورنۍ او خپلوانو کې درته د چا نوم په نظر ښکلی درغلو هماغه نوم مو د خپل ماشوم لپاره هم وټاکئ.

۶- د دې لپاره چې یو ښکلی نوم مو خلق کړی وي د څونومونو له ترکیب څخه ګټه واخلئ. داسې هم کولای شئ، چې د دوه نومونو له یو ځای والي څخه یو ښکلی او په زړه پورې نوم جوړ کړئ.

۷- مستعار نومونه او هغه په خپل لاس جوړ شوي نومونه، چې مانا یې ښکلې وي وټاکئ. کېدای شي داسې یو نوم مو د خپل ماشوم لپاره غوره کړئ، چې له هغه څخه ګڼ شمېر نور مستعار نومونه جوړ شي، دغه څه د دې باعث ګرځي، چې ماشوم په لوی سن کې پر خپل نامه تر ټولو ښه کنټرول ولري او خوند ترې واخلي.

۸- نوم تمرین کړئ، وګورئ، چې څه ډول حس درکوي، یو نېږدې ملګری مو څو ځله په دې نوم یاد کړئ او غږ پرې وکړئ.

په راتلونکې کې به تاسو مجبور وئ، چې په څو ډوله مو د خپل ماشوم نوم یاد کړئ، په زمزمه، او یا هم دا چې ماشوم مو په خوب ویده وي او یا هم په غږ کولو سره، چې ماشوم ته مو غږ کوئ تر څو د ستر خوان سر ته راشي.

۹- له دوه نومونه څخه ترکیب شوی نوم هم په زړه پورې راځي، ځکه تاسو کولای شئ، چې په لومړي سر کې د احترام په خاطر د خپل یوه مشر نوم او  ور پسې خپل د خوښې نوم ور زیات کړئ.

۱۰- له ډیر اوږده  نوم څخه ډډه وکړئ. ډیره کله اصلي او کورنۍ نوم دواړه په یوه حرف سره شروع کېږي، چې ډیر سره نه لګېږي، که مو اصلي نوم په غږ لرونکي حرف سره شروع کېږي کوچنی نوم باید بیا دغه ډول نه وي.  نو له همدې کبله د وړکي نوم ورستی حرف باید د کورني نوم د لومړي حرف سره باید ورته والی ونه لري.

وروستی ټکی: که مو داسې یو نوم انتخاب کړ، چې پورتنۍ قایده ور باندې د تطبیق وړ نه وي ، خو بیا هم ستاسو خوښ وي او غواړئ، چې هماغه نوم پر خپل ماشوم کېږدئ، هېڅ خبره نه ده، تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې هغه نوم اسلامي اوستاسو د خوښې وړ نوم وي.

38 total views, 5 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *