Categories

اعلان

Loading…

یوازې پر خپل ځان تکیه وکړئ/لنډه کیسه/لیکوال: حمیدالله حمیدي

  • پام کوه!
  • په پښو مې را وختې، ولې دومره بېړه لرې، دا دی زه هم په قطار کې ولاړه یم، دلته، خو څه سیل ته نه یم راغلې.

ښځې پوزه کش کړه، په اوږه کې پروت بکس یې نور هم د ورمېږ خواته کړ:

  • وبښه خورې، پام مې نه و.

وړانګې مخ تاو کړ، په شونډو کې وپسې ده، دې ته ګوره پام مې نه و، بې له هغه مې زړه په خوله کې دی.

مېرمنې په خپل نوبت سره د اروا پوه کوټې ته ورننوتلې، ځینې به پنځو او ځینو په ان شپږ دقیقې وخت نیولو.

وړانګه، چې له کوره پټه راغلې وه، زړه یې لړزې اخیستی و، له ځانه سره به یې ویل، هسې نه کوم پېژندګوی کس مې وویني، په سپکو به سپکه شم، خدای خبر چې اروا پوه به څه راته ووایي هسې نه له ژونده مې زړه تورکړي.

د ښځو اوږد قطار ورو ورو لنډېدو، له یوه ساعته وروسته، وړانګه هم د مشورې خونې ته لنډه شوه.

د ډېرې بېړې له کبله به یې کله په ټیلفون ځان غلط کړ او کله به یې هم شا او خوا ته اوتر اوتر کتل.

په کوټه کې دنګ، غنم رنګ، او خنده رویه ځوان ناست و، د وړانګې له ور ننوتو سره په چوکۍ کې لږ څه جګ شو

په خیر راغلې خورې،

  • مهرباني وکړه خورکۍ، دلته په چوکۍ کېنه!

وړانګه ورخطا ښکارېده، کله به یې اروا پوه ته کتل او کله هم ځمکې ته.

اروا پوه په  نرمه لهجه ورته وویل:

  • هېڅ خبره نه ده، لومړی ځان ارامه احساس کړه، ورسته دې بیا راته ستونزه و وایه. پر ما باور وکړه، زه ستا د ورو په شان یم. هر څه چې وي زما او ستا ترمنځ به وي، هېڅ خبره نه ده ماته د ورځې په لسګونه ستا په شان کسان راځي.

شا ته یې تکیه وکړه ساه یې واخیسته په آمرانه لهجه یې وویل:

  • دا ژوند دی.

خبرې یې وغزولې.

  • پوهېږې؟ ژوند د ستونزو او خوښیو ټولګه ده. هرڅه د ځان لپاره حل لاره لري، لازمه نه ده، چې هر څه دومره جدي ونیسو.

وړانګې اوږده ساه واخیسته شونډیې وخوځېدې:

  • دوه کاله مې د واده کېږي، واده مې په خپله خوښه کړی له خاوند سره مې ښه خوشاله یم، ښه ژوند لرم، د هېڅ شي کمی نشته. پوهېږې وروره، داسې ژوند لرو، چې آن شا او خوا ګاونډیان زموږ د ژوند ارمان کوي او خوبونه یې ویني.

اروا پوه د وړانګې خبرو ته په دقت غوږ نیولی و.

د وړانګې جرآت نور هم زیات شو، د خپل خوښ ژوند ټوله کیسه یې ورته ټکي په ټکي وکړه، ارواپوه ته یې وکتل، د یوې شهزادګۍ په څېر ژوند لرم ، خو دا دوه ورځې…

اروا پوه  خپلې عینکې له سترګو لرې کړې.

  • خو دا دوه ورځې څه؟

وړانګې خبرې نه کولې، سر یې ښکته اچولی وو،

اروا پوه بیا پوښتنه وکړه:

  • دا دوه ورځې څه، هر څه را ته په ډاډ و وایه، هېڅ خبره هم نشته.

وړانګې وویل، هسې مې هغه ورځ له خیبر سره ټوکې کولې.  ورته ویل مې چې په دې خو پوهېږم، ډېره درته ګرانه یم، خو که خدای مه کړه یوه ورځ په داسې یوه ازموینه کې را ګیر شې، چې زه او مور دې دواړه په ابو کې ډوبې شو او ته یوازې د یوې د را ښکلو چانس ولرې څوک به وژغوري؟

خیبر په کړس وخندل توبه توبه، دا خبره هم د کړلو ده؟

په دې وچ وطن کې دومره اوبه له کومه شوې، چې تاسو به ډوب کړي.

نه هسې مې په ذهن کې دا پوښتنه را پیدا شوه، باید ځواب یې کړې.

خیبر بیاوخندل، معلومه خبره ده، چې مور مې، ځکه هغې زه دنیا ته راوړی یم، لوی کړی یې یم او ستونزې یې را سره ګاللې دي.

په سترګو مې توره شپه شوه، په ځان پوه نه شوم، دا دوه ورځې را باندې د دوو کلونو په څېر تېرې شوې.

له هغې ورځې تر نن ډیره په غوسه او خپه یم، لکه ما چې فکر کولو خاوند مې له ما سره دومره مینه نه لري، اوس نه پوهېږم څه وکړم؟

په دې ډول راته ژوند سخت دی، ستا مرستې او مشورې ته اړتیا لرم.

اروا پوه ځواب ورکړ:

  • دا خو هېڅ د اندېښنې وړ خبره نه، د دې لپاره، چې په اوبو کې ډوبه نه شې لامبو زده کړه!

خبرې یې وغزولې:

  • په ژوند کې د یوه ملاتړ درلودل اړین دي، خو موږ باید په خپل ځان باور او اعتماد له لاسه ور نه کړو، دا سمه ده، چې موږ په ورځني ژوند کې د نورو مرستې ته اړ یو، خو داسې نه، چې دغه څه مو د دې سبب وګرځي، چې مرګ او ژوند مودې په بل چا پورې تړلی وي، تل باید هڅه وکړو تر ډیره خپلې ستونزې په خپله هوارې کړو، په ستونزو کې لامبو ووهو او ځان د خوښیو وچې ته وباسو.

48 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *