Categories

اعلان

Loading…

د افغان حکومت استازو د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره کتلي

تاند- په داسي حال کې چې وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ د څلوراړخیزې غونډه د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ، وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د پلاوي د خبرو جزییات څرګند کړل.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان د حکومت یو پلاوی د فبرورۍ په وروستیو کې قطر ته لاړ چې د خپل هیواد د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د هلوځلو په باب د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره خبرې وکړي.

وال ستریټ ژورنال د افغان چارواکو په قول وايي چې دغه جګپوړي افغان پلاوي په دوحه کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو د اعلان د احتمال په اړه خبرې وکړې.

افغان پلاوي په دوحه کې د طالبانو د دفتر له غړیو سره وروسته له دې خبرې وکړې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلورو څلور اړخیزو غونډو کې د سولې لپاره د لارې نقشه چمتو کړه.

یوه افغان چارواکي، چې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې یې نوم نه دی څرګند کړی، ویلي:« په دوحه کې پر دې سلا وشوه چې دوی به دا خبره په اسانه نه ردوي چې له موږ سره (د مارچ په لومړیو کې) د سولې خبرې نه کوي.»

خو دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې د سولې په خبرو کې د ملا اختر محمد منصور د ډلې ګډون په کلکه رد کړ. (تفصیل)

د طالبانو نورو ډلو تراوسه پوري د سولې په خبرو کې د ګډون یا نه ګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان هم تر دې دمه د منصور د ډلې د اعلان په وړاندې غبرګون نه دی ښوولی. پاکستان ژمنه کړې چې که هرې ډلې د سولې له خبرو انکار وکړ، په ګډه به یې ځپي او د پاکستان له خاورې به یې شړي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور پر اساس، د قطر غونډه د طالبانو د سیاسي دفتر د جګپوړي استازي شېر محمد عباس ستانکزي او د یوه جګپوړي افغان چارواکي ترمنځ وشوه. له دغه جګپوړي افغان چارواکي سره د ولسمشر د سیاسي چارو سلاکار هم ملګری و.

ورځپاڼه وايي، طالبانو ته یوې نژدې سرچینې وویل:«ما له دواړو خواوو واورېدل چې غونډه ډېره مثبته وه.»

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې باب چې د دوی د قطر د دفتر غړیو د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې کړي یا نه دي کړي، څه نه دي ویلي.

404 total views, 2 views today

7 comments

  1. qamar ali Reply

    وړاندې مونږ ویلي و چې طالبان به پدې ډول لکه افغان حکومت، امریکا ، پاکستان او چین یې غواړي خبرې ونکړي دا چې امریکا او ناټو عملا دجګړې په ډګر کې مات شول افغان حکومت ورځ تربلې سیمې ولسوالۍ او پوځي مرکزونه له لاسه ورکوي طالبان به څنګه پداسې حال کې چې بندیان یې په زندانونو کې دي، دقطر دفتر یې په رسمیت ندی پیژندل شوی او اشغال پای ته ندی رسیدلی د خبرو میز ته کښینې. دا هم په یاد باید ولرو چې طالبان سخت ځوریدلي دي بې شمیره قربانۍ یې ورکړي نړۍ په ټول توان نه مات کړل او نه یې تیت او پاشان کړل اوس تربل هروخت په دیر قوي موقف کې دي، ورځ تربلې نور هم غښتلي کیږي . سږ کال به طالبان حیرانوونکی پرمختګ وکړي . دا چې افغانان په سختو ناخوالو کې ښکیل دي باید امریکا او افغان حکومت یې مسئولیت پر غاړه واخلي ځکه دوی دي چې دطالبانو خبرې او وړاندیزونه نادیده نیسي که داسې نه وي نو آخر دطالبانو دا غوښتنې چې وړاندې مو یادونه وکړه ټولې پرځای دي ولې نه منل کیږي ؟ خو د دینه معلومیږي چې امریکا او افغان حکومت هیڅکله پرافغنانو رحم نلري. پاکستان ته موقع په لاس ورغلي زمونږ په ویر کې پراټې غواړي خو که دطالبانو خبرې ومنل شي نو دپاکستان به پراټې په ستوني کې ښخې شي.

  2. منیب احمد Reply

    وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې دروغ ویلي دي. دادی طالبانو خپل دریځ ډیر روښانه اعلان کړیدی دطالبانو خبره دکاڼي کرښه ده دا خو مونږ له تیرو شلو کلونو راهیسې پخپلو سترګو ولیدل چې دطالبانو دریځ نه ماتيدونکی وي. دوستي او دښمني ډیره ټینګه وي اوس یې دښمنان حیران دي وایي چې په څه ډول به وکړای شي چې خپل ګریوان دطالبانو له لاسه خلاص کړي هههههههههه

  3. هلال Reply

    قمر علی
    ته لکه چي د فیل په غوږ کې ویده یی او یا هم د ای اس ای ګوډاګي یی
    طالبانو افغانستان تبا او برباد کړ، طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ارمانونه پوره کړل د یو څو مثالونه به زده درته ووایم:
    – سوونه ښوونځي يي تړلي ساتلي او لکونه افغانان یې له زده کړو محروم کړل
    لسګونه زره بی ګناه افغانان یی ووژل
    د افغانستان د پرمختګ مخه يي ډب کړه
    په سوونو مشراان او مخور چي د لوی افغانستان طرفداران وو هغویی ټول شهیدان کړل
    د طالبانو له لاسه پاکستان د ډیورنګ کرښه نږدې ده چې پر افغانانو یی ومني او دغه لوی ټبر په سینه کي نیمایی کړی
    طالبانو دپرویز مشرف د هغو ارمان لپاره کار وکړ چي بوش ته یی ویل چي پښتانه ډیر شریر قوم دی له یوی خوا یی تاسی وهی او له بلی خوا به یی موږ ووهو

    ته لږ دا تیرو ۱۵ کلونو ته فکر وکړه چي طالبانو څوک تبا کړل
    پښتانه یی له مکتب او علم څخه محروم کړل
    پښتناه مشران یی ووژل
    پښتانه یی له ښارونو وویستل
    پښتانه یي د فقر او بیوزلۍ منګلو ته ور ټیل وهل
    چيری پشتون کلی دی هلته یی جګړه ور وړه

    ای افسوس ستاسی په منطق

  4. شاه Reply

    اوس داسی معلو میگی چی پاکستان عواری دی کوتی شورا هلمند ته انتقال کری او که چیر ته دا خبری نا کا میگی نو بیا به پا گستان هم دنیا ته وایی چی هعه دی مو نگه هم دی خپلی خاوری وشرل او په هلمند کی دی . نو زکه طلبا نو او همکا ره پنجا بیانو یی په هلمند کی دی پسرلی نه مخکی په پراخه عملیا تو لا س پوری کری دی،

  5. اسلم خان Reply

    طالبان دپاکستان هغه ازلي غلامان دي چې افغانستان ورته هیڅ اهمیت نه لري ، له دې وحشیانو سره سوله یو خوب دی ، دا وحشیان باید تر وروستي فرده ووژل شي ، طالبان له بل هر وخت څخه ډیر په بدحالت کې دي ځکه طالبان له ټول افغان ولس سره طرف دي او داحتمي ده چې دا تروروستي ډله به په بشپړې رسوایې له منځه ولاړه شي ، انشا الله

  6. noor Reply

    salam Khan ka Talib gholaam we daa bal taraf ye sok de? daa gholaamaan na bole? aw ka hokomat gholaam na bole no khpal dalayel de Warande ka.kerry kho pejane Che 2 Sara hokomat ye data jorr karr.hahahahahahahaha

  7. dawud Reply

    طالبانو د افغانستان له ورانولو پرته بل څه په لاس نه دي راوړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2