Categories

اعلان

Loading…

د هلمند د ولایتي شورا غړیو پر خپل ولایت د سیاسي معاملې په وړاندې خبرداری ورکړ

خبریال بشیرالحق عادل- د هلمند ولايتي شورا غړيو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې وويل، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هلمند پر خاوره معامله وکړي.

په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوي چې ګواکې د سولې په خبرو کې هلمند ولایت طالبانو ته ورکول کېږي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي محمد کريم اتل وايي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هلمند د خلکو قربانۍ په اوبو لاهو کړي.

هغه وويل، داسې اوازې خپرې شوي چې يو شمېر سياسيون او دولتي چارواکي د سولې په خبرو کې هلمند قرباني کوي.

اتل وويل: «هلمند د افغانانو کور دی، که څوک د هلمند ساتنه نه سي کولی نو ولس به يې ساتنه وکړي.»

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې په دغه اوازو دې باور نه کوي او د هغه چا ملا دې ور وتړي چې ولس ته کار کوي.

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردا محمد همدرد هم وويل: د هلمند خلکو په تېره يوه نيمه لسيزه کې ډېر زيانونه وليدل.

هغه وويل د هلمند د جغرافيايي وېش اوازو خلک ډېر اندېښمن کړي، که ولس له خپلې خاورې ساتنه ونه کړي نو دا اوازې به په حقيقت بدلې شي.

په دغه پراخه غونډه کې د کجکي د ټولنيزې شورا مشر دولت ملامته کړ چې هلته خپلو عسکرو ته پر وخت تجهيزات او عاشه نه رسوي.

نوموړي وويل، دولت د امنيت په راوستلو کې بې غوره او پاتې دی.

يو شمېر نورو ويناوالو هم د هلمند د سياسي معاملې د اوازو په اړه غبرګون ښکاره کړ او ويې ويل چې ولس به له خپلې خاورې ساتنه کوي.

د غونډې په وروستيو کې پرېکړه ليک هم صادر شو چې د هلمند د خاورې څخه پکې د ساتنې کلک هوډ او له ولسمشر څخه پکې جدي غوښتنه شوې وه چې هلمند کې نوره جګړه کابو کړي.

هلمند کې دا غونډه وروسته له هغه جوړيږي چې په دې وروستيو کې داسې ګنګوسي دي چې د سولې په خبرو کې يو شمېر جنوبي ولايتونو باندې سياسي معاملې کېږي چې هلمند هم پکې دی، خو دولت دا اوازې په کلکه رد کړي دي.Helmand

301 total views, 2 views today

1 comment

  1. ځدران Reply

    د سولې په خبرو کې په دې سره جوړ شوېدې چې هغه ولاېاتونه ېا ولسوالۍ چې د طالبانو نفوس ورپکې زېاد ده باېد طالبانو ته خوشې کړاۍ شې او طالبان به نور د ځان مرګې حملو او په سړاکونو کې بامونه او د بې امنۍ سبب نه جوړېږې دا په دې معنه چې پاکستان غواړې طالبانو ته په افغانستان کې ېو خاصه منطقه په اختېار کې وار کړې او لکه چې څنګه نن پاکستان غواړې چې په افغانستان کې جنک بند کړې همداسې صبا بېرته وکوالۍ شې چې که وغواړې په افغانستان کې بې امنې بېرته په اسانه را منځ ته کړې او د افغانستان د سوله په بدل کې پاکستان به د امرېکه او افغانستان څخه تر ورځ د قېامت باج اخلې او که نه نو …… دې ته واېې سېاست پاکستانۍ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2