Categories

اعلان

Loading…

د رنګ توس/ پوهنمل حاجي محمد نوزادي

(څلورمه برخه)

  ( په تیرو دوو برخو کي د انرژي د یوې مهمي سرچینې په توګه پخپله د طبعي ګاز ، د هغه د لیږدولو د ځانګړتیاوو او د پروژې د لنډي تاریخچې په هکله تر یوه بریده بشپړ مالومات وړاندي سو . پدي تړاو نور اړین مالومات په همدې برخه کي ولولی ) .

  د پروژې په تړاو اړین مالوماتي ارقام :

     د تاپي نل لیکی ټول اوږدوالی ۱۷۰۰ کیلو متره سنجول شوی چی نژدی نیمه برخه یانی ۷۵۰ کیلومتره یی یوازی دافغانستان په خاوره کی تیریږی . پر دغی پروژی باندی د ۶،۵ څخه تر ۸ میلیارډ ډالرو پوری لګښتونه اټکل شوی دی . دنل لویوالی د ۵۶ انچو په قطر ټاکل شوی او په پام کی وه چی کار به یی په ۲۰۱۲ کال کی پیل او د دوو کالو په موده کی په بشپړ شی . په نطر کی ده چی پاکستان ، هند او افغانستان به ددغه نل دلاری له نوموړی ګازو څخه  دیرش کاله ګټه واخلی او دوروستی سرنوشت په هکله به یی هغه وحت دحالاتو سره سم فکر وشی . انسانان اوس دیوی نه ختمیدونکی انرژۍ دسرچینو پیداکولو په لټه کی دی . اړتیا داسی یوه مور ده چی هر څه زیږولای شی ، ددی خبری مانا داده چی دیرش کاله وروسته کیدلای د انرژۍ نور شکلونه را پیداشی چی له ګاز نه به هم ارزانه وی . داخبره هم باید هیره نکړو چی ګاز یوه لایزاله او  نه تمامیدونکې زیرمه نده او کیدلای شی دیرش کاله وروسته دترکمنستان زیرمی نور ددومره ګاز د خرڅولو توان دلاسه ورکړی . که هرڅه پر همدغه حال پاته وه نو همداسی به ، مګر په نوو شرایطو سره دوام ومومی . د اوسنی قرارداد له مخی به پاکستان او هند هر یو په کال کی دیرش دیرش میلیارډ مکعب متره ګاز ترلاسه کړی . زما په اند به دسیمی په کچه ددغی نل لیکی ګټه تر ټولو زیاته دسیمه ایز ټیکاو په برخه کی وی او یو داسی باوری پوتنشیال به رامنځته کړی چی دافغانستان او پاکستان ترمنځ او همدارنګه د پاکستان او هند تر منځ به کړکیچونه ترلویه بریده په سمیدو کړی او داهغه څه دی چی په نړیوال ټیکاو کی به مرسته وکړی . ددې کار نښی نښاني همدا اوس د شکل نیولو په مرحله دي .

      زموږ د پاره د پروژې ګټورتوب :

      داچی افغانستان داګړۍ دخپل کړکیچمن تاریخ په ډیر ستونزمن پړاو کی شپی تیروی نو زه ددی هیلی سرچینی په ټوکیدو وینم چی له هر بل هیواد نه به یی افغانستان ته ډیره ګټه ورسیږی . زما په اند دا ګړۍ نوموړی نل لیکه دافغانستان لپاره دعینک دمسو تر معدن هم دزیات اهمیت درلودونکۍ ده . افغانستان ته د نل لیکی نه داټکل شوو ګټو یو لنډکۍ نیمګړۍ لړلیک په لاندی ډول یادولای شو :

لومړۍ ـ په اقتصادی ډګر کی:

   پدی برخه کی افغانستان ډیر څه ترلاسه کوی ، لکه :

 الف ـ  په زرګونو کسانو ته به کار پیداشی اورسره سم به دکورنیو عواید جګ ولاړ شی.

  ب ـ افغانستان به هرکال د ګازو دتیرولو دحق العبور پخاطر شاوخوا ۴ سوه میلیونه ډار پلاس راوړ .

  ج ـ افغانستان به دپروژی د بشپړیدو په پای کی د دوو کالو په موده هرکال ۱،۸ میلیارد مکعب متره او وروسته به هرکال ۵،۱ میلیارډ مکعب متره ګاز ددغی نل لیکی څخه تر لاسه کړی.

  د ـ ددغه ترلاسه شوی ګاز پربنسټ به په اړوندو ولایتونو کی داړتیا سره سم په سل ګونو میګاواټه حرارتی برښنا تولید شی .

ه ـ همدارنګه دکیمیاوی سری فابریکی ددغه ګاز په مټ په يام کی نیولی شوی چی ددغو فابریکو او حرارتی برق د سټیسنو پخاطر  اسیایی پرمختیایی بانک د پانګی اچونی وعدی ورکړیدی.

 و ـ دکندهار او هرات صنعتی پارکونه به یی پر بنسټ پراختیا ومومی او دمنځته راعلی اسنتیاوو څخه به یی ګټه پورته کړی .

ز ـ ددی پروژی بریالۍ پرمختګ به کورنی او بهرنی پانګوال و هڅوی څو په نورو برخو پانګه اچونه وکړی . دبیلګی په توګه څه موده مخکي  دافغانستان دلاری ایران ته د تاجکستان د ۱۰۰۰ میګاواټه بریښنا دلیږدولو پر خبره د ایران او تاجکستان تر منځ هوکړه وشوه چی دافغانستان په خاوره کی به زرکیلو متره واټن ووهی . لدی نه وړاندی دتاجکستان او پاکستان ترمنځ هم ورته هوکړه شوی وه . د تیرو څو کلونو په موده کی دنل لیکی دچارو مثبت پرمختګ ان دعینک دکان پر قرارداد باندی دچین سره زه بی تاثیره نشم ګڼلای ( پدي لیکنه کي ارقام د څو کاله مخکي خپاره سوو مالوماتو څخه اخیستل سویدي او کیدلای سي د اخیرنیو ارقامو سره لږ توپیر ولري ) .

    د دې د پاره چي ددغي نللیکي عملي اهمیت هیوادوالو ته په ډاګیزه توګه په ګوته کړم ، باید ووایم چي د نللیکي د عملي کار تر رسمي یوازي څو ورځي وروسته افغانستان د نړیوال سوداګریز سازمان ته په رسمی غړیتوب و منل سو . دا کار په هیڅ ډول د نللیکي سره بي ارتباطه ندی .

دویم ـ په سیاسی ډګر کی:

     اقتصاد دبیخ جوړښت ( زیربنا ) په توګه دټولنی پر ټولو سرجوړښتی ( روبنایی ) برخو خپل نیغ اغیز ښندی چی دلته هم د استثنا خبره ځای نلری . سیاست چی د روبنایی چارو یوه مهمه برخه ده ، په افغانستان کی به لوړ یاد شوی اقتصادی پرمختګونه  سیاست هم ترخپل نیغ اغیز لاندی راولی . په سیاسی برخه کی کیدلای شی دلاندی ګټو یادوونه وشی :

 الف ـ دسیمی اړوند هیوادونه به دمجبوریت له مخی و دی ته وهڅیږی څو په افغانستان کی دیوه داسی قانونی دولت د منځته راتلو په چارو کی مرسته وکړی  چی دخپلو نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کولو جوګه وی .

ب ـ په سیمه کی دمتقابلو ملی ګټو په پام کی نیول : له بده مرغه په سیمه ایزه کچه دلته ډیر کم داسی حکومتونه منځته راغلی دی چی خپلی ملی ګټی دنورو د ورته ګټو په نظر کی نیولو سره تعریف او ساتنه یی وکړی . دلته راغلو حکومتونو تل یاهرڅه ځان ته غوښتی او یا یی هرڅه دخپلی بیکفایتۍ له مخی نورو ته ورکړی . زما په اند ددی ناخوالی یو له پیاوړو لاملونو څخه همدا وو چی ددغو هیوادونو ترمنځ داسی اقتصادی ټینګو مزو شتون ندرلود چی نوموړو هیوادونو ورڅخه پریکون کولای نشو . دانل لیکه اود بریښنا لینونه به هغه مزی وی چی دسیمی دهیوادونو روا ګټی به داسی یو له بله سره وتړی چی دوی به مجبوره وی یو دبل ګټی په پام کی ونیسی او درناوی ورته وکړی.

ج ـ لوړ او ورته نور لاملونه چی دا ډول مزی به یی وزیږوی ، داټول به لاس سره ورکړی څو دجنګی جغرافیی لمن له سیمی نه ټوله کړی کنه نو په دوام کی به یی د ټولو ګټی په خطر کی ولویږی .

دریم ـ دسولی او امنیت په برخه کی :

      د سیمی دهیوادونو لوړی اقتصادی او سیاسی ګټی هغه وخت په ښه ، اسانه او ارزانه توګه تامین کیدلای سی چی په افغانستان کی سوله ترلاسه، امنیت ټینګ  او تلپاتۍ ټیکاو منځته راغلی وی . ددی دپاره پکارده چی :

   الف ـ لکه څنګّ چي یې همدا اوس یې نښي نښاني لیدلاي سو ، غواړي یا نه غواړي ، پاکستان به په افغانستان کی و امنیت ته لیوال شی او دسولی په چارو کی به دخپلو ګټو پخاطر د زړه له تل نه هلی ځلی وکړی . داخبره تر لمرسپینه ده چی د پاکستان صادقانه هلی ځلی پدی کار کی بی اغیزه نه پاتی کیږی . که څه هم د افغانستان په خاطر د پاکستان پر صداقت باندي هیڅ یو افغان باور نلري ، خو داچي خپلي اقتصادي ګټي یې دلته د سولي سره تړلي  دې ، پاکستان په مجبوره وي د خپلو سیاسي ګټو یوه برخه چي په افغانستان کي د شخړو او نا ارامیو سره تړاو لري د اقتصادي ګټو چي زموږ د هیواد په سوله او ارامۍ کي نغښتي ده ، قرباني کړي .

 ب ـ د سولی په راتګ سره به خارجی وسلوالو قوتونو ته نور دلته دپاته کیدلو بهانه له منځه ولاړه شی او افغانستان کی به دی کارته لاره خلاصه شی څو د رښتینو دموکراتیکو انتخاباتو دلاری دټولو پرګنو دخوښی داسی یو دولت منځته راشی چی د پاکستان او نورو ګاونډیانو سره دمتقابلی دوستۍ اړیکی وساتی او دخپلو نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کوو جوګه وګرځی .

  ج ـ  دهیواد په دننه کی تر اوسه پوری د دولت د وسلوالو مخالفانو له ډلی نه تر طالبانو وړاندي لا د اسلامی ګوند مشر ښاغلی حکمتیار دیوی اعلامیی په ترڅ کی دنل لیکی ملاتړ کړی او ویلی یی دی چی دده جنګیالی به نه یوازی دنل لیکی دکار مخنیوی نه کوی بلکه وهر ډول مرستی ته یی اماده ګی ښودلی ده . زه دا کار دامنیت او سولی رامنځته کیدو په موخه دنل لیکی داغیز ښندلو لومړی نیکمرغه نښه بولم چی زما دهیلو ښکارندویی کوی . خدای دی وکړی چی زما وړاند ویینی د واقعیت سره سمون وخوری .

په هیواد کی دیوی تلپاتی سولی او اقتصادي شیرازۍ په هیله !

                                                پای

د ډنمارک هیواد  ـــ   د  ۲۰۱۶ کال فیبروري میاشت

د ښاغلي نوزادي نورې لیکنې

42 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *