Categories

اعلان

Loading…

د رڼا په رڼا کې/ پیرمحمد کاروان

په پښتو کې مې چې د شاعرانو او ليکوالو هنري اثار لوستي ډير يې دا دوې ځانګړنې لري :

1 : کوم شاعر چې ښکلى غزل ليکلى شي د شعر نور ډولونه يې هم له خونده ډک وي .

2 : د نثر ليکوال چې لنډه کيسه يې کاميابه وي د نثر نور ډولونه يې هم ښکلي راځي.

د يوه ښه انځور ګر هنر او کمال دادى چې خپل خيال، فکر او حالت په مناسبو رنګونو کې ښه و کاروي.

د ليکوال او شاعر وسله ژبه ده. ژبه په لفظونو او کلماتو ودانه ده. د لفظونه شرنګېدل ، په لفظونو کې داحساساتو، جذبو ، فکر او خيال ښکلي ځايول د ښکلې شاعرۍ او ښې ليکوالۍ ضامن دي.

د نصيراحمد احمدي د ليکوالۍ د ماڼۍ دبنياد خښتې لنډې کيسې دي چې ښې او پرځاى لګېدلې دي . اوس چې دى د اوږدو داستانونو يا د ځينو په قول په ناول کې کومې تجربې کوي تر خپلو لنډو کيسو هم بريالى ښکاري. وجه يې داده چې د لنډو کيسو په نرۍ او کږلېچنه لاره کې دومره ډېر نه دى تمبېدلى نو د اوږدو داستانونو په پراخو ميدانونو کې ګرځېدل خو هغه د چا خبره ورته يو وار نسوار هم نه دي. د لنډې کيسې نرۍ او کږلېچنه لاره ديو څو وړو او فرعي پېښو له دمه ځايه تېريږي او د اصلي پېښې تر پړاوه رسي. دلته به يو څو کرکټرونه په لنډ تنګ مکان او زمان کې ګرځوې را ګرځوې .خو د ناول په پراخو ميدانونو کې ډېرې لارې شته چې ليکوال يې په بېلا بېلو لارو تګ راتګ کولى شي. دلته ليکوال د مکان او زمان له قحطۍ سره نه دى مخ.

د دې پرېمانۍ ترڅنګ يې د کرکټرونو په غوراوي کې هم ازادي ډيره ده . بس داسې يې و بوله چې د ژوند د يوې وړې برخې پر ځاى پوره ژوند درسره روان دى . دا نو ستا خپل کمال دى چې د خيال ، فکر، د کرکټرونو په وجود کې د پېښو او هنر د پاره کومې برخې ټاکې او له کومو يې تېريږې . ددې خبرو په رڼا کې مې زړه دى چې له رڼا سره څوګامه واخلم . د رڼا کيسه د کليوالي مينې کيسه ده چې د رواج په سېلۍ کې لړزانده او بيا چوپه شوې ده.

د مينې کيسې زمونږ په فولکلوريکو نکلونو او افسانو کې هم ډېرې راغلې دي. مينه او د مينې کيسې هغه موضوع ده چې زمونږ د ټولنې ذوقونه او طبعې ورسره آشنا دي. نصيرجان بختور دى چې د رڼا په برکت يې ډير لوستونکي پيدا کړي دي.

يوازې رڼا نه بلکه د ليکوال نور داستاني اثار هم ډير مينان لري. تر ټولو لويه وجه يې د ليکوال خوږه او تصويري ژبه ده. تصويري ژبه په شعر او هنري نثر دواړو کې ارزښت لري. د پېړيو په اوږدو کې لوى لوى ناولونه په تصويري ژبه ليکل شوي دي. خو دې تصويري انداز هغه وخت تاوان وکړ چې د پېښو او کرکټرونو مناسب حرکت په کې ټکنى شو. د پخوانيو نړيوالو ناولونو ځينو ليکوالانو د تصويري ژبې انداز دومره زيات کړ چې لوستونکى به يې په لوستلو ستړى شول. د لوستونکي به زړه وو چې د کيسې پېښې ته ورسيږي، د کرکټرونو د حالت بدلون وويني . خو د تېروخت ځينې ليکوالان به په تصويرونو کې نښتي وو. د مثال په ډول دوى به که په يوه کوټه کې د يوه کرکټر خبره کوله نو په کوټه کې به چې شاوخوا څه لوښي کودي اېښي وو زوَر، په زېر به يې تشريح کول. هغلته فلانى لوښى اېښى دى، يوبغله دى، نږدې دى چې راولويږي. که راولوېده ترڅنګ يې د اوبو ډک جام دى هغه به چپه شي. بيا به يې نور لوښي د تصويرونو له غلبېل نه وايستل چې کرکټر ته به وار را رسېده په دې منځ کې به يو څو صفحې

تورې شوې وې . بيا به يې کرکټر له سر نه تر پښو په ډيرو تصويرونو کې تاو را تاو کړ. په دې ډول به شاوخوا هر څه د لوستونکي پر ذهن ور بار شول . چې ورو، ورو ليکوالانو د درنو تصويرونو له درانه بار نه اوږې سپکې کړې او د مناسبو تصويرونو داسې مهين بار يې را واخيست چې هم خواږه لګي او هم بې ځايه وخت نه نيسي. داسې تصويري ژبه د پېښو د مناسب لمس قوت بښي. په لوستونکو خوږه لګي او بوج ورباندې نه وي. په داسې ژبه کې لوستونکى د زړه تنګۍ احساس نه کوي. هغه د پښتو د متل غوندې چې سترګې په بڼو نه درنيږي. که دا خبره هم ورسره غوټه کړم چې په زلفو اوږې نه درنيږي هم دليل کيداى شي. له دې څرګندونو مې مطلب دا دى چې د نصير جان ژبه ددوى په ټولو داستانو په تېره په رڼا کې هم داسې د مناسبو تصويرونو ژبه ده. که ځاى نيم ترې زياته شوې وي کيداى شي چې ورته پام يې شي. د نصيرجان دداستانونو يوه بله ځانګړنه د کرکټرونو او پېښو عاطفي اړخ دى چې ډير صميمانه ښکاري. کله چې رڼا لولې ديوه جنګ ځپلي مظلوم او محروم کليوال ژوند يتيمه څېره په کې څرګنده وينې چې د زړه له کومې ژړا درولي. د رڼا په پيل کې لوستونکى په دې پوهيږي چې زه د يوه ستړي او کړيدلي ژوند نندارچي يم. دا ننداره د داستان تر پايه په کليوالي اخلاص او صداقت روانه ده چې د بې ځايه تکلف او تصنع مخه نيسي . ليکوال د تعليمي او تربيتي مفکورې پر اساس په ډيرو ځايونو کې وړو ، وړو پيامونو ته هم پوره ځير دى. چې زه خو ورته د خير او ثواب کار وايم . ليکوال ليکي:

ښځې دوه درې غړپه اوبه وڅښلې . بېرته يې پر بوتل سرپوښ تاوکړ اوپه بکس کې يې کېښود . بيا يې په رمې پسې وکتل خووروسته يې نجلۍ ته پام شو او له هلک نه يې و پوښتل:

-هغه دې خور ده؟

هلک تندى تريو کړ . نه زموږ مزدوره ده.

-څه نوميږي؟

– زه يې پمنه بولم ، زموږ يوه وزه ده هغه هم پمنه ده کټ مټ لکه دا. ښځې د هلک پر خرېيلي سر لاس تېر کړ، ورو يې وويل ولې يې په دې نوم بولې ؟ د هلک د تندي ګونځې لاپسې ژورې شوې . ښځه ورو د نجلۍ خواته روانه شوه. هلک پسې وکتل. هغې د نارينه وو غوندې لنډ واسکټ اغوستى او لمن يې هم څلور کونجه سکڼل شوې وه.

سړي وويل:

ګرانه ته د ښه سړي زوى يې هر څوک په خپل نوم بوله ، ښه . هلک په لينده کې يو ګاټى کېښوده په غرور يې وويل: هغه ګونګټه درته وولم؟

سړي وويل : څه يې کوې بې ازاره ده .

له دې لنډ مثال نه مطلب دا وو چې د ليکوال پيامونه شعاري او واعظانه، نه دي. د زړه له کومې او نغښتي دي . دې ته ورته پيامونه د رڼا په ټول داستان کې ځاى ځاى په طبيعي انداز راځي. دا ډول غير مستقيم پيامونه ډير کاري وي چې پر لوستونکو او ټولنه باندې ښه اغېز لري . کله چې د رڼا د داستان مرکزي کرکټر جمال د کلي له ماشومانو سره خبرې کوي، د ګرانه او زړګيه نوم ورته اخلي . څومره به ښه وي چې زموږ ټولنه له ماشومانو سره داسې د مينې چلند وکړي . د ليکوال دداستان اصلي ټاټوبى د غزني قره باغ دى چې دود او دستور يې د کرکټرونو او پېښو په رڼا کې ډير ښه تشريح شوى دى. دا تشريح د جغرافيې او تاريخ پر خلاف هنري او داستاني ده، چې لوستونکى د معلوماتو تر څنګ خوند هم ترې اخلي . کله چې د کلي ښځې او نجونې د داستان بلې اصلې کرکټرې ګلالۍ يعنې د جمال کوژدنې ته د اتڼ په باره کې معلومات ورکوي داسې ښکاري لکه سړى يې چې په ژونديو سترګو ګوري .

بل ټکى چې د رڼا ليکوال ورته ډېر پام کوي په داستان کې تلوسه ده . تلوسه په لنډو کيسو، داستانونو ، ډرامو کې خورا مهمه ده . تلوسه ليدونکي او لوستونکي د پېښو راتلونکي بهير ته تږي کوي. که تلوسه نه واى نونه به د يو زرو يو شپې قهرمانه شهرزاد ژوندۍ پاتې واى او نه به يې د هغه ظالم پاچا په کرکټر کې بدلون راوستى ؤ چې تر يوې شپې وروسته به يې هره نوې واده کړې ښځه وژله . که تلوسه نه وي د لنډو کيسو او اوږدو داستانونو لوستونکي او د پر له پسې سيريالونو ليدونکي او اوريدونکي به يا نه وي او يه به ډير کم وي . خو داسې هم نه چې د ليکوال زياته توجه يوازې او يوازې تلوسې ته واوړي . زما په نظر يوازې پر تلوسه ټينګار هنري اثر ته زيان رسوي.

تاسو به امريکايي وحشتناک فلمونه ليدلي وي چې دوه درې ساعته وخت د فلم د وروستۍ غوټې د خلاصولو له پاره مصرفوي . کله چې د فلم وروستۍ برخه وګورې د ټولې کيسې په داستان دې سر خلاص شي . دداستان نوره ټوله فضا په يوې وحشتناکې پېښې پسې بلې وحشتناکې پېښې نيولى وي. داسې فلمونه د دويم ، دريم او يا د بيا بيا ليدو چانس نه لري . ځکه د کتونکي په هر څه سر خلاص وي .هغه يو ځل يې هم چې دا وحشتناکې صحنې ليدلې دي ددې له پاره چې د کيسې وروستۍ غوټه ورته خلاصه شي .کنه وخشتناکې صحنې له تلوسې ور اخوا کومه خاصه راښکنه نه لري چې دليدونکي هنري تنده دې پرې ماته شي هنري اثار يوازې تلوسه نه ده. د تلوسې تر څنګ بايده دي چې نورې ښکلاوې اثر د بيا بيا لوستو اوريدو او ليدو، وړ وګرځوي . مناسبه او طبيعي تلوسه را پيدا کول داسې ده لکه يوه مشکله ورزشي لوبه ، چې کله کله خو ډير ماهر لوبغاړي هم د سوځيدو او تېروتنو ښکار شي.

په پېښور کې مې ديوه امريکايي ليکوال يوه پښتو شوې لنډه کيسه لوستې وه چې نوم يې ؤ: پېغله که پړانګ ؟ دې کيسې په اول پيل کې ډير خوند راکړو . يو پاچا دى چې تر ګلونو ښايسته لور لري. د ډيرو زړونه پسې اوبه اوبه دي چې دا ګلالۍ تر لاسه کړي. خو د پاچا لور د آسمان سپوږمۍ ده د چا لاس نه ور رسيږي. اخر پاچا دوې سر پټې پنجرې جوړوي . اعلان کوي چې زما د لور مينان دې راشي . مينان ډلې ډلې رامات شول د پاچا دربار ته راورسېدل. هر يوه يې تر هغه بل ځان رښتينى مين باله . پاچا دوى ته وويل : له دې دوو پنجرو نه يوه پنجره و ټاکۍ . په دې يوه پنجره کې شهزادګۍناسته ده.

په دې بله کې وږى پړانګ د ښکار په انتظار ولاړ دى . که د شهزادګۍ پنجره دې خلاصه کړه شهزادګۍ دې و ګټله . او که د پړانګ پنجره در برابره شوه پړانګ به دې و داړي . له دې خبرې سره دشهزادګۍ مينان ورو ، ورو په شا شول. خو ناڅاپه غوغا پورته شوه . يو احساساتي ځوان را مخې ته شو . په پرتم يې وويل : زه د شهزادګۍ رښتينۍ مين يم. يا پېغله يا پړانګ ، يا مينه يا مرګ . احساساتي ځوان له پاچا نه د يو پنجرې کيلي واخيسته او د پنجرو خواته روان شو. کيسه تردې ځايه لا ختم نه وه چې ليکوال داسې يوه جمله راوړې وه :

ښه ګرانو لوستونکو تاسو څه فکر کوئ چې احساساتي ځوان به پېغله ګټلې وي که به پړانګ داړلى وي ؟ ؟

ددې کيسې په اړه يوې مجلې ليکلي وو چې په نيويارک کې ددې کيسې ډيرو لوستونکو مظاهره وکړه . دوى ويل چې دې کيسې مونږ ته رواني رنځ پيداکړى دى. ليکوال دې راشي مونږ ته دې ووايي چې احساساتي ځوان پېغله و ګټله که د پړانګ خوراک شو؟

زما هم تر اوسه په دې کيسه سر نه دى خلاص شوى. کله وايم چې څوک په مينه کې دومره قربانۍ ته تيار شي خامخا به بري ته رسيږي. بيا وايم چې که داسې وي بيا خو بايد مجنون او فرهاد هم ليلې او شيرين ته رسيدلي واى . کله له ځان سره وايم چې کيداى شي د احساساتي ځوان په ټټر کې به د وږې پړانګ قهرجنې پنجې ښخې وي. هغه ځکه چې په کيسه کې د ژوند منطق داسې دى چې تر احساساتي پرېکړې تدبير او منطقي کار د بري سبب ګرځي. خو زه اوس هم نه پوهېږم چې دې تلوسې ته مثبته که منفي تلوسه ووايم . په دې اړه تاسو څه وايئ؟

د رڼا داستان داسې نه دى چې يوازې د تلوسې له پاره ولوستل شي. په دې داستان کې مينه ده ، عاطفه ، اخلاص او زمونږ د ژوند تصويرونه دي چې سر مو پرې خلاصيږي ، که بيا يې لولو هم خوند ترې اخيستى شو . د رڼاداستان مې دوه درې ځله ښه په خوند لوستى دى. ايماني چې ځينو صحنو يې ژړا هم راوستې ده . خو د يوه لوستونکي په حيث ځينې څرګندونې هم لرم . کيداى شي دا به زما د شخصي ذوق او سليقې په اساس وي خو په زړه کې ساتل يې راته ښه نه ښکاري . زما په شخصي نظر د رڼا داستان د ناول پرځاى اوږدې لنډې کيسې ته پاتې کيږي. هغه په دې چې کرکټرونه يې د لنډې کيسې په څېر محدود دي.

د کيسې غوره پېښه د جمال او رڼا مينه ده چې د رڼاپه مرګ او د رڼا د لور په يتيم کيدوتماميږي. نورې پېښې او کرکټرونه هم د همدې يوې پېښې تکميلوونکي دي . د داستان کيسې زمان هم د لنډې کيسې غوندې لنډ تنګ دى . يعنې ايله څلور مياشتې دى . که د جمال د تېر ژوند کيسه ذکر شوې ده هغه يوازې په خبرو کې راغلې ده. چې په دې ډول د زمانې يادول په لنډه کيسه کې هم کيږي. مکان يې هم د لنډې کيسې غوندې دى . يعنې د قره باغ يو کلى دى. که د لندن د ژوند ذکر کيږي دا هم د يوې خاطرې په ډول ياديږي، چې د عملي ژوند تصوير يې نه شو لمس کولى. مخکې مې وويل چې د ناول ميدان تر لنډې کيسې ډير پراخ دى.

ليکوال په خلاص مټ خپل کرکټرونه او پېښې په کې ګرځولى شي . په ناول کې ليکوال د ډيرې اوږدې زمانې د ژوند ژوندي تصويرونه او حالات وړاندې کولى شي. په ناول کې په ډيرو مکانونو کې د کرکټرونو ژوند او عملي پېښې ښودلى شي . د رڼا د داستان وروستۍ برخه د رڼا په مرګ اوج ته نږدې کيږي. خو د اوج په دې حساس پړاو کې ليکوال د کتاب له اتيايمې صفحې نه تر يوسلو څلورمې صفحې در ڼا د مينې په اړه خپلې نامزدې ته خبرې کوي.

د لته د داستان اوج ټکنى کيږي .کله چې داستان اوج ته ورسيږي يا به يې ختم کوې يا به يې تر لومړني اوج نه بل زورور اوج او ټکر ورته پيداکوې . زما په شخصي نظر ښه به دا وه چې دداستان په مناسبو ځايونو کې ليکوال د لندن دژوند عملي تصويرونه وړاندې کړي واى . په کيسه کې د جيمز او دهغې د لور کريستينا يادونه شوې ده . که ليکوال په لندن کې خپل ژوند، پېښې او کرکټرونه ښودلي واى د رڼا داستان به په تخنيکي لحاظ د يوه ناول بڼه لرلې واى. دلته به لوستونکو د جيمز او کريسټينا کرکټرونه هم ښه پېژندلې او د قره باغ د ژوند ترڅنګ به يې په لندن کې هم له ژونديو پېښو او کرکټرونو سره ګرځولي وو . يعنې له يوه بېل مکان او بېل زمان سره به آشناشوي وو . په اوږدو زمانو او بېلابېلو مکانونو کې د کرکټرونو عملي ښودل د لنډې کيسې پر ځاى د ناول خاصه ده.

دلته صرف د ناول او اوږده لنډ داستان د نوم خبره ده . دا معنى هېڅ نه لري چې که رڼا ناول نه شو او اوږد داستان شو نو خداى مه کړه هنري اوادبي ارزښت به يې کم شي . خبره داسې نه ده . تر ناول نه د لنډې کيسې ليکل مشکل دي او ښاغلى نصير په دې برخه کې ډير کامياب هم دى . هغه د چا خبره چې لنډه کيسه د نثر د کورنۍ غزل بلل شوې ده . د لنډې کيسې په نوم اوږده داستانونه د نړۍ ډيرو مشهورو ليکوالو ډير ليکلي چې ډير ادبي ارزښت هم لري. زما په نظر رڼا هم د پښتو اوږدو داستانونو يوه غوره بېلګه ده. د رڼا ليکوال ته الله تعالى ډيره خوږه او انځور پنځوونکې ژبه ورکړې . که لږو ډېر د ناول تخنيکونو ته پام وکړي باور لرم چې داسې ناولونه به هم وليکي چې د نړيوال ذوق مينه به هم په پښتو ناولونو ماته شي.

د ۲۰۱۲ د مې میاشت

————————————

د ښاغلي کاروان نورې لیکنې

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *