Categories

اعلان

Loading…

ژوبله مېرمن(خاطره) ليکوال: زاهد احمد اتل

عمومي سړک دی زه يې د پلې لارې په خواکي روان يم، پنځمه روژه مي ماته کړې، په خورا مړه خېټه او پوره انرژي له دفتره پلی د کور پر لور روان يم، په کوچنيو غوږيو کي د ټليفون له لاري د راډيو خپروني اورم، تياره په خوريدو ده، د سړک پر سر د لري نه ګڼه ګوڼه وينم په زړه کي مي ډول ډول پوښتني راپيدا سوې چي پدې وخت او په عام سړک داخلک څه کوي؟ ورو ورو ورنيږدې کيدلم تلوسه مي وار په وار زياتېده چي څه خبره به وي؟ لږ ورنيږدې سوم د سړک په منځ کي يو اوږد شی پروت وينم، ګامونه مي ګړندي سوه نور هم فکرونو په سر کړم له ځانه مي بيا پوښتنه وکړه چي دا څنګه شی پروت دی؟ او خلک ورته ولې اخوا ديخوا کيږي؟ په نيږدې کيدو سره مي  دخلکو ږوږ تر غوږ سو او ځيني پوښتني مي حل سوې .

د سړک منځ کي يوه ښځه پداسي حال کي پرته وه چي اواره ريږديدله  او ته به وايې زکندن يې دی اخوا ګورم چي يو ځوان تاو پروت دی څنګ ته يې موټرسايکل چپه پروت دی، موټرسايکل د شا په ټير کي د ښځي چادري(بورقه) تاو راتاو ده داسي مي وانګيرله چي ښځه له سړي سره پر موټرسايکل سپره وه نو چادري (بورقه) يې ټير نيولې او پيښه رامنځ ته سوې خو را غونډو کسانو بيا بل څه ويل.

ځينو ويل چي ميرمن له سړي سره وه خو نورو بيا ويل چي نه ښځه يوازي وه په دوي کي مي له هغه عسکره پوښتنه وکړه چي دلته د عامو کسانو غوندي سېل ته را غونډ وه. هغه ويل چي ښځه پلې روانه وه او ځوان په موټرسايکل  ووهله، خير خبره که هرڅه وه خو مهمه دا وه چي ښځه پر سړک پرته وه لسګونه کسان پر را غونډ دي پر  ښځي څادر (پټو) غوړيدلی او رپيدله، هيڅوک نسته چي غم يې وخوري خدای خبر چي څومره وخت به تېر سوی وو، خو خلک لا هم پردې نه سره جوړيدل چي ايا ښځه د سړي خپل ده که يې وهلې ده، عسکر تر نورو خلکو زيات وار خطا ښکاري، هيڅ چا دا ښځه خپل لور، خور و نه ګڼل نه پوهيدم چي دوی څه ته په تمه وو، نو سخت مي حالات بدل سوه بې اختياره مي عسکر ته وويل: تاسي د انسانيت په نوم يو څه پيژنی؟ عسکر خپله وسله راباندي پورته کړه غوښتل يې ومي وهي، مخکې له دې چي ګوزار وکړي ورغبرګه مي کړه ښځه د مرګ پر حال پرته ده او تاسي يې تماشه کوئ؟ داڅنګه انسانيت دی؟ هلته د پوليسو رنجر ولاړ دی، د سړک پر بله خوا دوه درې ښکلي اوقيمتي موټرونه ښکاري او دا يې لا څه کوې پر سړک لسګونه موټر ځي راځي خو يو پکي راوګرځوه او ښځه تر روغتونه ورورسوه کنې هغه مري .

عسکر لکه حواس چي يې له لاسه ورکړي وي او له ډيري وار خطايي يې دې ته يې هيڅ پام نه وي خيجله سوخپله وسله يې ټيټه کړه او بد بد يې وکتل روان سو څو موټرونو ته يې لاس ورکړ څوک پکي و نه دريد يابه پکي کسان ناست وه چابه په يوه او چا به په بله پلمه له عسکره ځان خلاص کړ. اخر يو کس پيدا سو چي د ښځي د ليږدولو لپاره را و ګرځيد.

عسکر خو دا کار وکړ خو کومه دی دومره نر چي ښځه ورپورته کړي؟ يو وايې حاجي صاب ته يې ورپورته که ځکه ته خو يې دپلار په څير يې، هاغه بل بيا ږغ کړ د اکا زو ته يې پورته که ……! دې امرونو همداسي دوام وکړ او کابو لس دقېقې وخت يې ونيوه پوه سوم چي په دوئ نه کيږي نو خپله ورنيږدې سوم او يو بل بابا هم راسره ملګری سو ښځه مو موټر ته ور پورته کړه دې موټر دروغتون پر لور حرکت وکړ او په بل موټر کي يې هم ځوان ورواخيست .

پارچه پارچه  ډوډۍ، په کڅوڼه کي چکني، پر توره ټوټه (ټُکر) لاسي ګڼډ(غاړه) او پر قير پرتي ويني له ښځي پاتي سوې، خو زه تر ټولو زيات د خلکو بې غورۍ او د عسکرو وار خطايي ته فکر وړی وم .

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *