Categories

اعلان

Loading…

په نړۍ کې د کال تر ټولو قوي او ترټولو ضعیف پاسپورټونه اعلان شول

تاند – د جرمني پاسپورټ په نړیواله سطحه د ۲۰۱۶ کال تر ټولو زورور یا قوي پاسپورټ دی او د افغانستان یې تر ټولو کمزوری دی.

واشنګټن پست ورځپاڼه د هینلي اېنډ پارټنرز په نامه د استوګنځي او تابعیت د پلانولو د یوې موسسې له قوله لیکي چې، د جرمني پاسپورټ د بې وېزې سفر کولو امتیاز په پام کې نیولو سره دا درېیم کال دی چې د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو په سر کې راځي.

د ورځپاڼې په لیکنه هینلي اېنډ پارټنرز بیا وایي چې د افغانستان پاسپورټ د بې وېزې سفر کولو د امتیاز په پام کې نیولو سره تر ټولو لږ چانس لري، او وایي چې دا اوم کال دی چې د افغانستان پاسپورټ دغه ځای نیسي. البته کله ناکله ترې جنوبي سوډان او فلسطین وړاندې وروسته کېږي.

جنوبي سوډان یو ځوان او نوی رامنځته شوی هېواد دی چې په ۲۰۱۱ کال د سوډان له وېش څخه را وتلی دی، په داسې حال کې چې فلسطین ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی او ډېر هېوادونه لا ورته یوازې د فلسطینیانو ځمکې کلمه کاروي.

ویل کېږي چې هینلي اېنډ پارټنرز موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی له ۱۱ کالو راهیسې د پاسپورټونو درجه بندي ترسره کوي او له ۲۰۱۰ کال راهیسې افغانستان د هغوی د پاسپورټونو د درجه بندۍ په پای کې راځي.

12 total views, 2 views today

8 comments

  1. Zeeg afghan Reply

    وجه ي فراخ اداري فصاد موجود . دالتا په ارپا کيښي يو پاکستاني 500 € افغان پاسپورت رانيولي شي . او ايراني ماما هم او هم نو سنګه مونږ پاسپورت اوه کاله نه شاته پاتي کيږو ارپا سفارتو کي فراخه درغلي راوانه دي او اتاليه کيښي وديو تعقيب کړي او خيقت دي . يو افغان ځوان وويل يو بانګالي هم اسناد اخيستي او افغاني پاسپورت هم لاس ته راوړي نو څنګه دا پاسپورت اعتبار پيدا کړي

  2. Sadiq Reply

    It’s very sab for afghan pasport

  3. naashna Reply

    This survey is not based on reality .. another pressure group on Afghans

  4. toryal Reply

    asalam alikom
    All faults is because of the Afghan leader. they always take brief so if they didnt remove the corruption from the society, they can never progress, on the other hand nobody give credits to the country, every one want to full his pocket.
    leader please avoid the corruption from the society then you can make your passpord to a high degree easily.
    best wishes

  5. حسن Reply

    کوم دلایل چی تاسی وړاندې کړي دی صحیح ندی. د پاسپورت یواځني د ضعف دلیل جنګ دی. د نورو هیوادونو خلک افغانستان ته نشی راتلای او افغانان غواړی له جنګ نه وتښتی . پدی اساس نړیوال افغانانو ته ویزه نه ورکوی او بی ویزی خو ماشاالله ټولی نړۍ ته د خپل سر په قیمت روان دی.
    له دوهم نړیوال جنګ راهیسی د جرمنی هیواد په ټول قوت د خپل اقتصاد د پرمختګ لپاره کار کړی اوس خپله د کار نیرو یی کفایت نه کوی ، په میلیونونو ترکان ، عربان کردان او څوزره افغانان هلته د کار او ژوند لپاره روان دی. که د خپل پاسپورت د نورو هیوادو اتباعو ته ورکول د پاسپورت د ضعف سبب کیدای نو اوس به د جرمنی پاسپورت هیڅ ارزش نه درلود ، هلته تقریبا د نړۍ د هر هیواد اتباع ورغلی او جرمنی پاسپورتونه یی تر لاسه کړی دی.
    په زرګونو افغانانو د پاکستان په پاسپورت عربی هیوادونو ته ویزی اخیستی او هلته میشت دی چی په خواشینی سره د هغوی د تمدید ټوله ګټه د پاکستانیو جیب ته لویږی.
    که مونږ جنګ بس کړو او د یو باثباته افغانستان لپاره کار وکړو ، لری به نه وی چی زمونږ پاسپورتونه او پولی واحد به له ډیرو اروپایی هیوادونو سره سیال شی.

  6. بشير Reply

    فراخ نه پراخ
    فصاد نه فساد
    دالتا نه دلته
    ارپا نه آروپا
    سنګه نه څنګه
    فراخه نه پراخه
    بانګالي نه بنګالې

  7. Sulaiman islamdost Reply

    د مرګلو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو څخه تر ۱۳۰ هیوادونو زیاد چې ۵،۵ میلیاردو وګړو زیاد کسان پکې میشت دی، فلسطین په رسمیت پیژندلی که دا رقم فیصدی ته یی واړو د نړی تر ۸۰٪ جمعیت نه ډیر کسان پکې راځې. نو تاسو په کوم دلیل وایی چې (فلسطین ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی او ډېر هېوادونه لا ورته یوازې د فلسطینیانو ځمکې کلمه کاروي.)؟

  8. خالده خالد Reply

    دجرمني خلک ډیرپه اتفاق او خواریکښ خلک دي، دوی ته خپل هیواد لکه د سرسترګې ګران دئ۰د دوی ټولې هلې ځلې دخپل هیوادودانول دي۰ چیرې چې یوالی (اتحاد) وي، هغلته پرمختګ ، درنښت او اعتبار وې۰ زمونږ بدمرغي له یو بل سره په نه جورښت او بې اتفاقۍ کې ده ۰زمونږ په کورکې ډیر پردي جاوسوسان میشته دي ۰ ټولنه موله اداري فسادو نه ډکه ده( حتی په عدليه او قضأکې )۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *