Categories

اعلان

Loading…

د پلانې خان موټریز کاروان!/ احسان الله ارینزی

د عالیجنابانو حامد کرزي او اشرف غني د پاچاهیو او د لویدیځې ولسواکۍ یوه لویه لاس ته راړونه دا وه چې پخوا به د افغانستان لومړی درجه مشرانو، بې له باډیګاردانو او زره موټرو حرکت کاوه؛ خو اوس ان شپاړلسمه درجه خلک، د مثال په توګه د پلانۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان یا د ولایتي شوری غړی یا دې ته ورته کسان زره موټر او وسله وال باډیګاردان ګرځوي او په (موټریز کاروان) کې حرکت کوي!

کله چې ما وغوښتل د دې موټریزو کاروانونو په هلکه یو څه ولیکم، ارواښاد داکتر نورعلی خان یاد ته راغی چې محمدزی و، د پاچا له خپلوانو څخه و، د لوړو زده کړو خاوند و، په یو وخت کې د افغانستان د صنعتي پرمختیا بانک رییس او د سوداګرۍ وزیر و او ډېر نور فضایل یې درلودل؛ خو د وزارت په یو موټر کې به ګرځېده او چې مازدیګر به کور ته ورسېد، دولتي موټر به یې فوراً رخصت کړ او خپل ټول شخصي کارونه به یې په شخصي موټر کې کول.

زما په یاد دي چې یو ورځ داکتر نورعلي په سینما پامیر کې له صنعتي بانک څخه ښکته شو. ده غوښتل چې د کابینې په غونډه کې د ګډون له پاره ارګ ته لاړ شي.

کله چې داکتر په سینما پامیر کې د بانک له ودانۍ څخه ښکته او خپل روسي والګا ته نژدي شو، له خپل یو ملګري سره مخامخ شو چې ډېره موده یې نه و لیدلی.

داکتر نورعلي د دې له پاره چې د دوی خبرې دریور کاکا هاشم ته مزاحمت و نه کړي، د موټر دوازه وتړله؛ خو کاکا هاشم داسې فکر وکړ چې داکتر نورعلي په شا سیټ کې کیناست، له همدې امله یې حرکت وکړ او بې داکتره ارګ ته لاړ.

کاکا هاشم د صنعتي بانک دریور ډېر شریف انسان؛ خو دومره ساده و چې په رڼا ورځ به ویده ښکارېده. په هر صورت داکتر نورعلي چې ولیدل کاکا هاشم لاړ، له خپل ملګري څخه خدای پاماني واخسته او په یو ټکسي کې پورته شو چې ارګ ته لاړ شي.

بله ورځ داکتر نورعلي کاکا هاشم ته نصیحت وکړ چې سړیه اول د شا سیټ ته ګوره او بیا حرکت کوه!

دا و د آل یحي د فجایعو یوه زړه بوږونکي کیسه؛ خو کله چې آل سوشلزم، آل جهاد، آل مقاومت، طالبان، آل استخبارات او آل دموکراسي پيدا شول، داسې ناکردې یې وکړي چې اوس خلک په حقه د کفن کش قدیم ارمانونه کوي او په تېرو یادونو کې ډوب ښکاري.

په هر صورت خبره د موټزیزه کاروانونو وه. د ارواښاد اجمل خټګ په خبره غټان – غټان پیدا دي؛ خو په اوسني افغانستان کې حتی د داسې ولسوالۍ امنیه قوماندان په موټریز کاروان کې روان وي چې شپيته کیلومتره مربع رقبه لري!

له دې پورته والیان، امنیه قوماندانان، د ولایتي شورا غړي او مشران، د ولسي جرګې غړي، د جهاد او مقاومت مدعیان، وزیران، څو درجنه مشاورین، اجراییه، قراردادیان، شتمن کسان، مافیا او ډېر نور داسې حضرات راځي چې ټول په موټریزو کاروانونو کې ځي، راځي او ښاریانو ته ستونزې جوړوي.

بله خبره چې دلته د یادولو وړ ده، دا ده چې په دې موټریزو کاروانونو کې دوه – دری داسې زره موټر حرکت کوي چې هر یو په لسګونو زړه ډالر بیه لري او ډېرې بې قانوني اسنادو او ګمرکي محصوله وارد شوي!

ښکاره خبره ده چې د زړه موټرو او موټریزه کاروانونو شوق او هوس، په مرکز او ولایاتو کې د چور فرهنګ له خورولو، د اداري فساد له پراختیا او ښکاره غلا سره ډېره مرسته کوي او داسې منفي او ناروا فرهنګ وده مومي چې ډېر خلک اوس په حلالو شتو او پیسو شرمېږي او میدان سرو غلو ته تش پاته دی!

که څوک دا خبره نه مني، دا دې ولولي چې زموږ هېواد د شپږم کال له پاره د ډېرو فاسدو دولتونو په کتار کې لومړی یا دوېیم ځای نیسي.

د کابل ښاروالي معابر، د کندهار د ګمرک پیاده، د سیدآباد د لیسې ښوونکی، د فیروز کوه روغتون نرس یا د بلخ د مستوفیت کاتب د دې اداری فساد مسببین نه بلل کېږي. دا فساد هغه کسان کوي چې د مثال په توګه د تېلو په یو قرارداد کې سل ملیون ډالره وهي او بیا په داسې موټریزو کاروانونو کې روان وي چې څوک ورته د چپ کتلو وس هم نه لري! ترافیکان مخکې ځغلي، مخابري چالانې وي او دېرش، څلوېښت باډیګاردان له شا څخه امنیت ساتي.

د دې کاروانونو د موټرو او باډیګاردانو د تېلو، اعاشې، ترمیماتو او نورو غیرشرعي لګښتونو بوج هم د دې دولت په غاړه دي چې خورا دروند بلل کېږي او کېدای شي چې دولت د نړۍ د دوېیم ډېر فاسد دولت له دریځ څخه لومړي دریځ ته لوړ او چارواکو ته د دنیا او آخرت سرلوړي وګټي.

————————————-

د ښاغلي ارینزي نورې لیکنې

48 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *