Categories

اعلان

Loading…

تاج محمد جاهد د کورنیو چارو وزیر ونومول شو

تاند- د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په هالنډ کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی او پر ځای یې تورنجنرال تاج محمد جاهد نومول شوی دی.

جاهد د ولسي جرګې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو په صورت کې د کورنیو چارو وزیر کېدای شي.

نورالحق علومي، چې کابو یوه میاشت پخوا یې استعفا وړاندې کړې وه، په داسي هیواد کې د سفیر په توګه ګومارل شوی، چې له ډېرې مودې راهیسي یې کورنۍ هم په دغه هیواد کې مېشته ده.

جاهد، چې د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی، د پنجشېر اوسېدونکی دی.

د ده د ژوند لیک په اړه ویل شوي چې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې یې په پنجشېر کې دوولسم لوستی او وروسته یې په جهاد کې د برخې اخیستو ترڅنګ په پاکستان کې، په داسي حال کې تر دوکتورا لږ ټیټې زده کړې وکړې، چې لیسانس یې نه و اخیستی.

د مجاهدینو د حکومت په لومړیو کلونو کې جاهد د ضربتي غونډ قوماندان و، وروسته د شورای نظار د ملي امنیت د میکانیزه لوا قوماندان شو.

د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته جاهد د شمال ټلوالې له نورو غړیو سره پنجشېر ته وتښتېد. او همالته د سلګونو نورو عادي کسانو په شان، چې حتی حربي ښوونځی یې هم نه و لوستی، د جنرالي رتبه ورکړای شوه.

ده د طالبانو د حکومت تر پرزېدو وروسته حربي پوهنتون لوستی او دیپلوم ترلاسه کړی دی.

جاهد په داسي حال کې حربي پوهنتون لوستی چې د ۰۵۵ فرقې قوماندان و.

14 total views, 2 views today

7 comments

  1. abdulwali mamozai Reply

    دی ته وای بدبختی یو واقعی جنرال له لاسه ورکو په جای یو بی سیوادا انسان ته وزارت ور سپارو خلک باید تری پوشتنه وکری چی دا په کومه University کی وا په پاکستان کی

  2. Alakozay Reply

    اوس نو موږ د پارلمان د وکیلانو اسلام او قضاوت ته منظر یوو که یی داسی یوه بیسواده سړی ته رایه ورکړ ه نو انشالله د قیامت د ورځی مختوری به وی او که یی مثبته رایه ورنکړه ایمان به تیر کړی او شهامت به یی کړی وی

  3. Alakozay Reply

    غنی صاحب مو ږ قوم او ژبه نه پالو ولی والله که تنها دا پنجشیریان ددی مستحق وی اوس یی له ویله ګردانو کابل ندی په امان او په هر جنایت کښی دوی لاس لری. دومره کبر او ظلم چی له خلکو سره کوی یهودان یی نکړی ټوله د جهاد ثمره همدا خلک باید وخوری؟ آیا دوی د ټولو تاجکانو نماینده ګوی؟ ايا دوی د نورو قومونو سرداران دی ؟ د دوی څه بهتری ده؟ خو بس ده د اجرایی ریاست چوکی خو مو په خیرات کښی ورکړه نورڅه غواړی؟ غنی صاحب لږ د زمریانو پوستین واغونده غیرت وکړه الله ج تسریع ویلی چی زه غیرتی ذات یم او غیرتی خلک می خوښیږی او کمک او مرسته ورسره کوم نور زیات پر خدای اتکا کوه دا خلک باید ډیر ښه درس ووینی او ګنی را خوشی کړه دا چوکی چی ریاست جمهوری ووینی

  4. Aminyar Abdul Rahim Reply

    یو څوک چی د جنګ د میدان څخه وتښتېد په عسکری لهاذ باید فایر سی. دی سربېره پر دې چی فایر نسو بلکی د تورن جنرالي رتبه یی هم اخستې ده. افغانستانه په تاکی هم عجبه بې غیرته انسانان ژوند کوی چی دخپلو پیسو رتبې یا د قدرت دپاره خره ته هم بابا وایی الله دی پر افغانانو ورحمیږی.

  5. شاپور Reply

    ای لویه خدایه دزورو اوکبرجنو مو وساته
    دبې عدالتیو اوسرزوریو په وړاندې مو یووالې اوجراات اودبرید قوت نصیب کړه
    دپنجشیر دعلاقه داری دکبرجنو زورواکو اولوټمارو مو دیوې داسې لارښودنې په لور برابر کړه، چه دخپلو انسانې، اسلامې اووطنې حقوقو دلاسته راوړلو لپاره غږ اوچت کړو، اونوریې دکبر اوبدمعاشی په وړاندې په میړانه راپورته شو.
    ‌‌‌‌‌‌ډار او ترس خو یو طبیعې شی ده، ولې دومره ترس چه دخپل حق دغوښتو په وړاندې چپ اودخپل کور اوکلې په من‌‌‌‌‌‌ډو شو، نه دافغانیت اونه هم داسلامیت غوښتنه ده. هر هغه څوک چه دداسې بې عدالتیو په و ړاندې پټه خوله پاته شو، دهیواد تاریخ به یې دیاده ونه باسې

  6. خالده خالد Reply

    یوسم خبر به وانه وریدل شي۰چیرې چې چرسي، بنګي، پوډري، مافیا، قاچاقچي،دلال،غل اوداسې نور ۰۰۰ دجنرال، مارشال،تورن۰۰۰درجې اخلي۰د جنرالئ رتبې ته رسیدل دومره آسانه خبرنده چې هرټوپکچي د جنرال کیږي ۰دهرې پچې لاندې یو( جن ران ) ۰په ټوله نړۍ کې دومره جنرالان نه موندل کیږي لکه چې په افغانستان کې ۰په اساسي قانون کې راغلي چي یو وزیردې لوړې زده کړې ولري خوزمونږ په ځنګلي شوراکې هرڅه تصویبیږي ۰نه قانون شته، نه اسلام شته اونه میړانه ۰خبره دملت دوینې ځبیښل ده لکه دملا نصرالدین پوستین ده۰

  7. شفيع الله ابراهيمى Reply

    اى الله مونږددغسى ظالموخلکودواک نه وساته،اى الله مونږ ډير زيآت ګنهګاريو دغه قسمه جاهل خلک زمونږ دسرنه واخله ، اى الله مونږته داسى مشران راکړه چى هغه يقينا ددى وړتيا ولرى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *