Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژبې تاریخي شاليد/ ع، شیرزوی

څلورمه برخه

ب: نا اوښتونکې (غيرمتصرفه) ژبې:

دا ژبې کلک او جامد اصول لري، چې په بنا يې کورت تغير نه راځی او د ځينو ادواتو په نښلولو سره اشتقاق ځينې کيږي چې دغه ادوات ځانته معنا هم نلري او اصول يې بې اوښتلو پاتيږي، تورانې ژبې چې یوه يې تورکې او هم مغولي ژبې چې تنقاسي، او غزالي، اوزبکي يې څانګې دي ټولې نا اوښتنونکې ژبې ګڼل کيږي.(حبيبي عبدالحی، د پښتو د ادبياتو تاريخ لومړۍ او دويم ټوک، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ل/۲۰۰۵/ص ۲۶/۲۷/۲۸)

د تاريخ په مختلفو وختونو کې د څیړنې او تحقيقاتو په بهير کې ډير زيات بحثونه شويدي او د نړۍ کوټ کوټ ژب پوهان او نسل پيژندونکې پر دي خبرې څيړنې کوي، چې انسان څه شی دي؟ او څنګه د انسانيت مرحلی ته رسيدلي دي؟ په هر صورت دا خبره به د انترو فولوژی (انسان پيژندنه) علم ته پريږدو، چې هماغه علم پردې څيړنه وکړي د نسلونو او قومونو په باب خپل معلومات وڅيړي، که د انسانانو پر مخ تللې ټولنه تر نظر لاندې ونيسو نو دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چې څرنګه دومره ډيرې ژبې او ډير کلتورونه رامنځ ته شوي دي که نوموړی تاريخ د هغه وخته چې د کلتور او بيا د ژبې اړوند څيړنه ده نو زمونږ کار هم لنډيږي او هم مو موضوع ټاکل کيږي، دلته پوښتنه د ژبې ده، انسانانو چې انسانې ژوند راپيل کړيدي د هغه تاريخ د ميلاد څخه زرګونه کاله مخکې دی، ولی دا انسانی هغه تاريخ دی چې انسان په پشپړه توګه د فرهنګ په يوه لوړ پړوا کې ژوند کوي، افزار به کار اچوي، کورنۍ جوړوي او حتی د فلزاتو څخه کار اخلي.

خو د تاريخ څخه د مخکې پړاو تر منځ په سونو کلونو واټن شتون لري. په همدي ډول انسانانو چې په مختلفو سيموکې ژوند راپيل کړيدي خو هلته تر پايه هم ندي پاتي شوي د يوې سيمې څخه و بلې سیمې ته د ډول ډول پيښو او عواملو په سبب مهاجر شويدي او د ځان سره يې د يوې او بلې سيمې کلتور، زده کړې او نورې انسانې پوهې رانقل کړي دي، او د نړۍ په کوټ کوټ کې د محيطې شرايطو سره ژوند راپیل کړيدی پدې باب يو نامتو ډنمارکې ژبپوه (رسميزرسيک) په ۱۷۸۷ /۱۸۳۲ کې لیکي: (که مونږ و غواړو چې د يو قوم او يا يوې سيمې د انسانانو تاريخ او د هغوي پيژندنه وکړو نو لازم ده چې د هغه خلکو ژبه تر مطالعې لاندې ونيسوچې به تاریخې لحاظ هغه پيدا کړو، او د هغه په باب علمی دلايل وړاندې کړو د مقايسوي ژب پوهنې د علم په مرسته مونږ دا معلومه کړه چې د پښتو د ژبې تاريخې اړيکې د سنسکريت، اوستا، فارسي، عربي، هندي، اروپايې او نورو مغولي ژبو سره څنګه دي؟ څو مونږ دې پايلې ته ورسيږو چې پښتو ژبه څومره لرغونې او په مقايسوي لحاظ د ژبو په کوم ګروپ کې اړه لري) پدې باب يو جرمني ژبپوه ښاغلي (ډی جينش ) د« ۱۷۹۴ م » دغه خبره وڅيړو چې ژبه په يوه تاريخې او زماني مقطع کې خپل ځانګړې کلتور، آدبې طرز، لغاتونه، د پيښو انعکاسات او داسې نورپه خپل ځان کې لري او ساتي يې.

ښاغلي «جينش» د ژبې د مقایسي په لړ کې دغه څلور توکې د پام وړ ګڼي او د هغې له مخې د ژبې مقايسوي اړيکې پيژندل کيداي شي.

۱/ د لغاتو بدلون د يو ډول څخه وبل ډول ته.

۲/ صرف او نحوه په ساده توګه د جملو جوړښتونه.

۳/ په ژبه کې صفايې او قاطيعت په ساده ډول د ژبې سمبولونه.

۴/ آهنګ په ساده ډول، هره ژبه ځانته آهنګ او وزن لري.د لا زیاتو معلوماتو له پاره وګورئ:(پيلوزی، خپلواکه،ادبي،اسلامي، فرهنګي،او ټولنيزه خپرونه، دريم کال، شپږمه ګڼه،غبرګولی،چنګاښ، زمری، ۱۳۹۰ لمريزکال ص۵/ ۶)

نو په پورته تحليل سره يو ځل بيا مونږ د پښتو په باب دا ويلی شو چې نوموړی ژبه د لغاتو د جوړښتونو له مخې يوه غنی اوپه سيمه کې يوه بې ساراو له ګرامر له مخې یوه بشيړه لرغوني ژبه ده. پدې باب ښاغلي سلطان محمد صابر په خپل کتاب (قديم پښتو او پښتون) کې داسې لیکي:

چې په پښتو ژبه کې بشپړګرامر پروت دي او د هر حالت او نوم د پاره لغات او جوړونې لري، چې د سيمې په نورو مشهورو ژبو کې لکه فارسي او اوردو کې شتون نه لري. د بيلګې په توګه: هغه د مونث او مذکر په دوو حالتو کې بيلګې راوړي لکه څرنګه چې په فارسي ژبه کې وايې (آمد) په بشپړه توګه دا واضيح نشوله چې نر راغي او که ښځه؟ نو حقيقت بيا هغه وخت څرګنديږي چې په سترګو باندې وګوري چې نر دي او که ښځه؟ خو په پښتو کې د دواړو حقيقت څرګند دي، چې نوموړې څرګندونې د الفاظو غنا ګنل کيږي او په ډير آسانی سره مفهوم ور څخه تر لاسه کيداي شي. ژبپوهان پدي باور دي چې ژبه په تاريخې لحاظ د پيړيو، پيړيو محصول او په پيړيو وختونه غواړي چې بشپړه او پوخوالي مرحلي ته ورسيږي. په اوسنې پښتو، فارسي، بلوڅي چې آريايې ژبې دي چې آريانا ته يې يو وخت آريانا ويجه ويله.

(استرابو په ۲۴۰ ق م) په خپل جغرافيه کې د آريانا حدود داسی تعينوي د ختيځ سرحد يې اباسين، جنوب ته د هند بحر، د لويديځ خواته کرمان او ايران، شمال لور ته تر باکتريا او سغيدان ځينې برخې شاملۍ بولي.( پيلوزی، خپلواکه، ادبي، اسلامي، او ټولنيزه خپرونه، دريم کال،شپږمه ګنه غبرګولی، چنګاښ،زمری، ۱۳۹۰ لمريز ص۶/۷)

د ډيرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخې پښتانه د دي سيمې اوسيدونکې وو او شتون يې په همدغه ځای کې ثابت دی. لکه څرنګه چې پدې باب يونانې پوه هيروډوټس Herodote په ۴۰۰ ق م کې د پکتيان او پکتيوس څخه يادونه کوی هغه ليکي: هغه خلک چې په پکتيا، پکتيکا کې اوسيږي، هغه غښتلي، دلاوره، ملمه پالونکې، جنګيالي خلک دي. په دې باب «استرابو» يادونه کوي چې د پارس حينئ برخې د سغيدان، باکتريا ځينې برخې هم په پښتنو پورې تړلي وي او پښتو ژبه يې ويله.پښتو يواځې ژبه نه بلکې پښتانه يو غټ اتنيکي قوم، رواج، اخلاق قوانين او ځانګړې عنعنات دي چې په ټولنيز ډول پښتو او پښتانه ورته وايې، دلته د تاريخې ژب پوهنې پر بنياد ځينې لغاتونه لمړۍ په پښتو کې را پيدا شوي دي او بيا نورو همسايه ژبو ته ورنقل شوي دي چې په همدغه ډول ويلي شو چې د فارسي او سنسکريت ژبو تر منځ د نښولو مزی پښتو ژبه ده. چې په دې معنا د آريايانو ډيره لرغونې ژبه ده چې د سيمې په سطحه يې مونږ اړيکې ليدلې شو«هيروډټس» ۴۴۵/ق م کې او بیا «استرابو» ۲۴۰ ق م خپل نظر داسي وړاندې کوی:

هغه کسان چې د هندي تهذيب او فارس تر منځ ژوند کوي هغه پښتانه دي چې دغه دوه مدنيتونه سره نښلوي او تر منځ يې اړيکې ساتي د دوي تر منځ د لغاتو نږدي والي، د متلونو او نورو فلکلوريکو اړيکو درلودل د دې معنا لري، چې د پښتنو سيمه د هند او فارس تر منځ واقع او يو پر بل يې خپلې اغيږي پريښي دي. که چيري مونږ د فارسي، پښتو او سنسکريت ژبو ته د مقايسوي ژب پوهنې له نظره پاملرنه وکړو نو مونږ ته به را جوته شي چې پښتو هم د سنسکريت، فارسي، ژبو په څير يوه لرغونې او د ميلاد څخه زرونه کلونه په ځان کې لري. ژب پوهانو مقایسوي پوهه د تاريخ د هغې دورې څخه را پيل کړيده چې دوي يې په ليکلې ډول اسناد پلاس لري چې د همدغه ژبو له ډلې څخه اوستايې، سنسکريت، پښتو او لرغونې پهلوي ژبې دي پدې کې هم شک نشته چې د پورتنیو ژبو څخه مخکې هم ژبو شتون درلود، او د پوهولو راپوهولو وسيلې به وي نوموړې ژبې هم د هغه ژبو څخه جوړي شوي او منځ ته راغلي دي خو هغه زمانه زرګونه کاله وړاندې زمانه وه او مونږ ته يې شوني په ليکلي توګه ندي راپاتې شوي چې تر اوستا او يا هم تر سنسکريت مخکې به مور او انا ژبه څه نوميده او انسانانو به کومه ژبه استعمالوله او پدې وخت کې به انسانان څه ډول وو.

خو مخکې ترهغه چې نور آريايې قومونه د یخ بنده سيمو څخه ځيني خلک او قومونه دلته راګډه شي دلته انسانان موجود وو او د مغارو ژوند یې تيراوه چې نوموړۍ موضوع تر ډيره ځايه د انترپولوژۍ پورې تړلې ده خو هغه وخت چې ليکنه رامنځ ته شوه د اوستا او سنسکريت سرودونه د غوايی پر څرمنو وليکل شول، تاريخې اسناد مونږ ته پلاس راغلل نو تاريخ د سيمې هم له همدغه ځايه څخه نيولي شو او مونږ خپله ثقه دلايل راوړلي شو چې دلته ژوند څه ډول و، دوي کومې ژبې ویلي؟

پدې کې هيڅ شک نشته چې د انسانانو تاريخ پنځه زره کاله په باختر زمين کې په نظر کې نيسو په همدغه ځمکه چې اوسنې افغانستان دي پښتانه اوسيدل او پښتو ژبه يې ويله.

ماخذونه:

پوهاند: حبیبي عبدالحی، د پشتو د ادبياتو تاريخ، لومړۍ او دويم ټوک، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ل ص۳۹/ ۴۰ / ۴۲ / ۳۴۰/ ۴۴۴/۴۴۸ ۸۰ / ۸۱.

استاد: کهزاد احمد علی، افغانستان د تاريخ په ړنا کې، دانش خپرندويه ټولنه، کب، ۱۳۷۹/ مارچ ۲۰۰۱ م ص ۳۲/ ۳۳/ ۳۴.

پوهاند: حبيبي عبدالحی، د پښتو د ادبياتو تاريخ، لومړۍ ټوک،دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ /۲۰۰۵ م ص ۳۵/ ۳۶ / ۲۶/ ۲۸.

پيلوزی: خپلواکه، ادبي، اسلامي، او ټولنيزه خپرونه، دريم کال، شپږمه ګڼه، غبرګولی، چنګاښ، زمری، ۱۳۹۰ ل ص۵/ ۹.

ميشل مالرب،زبان های مردم جهان، شرکت انتشارات علمي و فرهنګي، چاپ نخست، ۱۳۸۲ صفحات ۳/۶/ ۹.

—————————-

د دې لیکنې نورې برخې

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *