Categories

اعلان

Loading…

د شاه سعود یوغزل/ لیکوال : یونس تنویر

غزل

دومره لوګي وو چې لمبه هم صفا نه ښکاریده
بلا به خلک ماتول او بلا نه ښکاریده

ټول به له درده بیقراره لیوني ګرځیدل
مګر د زخم نتیجه به د چا نه ښکاریده

ستا لوپټه یې ستا له سره څنګه پورته کړله
والله وژله مې خو ماته هوا نه ښکاریده

زه منځ کې نه وم زما ټکي وو دنیا به ستایل
مخ به ښکاره و د دې ټکو شا به نه ښکاریده

راته موسکۍ شوله یو دنګ چنار یې وکرلو
او د چنار د تنې شاته شوه بیا نه ښکاریده

سترګې مې دومره تورو شپو سره بلدې وې چې
د ورځې هم راته سعوده رڼا نه ښکاریده

سید شاه سعود

      په فیسبوک کې دومره ژوره او له هنر ډک غزل ته ور پام کیدل سخت کار دی. ځکه چې هر څوک د ژبې په سر لفظونه ګډوي. مګر ما هم په همدې ډله کې وشمېره. خو دا غزل د لوستلو تلوسه لري. او زه یې سخت ونیوم. نو  همدا نیول راته نااشنا ښکاره شو ل. وروسته مې ښه فکر پکې وکړ. نو دې نتیجې ته ورسیدم  چې دې غزل یو ډول مبهم پیغام لیږداوه. دغه مبهم تصور د ګونګوالي  په مانا نه  دی. دا داسې هنر دی چې هم مفهوم لري او هم فکر.  لومړی  بیت  په  تمثیلي انځور د حیرت په دریاب  کې  ډوب  دی. یو تجسس دی. د کلمو په تړون یو ډول خاصه موسیقي لري. او هم د کلمو ترمنځ یو ډول تناسب نغښتی دی. او بله خبره دا  ده  چې د فلسفي شاعرۍ  تر ټولو،  اهمه  نقطه د حیرت او فکر سازول دي. مګر دغه  داسې حیرت دی. چې توهمي قوه لري. یانې دغه قوه له خیاله هم سیوا ده.

      په شاعرۍ کې  مو د خیال تصورات ډېر لیدلي دي. مګر توهمي تصوراتو ته، لا مو  ورپام نه دی  او  یا خو پرې پوهیږونه. یانې د خیال سرچینه وهم دی. نو اکثره شاعران خیال افریني کوي. مګر دغه  توهمي سازول، هغه هم په غزل کې  یو ډول حکمت ته ضرورت لري. ارواپوهانو ته  چې  ددې شي تصور رسیدلی دی. نو نه دي  پرې  پوه شوي.  ځکه  دوی اکثرره  وخت  په مادي ماهیت کې ډوب وي. ولې شاعران په معنوي یا داخلي ماهیت کې ډوب دي.  همدا وجه  ده  چې شاعرانو ، ته د حکیم خطاب شوی دی. تاسې لومړی بیت وګورئ :

دومره لوګي وو چې لمبه هم صفا نه ښکاریده
بلا به خلک ماتول او بلا نه ښکاریده

      انسان تل  دغټو مشکلاتو سره مخامخ دی. لکه مایوسي، بې همتي، د زړه درد او … نور. د پورتني بیت د ( بلا  ) د کلمې مفهوم د همدغه مشکلاتو  مفهوم ښکاره کوي. ځکه  لومړی خو بلا یو افسانوي موجود  دی. او  انسان چې دی، حقیقي موجود دی. په داسې  حال کې  چې  افسانوي موجود  شتون، نه وي حقیقي موجود په څنګه مات کړي؟ نو په همدې  وجهه  د بلا د کلمې تمیلات مایوسي، درد، بې همتي ته دي.  ځکه  بلا خلک خوري. مګر  مایوسي ،درد ، بې همتي انسانان ماتوي. خوري یې نه.

