Categories

اعلان

Loading…

ادبيات/ ګل رحمن رحماني

     د ادبياتو د تعريف او پېژندنې په اړه زموږ ګڼې پېژندنې او شننې لا هم د ادبياتو د کلمې له لغوي رېښې او ار نه پېلېږي، چې لومړى ځل کله، چېرته، څه ډول، د چا لخوا او څنګه کارول شوې، مانايې څه وه، پښتو ادبياتو کې کله دود شوه او بېلابېلو ادب پوهانو څنګه او په کومه بڼه وکاروله.؟

   دا ډول محدوده لغوي شننه او څېړنه به يو وخت د ادبياتو په پېژندنه او تعريفونو کې زياته مطرح وه، خو اوس مهمه خبره داده چې ادبياتو ته د انسان له ژوند سره څنګه تړاو ورکړل شي، د دواړو اړيکه څنګه وڅېړل شي او په دې خبرې وشي چې ادبياتو د انسان لپاره څه کړي او له انسان سره د ژوند له ګردابونو په راوتلو، هيلو پوره کولو او ورکو خوښيو په موندلو او بالاخره د يوه عالي ژوند په تر لاسه کولو کې څه مرسته کولى شي؟ ځکه چې انسان او انساني ټولنه ادبياتو موضوع جوړوي.

   د ادبياتو په پخوانيو تعريفونو کې د يوې ژبې ټول ليکلي اثار ادبيات ګڼل کېدل. وروسته ورسره ناليکلي ادبيات چې ډېره برخه يې ولسي ادب دى، هم په ادبياتو کې شامل شوه، خو دا تعريف بياهم نيمګړى و ځکه چې په ليکلو کتابونو کې په يوه ژبه کې د طب، ساينس او نوروعلومو ډېر کتابونه هم راتلل، خو ادبيات نه وو.

کل رحمن رحماني

کل رحمن رحماني

وروسته ورسره په اثارو کې د هنري او ادبي ارزښت موضوع هم شرط وګڼل شوه چې ددې شرط له لارې يې ادبي او غير ادبي اثار د ادبي ارزښت او ادبيت په تله سره بېل کړل او د ادبياتو تعريف يې يو څه روښانه او مشخص کړ.

استاد غضنفر ددې اثارو د بېلوالي لپاره د ( لوړ کيفيت ) لرلو خبره کړې چې موخه ورڅخه د ليکوال سبکي ځانګړتيا يا د مضمون او محتوا لوړ والى او يا دواړه دي، خو له دې هم سترګې نه شو پټولى چې د لوړ کيفيت موضوع له زمان سره تړلې او د وخت په تېرېدو سره د اوچت کيفيت خبره د تامل وړ ده.

   د ادبيات کلمې سره د تخيل او تخيلي ځواک موضوع هم تړلې ده چې په مرسته يې له نورو اثارو چې ادبياتو کې نه راځي، موږ د ادبياتو ماهيت او روح ته ځان نږدې کولى شو ، په دې برخه کې زمونږ سره ادبي سبک او ژبه پوره مرسته کوي.

علمي ژبه په لوستونکي کې احساس او جذبات نه شي پارولى، هغه ته يوه موضوع ښيي او لوستونکى يا اورېدنکى يې د زده کوونکي په توګه اخلي، خو ادبي ژبه يوازې په لوستونکي کې د پارېدنې احساس پياوړى کوي چې خپله لټون ته چمتو شي او د يوه څه د حاصلولو له پاره چې مخکې يې نه درلودل، په شعوري ډول وپارېږي.

خو دا په دې مانا نه ده چى ګني ښوونيز اثار د انسان له ژوند سره څه تړاو نه لري، که چېرته په دې ډول اثارو او د ادبياتو په ښوونيزو کتابونو او چيپترونو کې د لوستونکي لپاره ګټور او اساسي پيغامونه او پوهه وړاندې شي، نو دا لوستوال د ادبياتو په ژبه او موخه هم په اسانۍ سره پوهېدلى شي.

استاد اسدالله غضنفر په دې اړه داسې نظر لري: زموږ اکثرو زده کوونکو ته ادبيات د ځينو کسانو د سوانحو او د څو متروکو لغتونو زده کړه ښکاري، حال دا چې د ادبياتو تعليمي کتابونه بايد د زده کوونکو ذوقونه وروزي او د ژبي هغه څه ور زده کړي چې په اوسني ژوند کې پکارېدلای شي. دې مقصد ته د رسېدو لپاره ښه لاره دا ده چي د ادبياتو په درسي کتابونو کي معاصر ادب ته توجه ډېره شي.

   لکه څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، دلته ادبيات انسان ته د ځان پېژندنې او ځان په اړه د لټون احساس ورکوي، پارېږي او د خپل ژوند په اړه دويم ځلي فکر کوي، لومړى فکر يې سرسري دى او دويم يې ژوند او يوه هدف ته د روانېدو لپاره دى.

دا کار غير ادبي علوم نه شي کولى، ځکه چې هغه د انسان له احساس او عواطفو سره کار نه لري، تمرکز يې د انسان پر ځاى پر موضوع او موندل شوي حقيقت دى، عمومي خبره کوي، کړې تجربې بيانوي، خو هنري ادبيات پر انسان تمرکز کوي او د هغه حالت څاري.

ياده شوې موضوع له يوې زاويې د ادبياتو له موخې، دندې او رسالت سره تړاو لري، خو که د ادبياتو تاريخ ته ځېر شو، نو ډېر ستر پوهان هم لرو چې د ادبياتو پر رسالت يې باور نه درلود چې په دې برخه کې د اپلاتون نوم د ځانګړې يادونې وړ دى، ځکه چې نوموړي هنري ادبيات په ځانګړي ډول شعر بې ګټې او د انساني ټولنې لپاره مضر بلل.

د ادبياتو د موخې او رسالت په اړه ګڼو ادبپوهانو خپل نظرونه وړاندې کړي او هر يوه يې دا موضوع له خپل ليد لوري او ځانګړې زاويې څېړلې ده، خو کوم تعريف چى ډېر يې په اړه ګډ نظر لري، دادى چې ادبيات انسان ته د ځان پېژندنې ځواک ورکوي.

هڅاند او شعوري انسان تل غواړي چې خپل ځان وپېژني او خپل شتون په يوه ډول توجيه کړي، خپله معنوي هيله او تنده د هنر په وسيله څرګنده کړي، ددې لپاره اړ کېږي چې له هنر او ادب مرسته وغواړي.

غوره اديب بايد له ارواپوهنې سره زيات اشنا وي، ځکه چې دى د ادبياتو د انسان پېژندنې ماهر وي، د هغه له احساس او عواطفو سره لوبې ونه کړي، بلکې د هغه ستومانه او ستړي روح ته ارام ورکړي، څو د خپل ژوند او انساني هويت په اړه په ښه ډول فکر وکړي او ځان په رېښتني ډول وپېژني.

ځينې کره کتونکي وايي چې ادبيات د انساني ژوند د نيمګړتياوو د بيان لپاره غوره وسيله ده، څو هغه ځان ته ځير شي او ددې تشو په ډکولو کې له هغه سره مرسته وکړي او لارښود يې شي.

مشهور روسي ليکوال ماکسيم ګورګي ادبيات د نړۍ زړه بولي، هغه زړه چې د نړۍ ټولې خوښۍ، اندېښنې، خوبونه، انساني هيلې، غوسه او تاثرات د طبعيت د ښکلاوو له يادو شوو څېزونو د وېرې پر وړاندې په خوځښت راولي

ګورکي د ادبياتو د موخې په اړه په خپل مشهور نظر کې وايي: د ادبياتو موخه داده چې له انسان سره د ځان پېژندنې په برخه کې مرسته وکړي، پر ځاى ځان ايمان او باور پياوړى کړي، د خلکو په وجود کې حقيقت ته ميلان او بدګڼو يا بدرنګو سره د مبازرې ځواک غښتلى کړي، نېک خويونه په کې پيدا کړي، په روح کې يې عفت، غرور او مېړانه پياوړې کړي، له هغوى سره کار وکړي، څو له ځان نه نېک، پياوړي، نېکمرغه کس جوړ او ښکلى ژوند وکړي.

د ادب پوهانو په خبره ادبيات او په ټوله کې هنر درې اساسي دندې لري:

لومړۍ: ادبيات او هنر ښوونيزه دنده لري، په دې مانا چې انسان د ادبي اثارو په لوستلو سره د خپل ژوند، ټولنې او واقعيتونو په اړه معلومات زياتوي.

دويم: ادبيات له ښوونيزې دندې سربېره روزنيزه دنده هم تر سره کوي، ځکه چې انسان د ادبي اثارو په لوستلو سره د وړاندې شوو مطالبوتر اغېز لاندې راځي چې دا اغېز د انساني سلوک د بدلون سبب ګرځي.

درېيم: ادبيات د ښکلا درک کونې او پېژنې ځواک او دنده هم لري، په دې مانا چې موږ د ادبي اثارو په لوستلو سره د اثارو ښکلا او هنري برخو ته ځير کېږو چې په پايله کې يې زموږ د ښکلا پېژندنې حس وده کوي، خپله د ورته اثارو د پنځولو ځواک راکوي چې بالاخره دا ښکلا مينه پنځوي، مينه زموږ په وجود کې د ادارک او د ښکلا پېژندنې رېښې غځوي.

په ټوليز او پراخ مفهوم سره د ادبياتو د کلمې يوه بله مانا رېښتني مبارزه ده. دا مبارزه د واقعيتونو او په ټوله کې د يوه اصيل ژوند د کشف او تر لاسه کولو لپاره تر سره کېږي چې پايله يې انسان ته ازادي او سوکاله ژوند دى.

کره کتونکى رضا براهني وايي چې شاعر او اديب داسې يو کس دى چى که چېرته يې طبعيت خوښ نه شي او يا يې پايله د خپل ژوند لپاره شومه وي، نو په شعوري او يا غير شعوري ډول د هغه پر وړاندې اقدام کوي.

   نوموړى زياتوي: که چېرته حس کړي چې په خپله ټولنه او چاپيريال کې مقيد او محدود شوى، انساني تلپاتې ارزښتونه مخ پر زوال دي، نو پر ضد يې درېږي، په همدې ډول که په انسان کې کوم بل شرارت پيدا کړي چې غير انساني سرچينه ولري، نو ورسره جګړه کوي.

   په ټوله کې دده موخه د يوه غوره انسان رامنځته کول دي چې د يوه داسې مودب او مهذب انسان رامنځته کول د ادبياتو او هنر له مرستې پرته ګران کار دى او اديب اړ کېږي چې د هغه بدګڼې او ورکې ښکلاوې د ادبي اثارو په هنداره کې ور وښيي او د يوې عالي او متعالي څېرې د موندلو د لټون حس ورکړي.

د ځينو ادبپوهانو په اند، ادب هر څه دى او دليل يې دا راوړي چې ادبيات انسان ته د ابديت حس ور په برخه کوي چې دا ځواک په نورو علومو او هنرونو کې نه ليدل کېږي، د انسان د ادبديت دا حس د هغه له مادي او معنوي استقلال سره تړلى، په ادبي اثر کې د کلمو عمر له ډبرو هم زيات وي.

يوه الماني فيلسوف کانت بيا شاعري تر ټولو اوچت هنر بللى او د اپلاتون خلاف يې هغه ته د انسان د روحي او فکري تسکين او روزونکي نوم ورکړى دى.

ادبي اثار تر ډېره له ژوند نه د يوه ليکوال پر تجربو او اخيستنو ولاړ وي، له يو څه نه لومړى خپله اغېزمن شي، هغه موضوع په ذهن کې پخه کړي، په ذهني کلمو کې يې واړوي را واړوي او وروسته يې په ادبي ژبه وړاندې کړي او د نورو پاملرنه چې مخکې يې په عادي نظر ورته کتل، هم موضوع ته ور واړي.

دا موضوع کله کله ډېره کوچنۍ او له پامه لوېدلې وي، خو شاعر او ليکوال خپل ظرافت او هنر ته په پام سره د نورو پام ورته را اوړوي، خو د ليکوال د تشې شخصي تجربې له بيان سره مخالفتونه هم شته.

اسپانوي ليکوال لويس بورخس(١٨٩٩ – ۱۹۸۶ (وايي چې يو ادبي اثر بايد د ليکوال له شخصي تجربو اوچت وي، ليکوال بايد خپلې شخصي او ورځنۍ تجربې په لومړيو کې له ځان سره زېرمه کړي او د تر لاسه شوې انرژۍ وروسته يې د ځينو نورو مهمو او د پام وړ پېښو سره چې خپلواکي او اغېز يې زيات وي، يو ځاى او وړاندې کړي.

څرنګه چې د ادب ژبه له عادي ژبې لوړه ده، د رمز او راز ژبه ده، يوه کلمه که په عادي ژبه کې يوازې يوه مانا رسوي، خو کله چې ادبي ژبې ته ننوځي نو د يوې مانا پر ځاى ګڼې نورې ماناوې هم پيدا کوي، د ګڼو پيغامونو په رسولو او روښانولو کې مرسته کوي.

ادبي اثار خپلو دې ځانګړتياو ته په پام سره پر انسان او انساني ټولنه خپل ژور اغېز پرېږدي، احساسات او عواطف پاروي، د ټولنې په راتلونکو نسلونو کې هم اغېز پرېږدي او ډېر ځله مادي او معنوي پرمختګونو او ودې ته لار پرانېزي.

د ځينو په اند چې ادبيات يواځې د تخيلي ځواک يا تخيل په مرسته له نورو علومو بېل شوي او له واقعيت سره واټن لري، خو د ښکلا پېژندنې پوهان د ادبياتو په اړه خپل تعريف کې وايي چې ادبيات په هنري، عاطفې او تخيلي ژبه د واقعيتونو انعکاس دى.

بله مهمه موضوع د انسان له معنوياتو سره د ادبياتو تړ او دى، ليکوال او شاعر ته چې د ټولنې تر ټولو هيښ او بيدار انسان ويل کېږي، لامل يې دادى چې له خپل چاپيريال او ژوند نه يې د نورو خلکو په پرته اخيستنه او تجربه ژوره او دقيقه وي.

همدې ټکي ته په پام سره روسي ليکوال تولستوى هم ادبيات د انسان لپاره د عالي روحي او معنوي لذت سرچينه بولي.

اديب چې خپله د سوکاله او ښکلي ژوند له درک وروسته، يوه مهذب ژوند ته د انسان او ټولنې په رسېدو کې مرسته کوي، دا اړيکه يې د ادبياتو او ادبي ژبې په مرسته ټينګه کړې ده.

اسپانوي ليکوال کاملو خوزه سلا چې په ١٩٨٩ کال کې يې د ادبياتو نوبل جايزه هم ګټلې، په دې اړه وايي: ليکل زما لپاره يوه اړتيا ده، که غواړم چې له خپل ځان او خپلو همبڼو سره اړيکه ټينګه کړم، نو دا اړيکه بايد د کلمو له لارې رامنځته شي، د بشر په تاريخ کې هغه شېبه چې لومړني انسان لومړۍ کلمه په ژبه راوړه، د امريکا له کشف، د ګوانتم فزيک وړاندې کولو او اتم لومړۍ نظريې رامنځته کولو نه ډېره مهمه ده.

لنډه دا چې ادبيات د ځينو په اند تش د خوند او وخت تېرولو وسيله نه ده، بلکه ادبيات د انسان جوړونې، د هغه د معنوي روزنې او يوې متعالي ټولنې رامنځه کولو ځواک لري، خو هلته چې اديب له ځاني او فردي تجربو يو څه راووځي او له انساني تجربو سره ټولنيز احساس او اخيستنې هم مل کړي.

اديب خپله دهغه ټولنې غړى دى چې دى ورته ادبيات رامنځته کوي، که چېرته ځان له خپلې تولنې جلا او بېل مخلوق بولي، نو ګرانه به وي چې پيغام يې په اسانۍ سره په ټولنه کې جذب او موخې ته ورسېږي. ننى انسان تر بل هر وخت خپلې ټولنې او خپلو همبڼو ته زيات نږدى دى، ځکه يې په ټولنه کې د کار اغېز او موثريت هم زيات شوى دى.

   انسان تر بل هر مخلوق اوچت جمال او جلال لري، خداى تعالى ورته (اشرف المخلوقات) نوم ورکړى، کله کله له خپل جلال او جمال نه بې پروا کېږي، ترې هېر وي، دا احساس ورسره نه وي چې څوک يم او څنګه يم، خو که د ادب په ټولنيزه هنداره کې دا ورک شوى احساس بېرته ورکړل شي، خپل هويت ورته په ښه ډول څرګند شي، نو جلال او جمال يې په ټولنه کې هم غځونې کوي او اديب خپلې يوې موخې ته رسېږي.

————————————–

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

80 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *