Categories

اعلان

Loading…

روسیه د افغانستان په اړه له امریکا سره همکاري بس کوي

تاند- روسیه، چې په نړۍ کې یوازې په یوه برخه یعني افغانستان کې له امریکا سره همکاري کوي، غواړي چې له امریکا سره د نړۍ په دې برخه کې هم همکاري ختمه کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، داسي ښکاري چې روسیه د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره، چې د امریکا له ملاتړه برخمن دی، ملاتړ پای ته رسوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف (عکس) ویلي:«په زغرده وایم چې موږ نه غواړو په هغو برخو کې همکاري وکړو او وخت پرې ضایع کړو چې امریکا پیل کړي دي.»

ده همداراز وویل چې امریکایانو تل خپلې ګټې غوره بللي او د نورو د ګټو پروا یې نه ده کړې.

کابل اوف، چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د کمونست ګوند غړی دی او له افغانستانه بدې خاطرې لري، په د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د نوي حکومت په لومړیو کلونو کې هم، چې په افغانستان کې د روسیې سفیر و، تل په افغانستان کې د امریکا حضور ته د شک په سترګه کتل. ده د مسکو د چارواکو خلاف، چې د امریکا حضور یې په سیمه کې د تروریزم د مخنیوي لپاره ګټور باله، د امریکا د ماتې اټکلونه کول.

خو داسي ښکاري چې د کابلوف تازه څرګندونې د ده شخصي نظر نه وي بلکې د مسکو او واشنګټن په اړیکو کې پر ګڼو نړیوالو مسلو د اختلاف په نتیجه کې د مسکو په دریځ کې د راغلي بدلون نښه وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې یوه افغان چارواکي هم ورته ویلي چې کابل له مسکو سره په دوه اړخیزو اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ شوی او داسي احساسوي چې له افغانستان سره همکارۍ ته د روسیې لېوالتیا د پخوا په پرتله لږه شوې ده.

نیویارک ټایمز وايي، روسیې په خپله تر ټولو په لویه بهرنۍ اډه کې، چې د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې ده، د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړی او له تاجک ځواکونو سره یې منظم او پر له پسې تمرینونه پیل کړي دي.

روسیې د تاجک ځواکونو پر روزنې او په ښو وسلو د سمبالولو لپاره ۱۲ سوه ملیون ډالره لګولي او د افغانستان له شمال څخه د منځنۍ اسیا لور ته د نفوذ د مخنیوي لپاره یې هڅې ډېرې کړي دي.

کابلوف دا هم ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو لپاره یې نوې لارې پرانستي څو د افغانستان د شمال د ترهګرو په اړه، چې له داعش سره اړیکې لري، معلومات یو بل ته ورکړي.

مخکې ویل شوي و چې روسیې د پاکستان له لارې له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي او حتي طالبانو ته یې مرستې ورکړي دي خو مسکو دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې یوازې د داعش په اړه یې له طالبانو سره د تماس هڅه کړې ده.

تر دې پخوا روسیې په ځلونو له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د نه وتلو غوښتنه کړې او حتي پر امریکا او ناټو یې انتقادونه کړي چې افغانستان مخکې تر دې پرېږدي چې د تروریستانو ځالې ورانې شي.

61 total views, 1 views today

3 comments

  1. شپون Reply

    کا بلوف اویو بل خوک یې ابلوف دواړه پرچمي رو سان و. دووریا نکوف بیا خلقي و. روسان هم په ډلو ویشلي
    و .هههههه.

  2. بشير Reply

    روسيه په دالوړه پاليسي او ډيپلو ماسي چه دوئ په نازيږي پاته راغلي دي دآمريکاه موجوديت ئې په آفغانستان کي غوښت دا پدې خاطر چه خپل کسات دآمريکاه څخه واخلي مګر آمريکاه خپل عسکر وايستل او داعش ئې په آفغانستان کي تقويه کوي تر څو دروسانو لپاره خطر ايجاد کړي روسان ئې ددوهم ځل لپاره غول ونيول او آمريکاه خپل موجوديت دداعش او نورو ترورستانو په تقويه کولوکي ښکاره کړ .اوس دوئ وپوهيدل چه بيا ئې طلقه راته ايښې ده نو دآمريکاه دهمکارئ څخه لاس په سر سوه
    آلله (ج)هغه شر پيښ کړي چه زموږ دمظلوم ملت خير وي.

  3. m.a. zyar Reply

    هم ژباړن او هم بشير چان (( ترڅو )) د ((چې)) پرځای هسې د پارسي ((تا) په پېښو کارولي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *