Categories

اعلان

Loading…

بلغاري پولیسو ۳۹ افغان مهاجر ونیول

تاند- د بلغاریا پولیس وايي چې د پلازمېنې صوفیې په لمنه کې یې ۳۹ تنه غیرقانوني افغان مهاجر نیولي دي.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس د دغه هیواد پولیسو وویل، د صوفیې په لمنه کې یې ۳۹ تنه ونیول، هغوی چې هیڅ راز اسناد نه لرل، ادعا کوله چې افغانان دي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د شنبې په ورځ / فبروري ۲۷/ خپره شوه، همداراز ویل شوي چې ۳ بلغاریان هم په دې خاطر نیول شوي چې دغه غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي یې په موټرونو کې د صوفیې تر لمنو پوري رسولي ول.

په نیول شویو افغانانو کې ۱۱ نارینه، ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان دي.

په همدې حال کې په زرګونو افغان پناه غوښتونکي د یونان په پولو کې ایسار پاتې دي.

175 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