Categories

اعلان

Loading…

ستر رازونه/ ليکواله: شاهينه قيصر

ژباړن: نظرمحمد افغان

دا نړۍ ډېره عجيبه ده.ډېرې داسې لۀ رازه ډکې پېښې شته،چې د انسان پۀ خوب او خيال کې به هم نۀ راځي.دلته داسې پېښې پېښېږي،چې ځېنې مهال يې بيانول هم ټوکې ښکاري.

ځېنې داسې څېرې شته،چې هم د خپل ژوند پۀ اوږدو کې د اسراورو يوه خزانه وي او هم تر مرگ وروسته خپل شاوخوا د رازونو تيارې خوروي.د تاريخ لۀ دريڅو،هم داسې يو څو راوزونه:

چنگېز خان د بشري تاريخ يوه هم داسې څېره وه.هغه توپان چې لۀ لويديځ چين نه،پۀ ډېرې چټکتيا راپورته شو او نيمه نړۍ يې وخوځوله.دا سړى دا ١٢٢٧ز کال د اگست پۀ ١٨مه مړ شو.لکه څنگۀ چې شخصيت يې تر نورو بېل و،همدا شان يې د خپل ښخولو امر هم پۀ يو بېل انداز کې کړى و.ويلي يې وو: ((زما قبر بايد هېڅ چاته معلوم نۀ شي.زۀ نۀ غواړم،چې سبا د دوو پيسو دښمن،زما قبر پايمال کړي.)) هم داسې وشول.تر ننه د چنگېز د قبر درک ونۀ لگېدۀ.

پۀ دې لړ کې ځېنې روايتونه شته.د يو روايت لۀ مخې دچنگېز تر ښخولو وروسته، د دۀ د قبر څلورو خواوو ته داسې غټې،غټې ډبرې کېښوول شوې، چې يو وړوکى غر ترې جوړ شو.د وخت پۀ تېرېدو،پر دې غرگي ونې او بوټي شنه شول.پۀ دې ترتيب دا قبر د تل لپاره لۀ سترگو پنا شو.
بل روايت داسې دى،چې تيږې نۀ وې ايښودل شوې،بلکې ونې او بوټي کېنول شوي وو،چې د وخت پۀ تېرېدو يې د ځنگل بڼه غوره کړه او دا قبر پۀ هم دې ځنگلونو کې ورک شو.

هڅې روانې دي.کارپوهان د دې قبر د لټې کوښښونه کوي،مگر تر اوسه نۀ دې بريالي شوي.ددې کوښښونو د ناکامۍ يوه لامل دا هم کېداى شي،چې مغلو لۀ پېړيو راهيسې دا خبره عامه کړې،چې که هر چا د چنگېز قبر وموند،پر هغه به تباهي او بربادي رانازله شي.

د تاريخ پۀ لويو رازونو کې د ايران د پاچا دويم کمبوسيوس د عظيم الشان پوځ کيسه هم شامله ده.دا سړى د لوى کوروش (سايروس) ځاى ناستى و. د حکمرانۍ دوره يې لۀ ٥٢٢م.ز نه تر ٥٣٠م.ز پورې ده. دۀ دا هيله لرله،چې ټوله نړۍ ونيسي. دا ډول لېونتوب د نړۍ نورو پاچاهانو هم کړى دى.د هم دې لېونتوب پۀ موخه يې خپل ټول پوځ د جگړې ډگر ته وويست،چې پرته لۀ برباديه يې بله پايله نۀ شوه کېداى.

دا د وروستي فرعون زمانه وه،چې د حکومت د ښېرازۍ او بډايۍ کيسې يې تر لرې،لرې مشهورې وې.د فرعونيانو پاچاهي پر جادوگرۍ بنا وه او هر څۀ يې چې زړه غوښتل،هغه يې تر لاسه کول.دا کيسې تر ايرانه رسېدلې وې.د ايران پاچا د يرغل پۀ موخه،يو لوى پوځ برابر کړ.لکه څنگۀ،چې تر مصره د سفر ټوله لاره د دښتې وه،نو لۀ هم دې امله يې هر راز چمتووالى نيولى و.پۀ زرگونه اسونه،اوښان او خداى خبر چې پر څومره اوښانو د اوبو ذخيرې بار وې.لۀ دې پرته گاډۍ،خېمې او نوې ډېر څۀ.٥٠٠٠کسيز داسې پوځ و،چې هېڅکله يې ماتې نۀ وه منلې.دا ټول پوځ پۀ دښتې کې ورک شو.

چېرته ورک شو؟څنگه ورک شو؟ تر ننه يې پته ونۀ لگېده.نوي کارپوهان هم پۀ ډېرو کوښښونو ستړي شول،خو نۀ يې څۀ درک ولگېدۀ او نۀکومه نښه. نۀ خو زغرې ښکاري،نۀ تورې،نۀ ليندۍ،نۀ د خوب بسترې او نۀ هم نور څېزونه.اټکل کيږي،چې د نن،سبا پۀ حساب لږتر لږه د ميلياردونو خزانه پۀ دښتې کې چېرته ښخه شوې.خو چېرته…؟پۀ دې هېڅ څوک هم نۀ پوهيږي او ښايي هېڅ چا ته يې هم پته څرگنده نۀ شي.

252 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2