Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو په لوګر کې له ۷ برمته شویو کسانو ۳ تنه خوشي کړل

تاند- افغان امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د برمته ګرو له منګولو ۳ یرغمل خوشي کړل او څلور لا هم د برمته ګرو له لوري برمته دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي پرون /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل، وسله والو یاغیانو د لوګر ولایت د مرکز پُل علم په لمنه کې د ماین پاکۍ د موسسې اووه موټرچلوونکي او د هغوی وسایل وتښتول.

ده همداراز وویل، له پېښې وروسته پرون د ابچکان په سیمه کې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې درې تنه موټرچلوونکي له پنځو موټرو سره وموندل شول، خو څلور موټر چلوونکي لا هم بې درکه دي.

ده دا هم وویل چې د دې پېښې په تړاو ۹ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د امنیتي ځواکونو لاس ته د وسله والو تښتونکو څلور پاتې شوي موټرسایلونه هم ورغلي دي.

د لوګر والي ښاغلي فدايي دا هم وویل چې امنیتي ځواکونه لا هم هڅه کوي چې ۴ تنه نور برمته کسان ومومي.

تراوسه پوري کومې ډلې د ماین پاکانو د موټرونو او د هغو د چلوونکو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو امنیتي ځواکونه وايي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.

345 total views, 1 views today

2 comments

  1. ګنډېری Reply

    ډېره د شرم خبره ده چې په لوګر ولایت کې هم پاړسي لوحې لیدل کیږي. آیا یو څوک کولی شي چې په بدخشان، تخار، جوزجان، هرات ولایت کې دا ډول پښتو لوحه ولیکي؟ که نه نو بیا دا غټې غټې پګړۍ د څه له پاره په سروئ؟‌

  2. حسن Reply

    زما په نظر په ټول هیواد کی دی لوحې په دواړو رسمی ژبو ولیکل شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2