      ګورئ  ونه  چې ماته شي ، نو نمود نه کوي. او ونه تل ماتیږي. نو د ماتولو د کلمې انډول هم  ورسره تناسب لري. د همدې کلمو په بنسټ چې کوم مفهوم دی هغه د حیرت مفهوم دی. او دا توهمي ځواک دی. ځکه  چې  خیال  مطلق  یو شی درښکاره کوي. او  وهم  یې زر خیال ته سپاري. او خیال  یې تجسموي  .او له تجسم وروسته  فکر ته راځي. او فکر مادي وجود  ورته  پیدا کوي. ددې شعر سلسله هم په همدې منظم ډول  را ښکته شوې ده. او توري د فکر له مخې  ورته تیار شوي دي او همدغه مبهوم  یې را څرګند کړی دی. او  دوهم بیت یې هم په همدې شکل درواخله.

    درېيم بیت کې د پښتنولي غرور دی. د ناموس د خوندیتوب همت دی. هغه د یوه  داسي چا سره چې  وجود  یې جامد نه دی. یانې پښتانه په ناموس دومره  ولاړ  خلک دي،  چې د هوا  په  څېر  که یو څوک هم وي،  نو د ناموس حق نه لري  چې  له پښتنونه یې واخلي. په داسې حال کې، که هغه مو د ناموس همجنس جنس هم  وي؛ ددې شي اجازه نه ورکوي. هوا  ښځینه نوم دی. ځکه په پښتو کې دجنسیت د پيژندلو قواعد شته او  ددغو  قواعدو  له مخې اکثرو ښځینه نومونو په پاي  کې چې  د  (الف ) توری راشي ، ښځینه نومونه شمېرل کیږي. ځینې اسثتنات لري. چې هغه بیا بیل بحث دی.

     د فلسفې کار دومره ځېرک دی  چې  یو شی به ښه درک وي. مګر بیا به هم  یو استدلال ته اړتیا حسوي. یانې انسان ته یو داسې  فکر  ورکوي  چې د پټو سترګو  له  تګ څخه یې ژغوري. کله چې یو څوک داسې نظریه وګوري چې په هغه کې  یو ډول تجسس پروت وي؛  نو دی بیا په دې فکر کې کیږي  چې  یو فلسفي انسان، حتا د ټکي لاندې منظر د پوهیدا  تلوسه لري؛ نو موږ  ولې په مبهم لوري په پټو سترګو  تقلید کوو. نو دا تصور به څوک وکړي چې د ټکي لاندې به څه وړ منظر وي؟ نو طبعًا، همدا ډول منظر به لري. لکه  څه  وړ چې  یې په مخ کې ښکاري. مګر په لومړی مسره خو  یې زه هم پوه نه شوم.

(زه منځ کې نه وم زما ټکي وو دنیا به ستایل )

مخ به ښکاره و د دې ټکو شا به نه ښکاریده

      خو دا په دې مانا نه دی چې دا بیت به ګونګ وي. مګر زموږ ه پوهه همدمره پرې ورسیده. او که زه یې په هغه مفهوم پوی نه شوم، مګر په دې مفهوم خو یې پوه شوم چې باید انسان په هر شي  پسې په پټو سترګو لاړ نه شي. حتا که هغه د یوه د ټکي په څېر عام حقیقت هم وي.

     او په نورو  دواړو بیتونو کې هم همدا شی دی. همدا هنر دی. تاسې یې وګورئ:

راته موسکۍ شوله یو دنګ چنار یې وکرلو
او د چنار د تنې شاته شوه بیا نه ښکاریده

سترګې مې دومره تورو شپو سره بلدې وې چې
د ورځې هم راته سعوده رڼا نه ښکاریده

      په دغه لومړي بیت کې، سعود صیب یو عیني انځور  وړاندې کړی دی. مګر وروستی بیت یې هغه د لومړي بیت د هنر په کالب کې دی. دا خو دسعود د یوه غزل یو څو  بیتونه ول. مګر سعود صیب یوازې په همدې څو بیتونو باندې نه پېژندل کیږي. که مو د ژوند ډیوه سرکوبه نه شوه، نو غني خان، شاه سعود او عنا یت الله دیدار ترمنځه ډیر داسې مشترک هنرونه شته چې ددوی شاعري تلپاتې ساتي. ددوی د شاعرۍ ترمنځ یو مشترک روح نغښتی دی. او موږ به یې څيړو.

(عکس: شاه سعود)

——————————-

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *