Categories

اعلان

Loading…

موږ د طالبانو د حکومت په وخت کي په کمپیوټر څنګه پښتو کښله؟

د نوري لیکنه –

په ۱۹۹۹ م کال کي په کندهار کي تقریبا یو شخصي د کمپیوټر زده کړي کورس و، مسول یې د ناصر په نامه یو کس وو، څلور نور د هبیتات موسسې له خوا د کمیونټي فارمونو په نامه مرکزونو کي جوړ سوي وه، او یو هم کومي بلي موسسې د کهکشان په نامه درلود. په همدې وخت کي ما په احمد شاه بابا علمي مرکز کي انګلیسي زده کوله، استاد مو اسدالله متوکل وو، یو وخت متوکل راته وویل چي زه د (سباوون) په نامه د انګلیسي ژبي زده کړي یو مرکز جوړوم او ته (نوري) په کمپیوټر کي یو څه تجربه لرې، که دي خوښه وي راسه زما سره په دې کورس کي د کمپوټر څانګه فعاله کړه. ما هم ور سره خوښه کړه او په ۲۰۰۰ م کال کي د سباوون علمي مرکز کي د نورو څانګو تر څنګه د کمپیوټر څانګه هم فعاله سوه. دلته به اکثره شاګردانو غوښتل چي په کمپیوټر پښتو لیکل وکړای سي خو دا موقع خورا لږو خلکو ته مساعده وه، چي په کمپیوټر کي داسي یو ساده پروګرام ولري، چي په هغه کي دي په اسانۍ سره پښتو ولیکل سي، ځکه چي په هغه وخت کي یوازي عربي ژبه زموږ په کمپیوټرونو کي موجوده وه.

تر دې ۲ میاشتي وروسته د عبدالله هنرمل په نامه د کندهار یو ځوان چي د خپله ځانه یې کمپیوټر زده کړی وو خو بلا مغز یې درلود زموږ کورس ته راغي، تر څه مودې وروسته پر دې سره سلا سوو، چي په کندهار کي د کمپیوټر زده کړي یو بل مرکز جوړ کړو. د ۲۰۰۰ م کال په اوایلو کي ما او هنرمل د کندهار ښار په شهیدانو چوک کي د (یونیورسل کمپیوټر زده کړي) په نامه یو بل مرکز جوړ کړ. په ډېره لږه موده کي دا کورس مشهور سو او زموږ دې کورس ته د زده کړي لپاره محمد عمر عمري چي په هغه وخت کي د (طلوع افغان ورځپاڼي) کمپوزر و راتلئ. ده ویل چي په کمپیوټر کي یې پښتو پروګرام خراب سوی وو، چي بیا یې له کندهار څخه د کمپیوټر ټوله (CPU ) پېښور ته د نور الحمن لېوال د کمپیوټر زده کړي مرکز ته د پښتو پروګرام ور اچولو لپاره یو وړه. په هغه وخت کي نور الرحمن لېوال په پېښور کي د (ایشیا سافت) په نامه د کمپیوټر زده کړي مرکز درلود او همدلته ښاغلي لېوال په لومړي ځل پښتو په کمپیوټر کي د لیکلو جوګه کړه. ښاغلي لېوال نه یوازي د پښتو ژبي لپاره دومره لوی خدمت کړی دئ بلکي نن ورځ چي کوم کسان په اردو ژبه په کمپیوټر کي لیکنه کوي هم د لېوال له برکته ده. د بي بي سي د اردو ژبي د ویبسایټ مسول وایې چي کله موږ د اردو ژبي ویبسایټ جوړ کړ نو په کمپیوټر کي د اردو ژبي د لیکلو د مشکل سره مخامخ و. اخیر مي دا مشکل په اسلام اباد کي یوه ملګري ته ووایه هغه راته وویل، چي په پېښور کي د لېوال په نامه یو افغان دئ هغه د پښتو ژبي لپاره داسي یو سافټویر جوړ کړی دئ، کېدای سي هغه یې د اردو ژبي لپاره هم جوړ کړئ. دی وایې ما د لېوال سره تماس ونیوئ او هغه د اردو ژبي سافټویر راته جوړ کړ.

لېوال په هغه وخت کي خپل دا هنر بل چا ته نه ورښوده او نه یې د پښتو ژبي همدا سافټویر په (سي ډي) کي خرڅاوه او د بله پلوه په هغه وخت کي یې د پښتو ژبي دا سافټویر په ۳۰ امریکایې ډالره یوه کمپیوټر ته ور اچاوه، چي د خورا ډېرو خلکو تر وس لوړه خبره وه. عبدالله هنرمل ډېر ښه خطاط دئ او همېشه به یې په خپل ښایسته نثر د مشهورو شاعرانو دېوانونه لیکل او کله چي ما او هنرمل دا کورس جوړ کړ نو خپل بېکاره وخت به یې په کمپیوتر کي په عربي کیبورډ پښو دېوانونه لیکل او بیا به یې چي کله پر کاغذ پرینټ کړل، نو پښتو توري به یې په خپل قلم ور اضافه کول، چي دا خورا ستړی کار وو. یوه ورځ یې راته کتل چي ولي موږ کمپیوټر ته د لېوال غوندي د پښتو ژبي سافټویر نه جوړو؟ ما ویل دا خو ښه خبره ده خو که مو وس په ورسیږي.

د همدې کار لپاره موږ د لېوال د پښتو ژبي د سافټویر د څو فایلونو غلا او یا یې په رمز پوهېدل سخت ضروري وه، نو په همدې اساس چي به کله عمري د طلوع افغان ورځاڼي څخه د ورځي په پای کي کور ته تلئ نو د خپل هغه کمپیوټر چي د لېوال پښتو سافټویر ور انسټال وو زموږ کورس ته راوړه او موږ به مختلفي تجربي پر کولې چي یا د لېوال سافټویر غلا کړو او یا د هغه څخه په الهام د پښتو ژبي سافټویر جوړ کړو. په هغه وخت کي زموږ د اکثرو کمپیوټرونو هارډیسکونه نیم (جي، بي) ول، خو یوه ورځ یوه نفر خپل کمپیوټر د جوړولو لپاره زموږ کورس ته راوړی و، چي څلور نیم جي بي هارډیسک یې درلود او موږ سم دستي سړی ددې کمپیوټر خرڅولو ته راضي کړ او موږ به پر هغه کمپیوټر د پښتو ژبي د سافټویر جوړولو تجربې کولې. زموږ دا تجربو تقریبا دوې میاشتي وخت ونیوئ، خو هر ځل به ناکامه کېدو. یوه ورځ د ۲۰۰۰ م کال چي تقریبا د جون میاشتي به وه، په یوه ټکنده غرمه کي زه کور ته ولاړم خو کله چي ماپښین کورس ته راغلم هنرمل د لېوال د پښتو ژبي د سافټویر هغه رمز زده کړی وو، چي څنګه د پښتو ژبي سافټویر د لېوال د اجازې پرته د یوه کمپیوټر څخه بل ته انسټال کړي. موږ به په هغه وخت کي په ۵ امریکایې ډالره د پښتو ژبي دا سافټویر کمپیوټرونو ته ور انسټال کاوه. تر هنرمل یو څو میاشتي وروسته په کندهار کي د کمپیوټر یوه بل استاد ناصر هم د لېوال همدا رمز زده کړ او تر دې وروسته نو په کندهار او شاوخوا سیمو کي پښتو ژبه په کمپیوتر کي بیخي عامه سوه. ما (نوري) او هنرمل دا تخنیکي غلا خپله اختراع ګڼل او تر یو څه وخت وروسته ما ور پرېښول ځکه چي ما هیڅ برخه نه پکي لرل او زما په خیال یو څه وخت وروسته دې غلا ته هنرمل هم د خپلي اختراع نوم نه ورکاوه.

هنرمل تر دې وروسته د پښتو مهمو کتابونو د کمپیوټري کولو یوه لړۍ پیل کړه، چي د خورا ډېرو شاعرانو دېوانونونه یې کمپیوټرایز کړل او هم یې د نورو ژبو (فونټونه) د پښتو د لیکلو جوګه کول او افغاني نومونه یې ورته ټاکل او په هغه وخت کي زما تر ټولو خوښ فونټ (غوټۍ) و. اوس تقریبا هم هغسي فونټونه د نورو خلکو په نامه وینم نه پوهیږم چي دوی تر هنرمل مخکي دا فونټونه د پښتو لیکلو جوګه کړي وه، که یا هغه نور فونټونه وه دا نور؟! تقریبا تر دې یو نیم کال وروسته د طالبانو د حکومت د نسکورېدو په وخت کي زما او د هنرمل شراکت هم پای ته ورسېده او کله چي حامد کرزي د موقتي ادارې مشر سو زه په نورو کارونو اخته سوم او هنرمل را څخه ورک سو، نه پوهیږم چي اوس به چیري او په څه اخته وي، که هر ځای وي د لوی کندهار خلکو او پښتنو ته یې په کمپیوټر د پښتو لیکلو د اسانه لاري رامنځ ته کولو له لاري خورا زیات خدمت وکړ او د کمپیوټر په ډګر کي یې خورا زیات شاګردان وروزل.

پرون پښتو د ګوګل ژبه سوه، زموږ دي مبارک سي، خو ور سره یو ډول ناندرۍ هم رامنځ ته سوې، چي یوه ویل دا توره ما کړې بل ویل ما. ګوګل خپله یو تجارتي شرکت دئ او هر کار د خپلي ګټي لپاره کوي، که نه پښانه خو یې څه خپلوان نه دي او دا چي چا دې کار ته هڅولوي دي او د ګوګل په ژباړه کي یې مرسته کړې ده، د قدر وړ دي. زما په شمول کېدای سي په زرګونو ځوانانو د ګوګل په پښتو ژباړي کي شپي رڼې کړي وي. د ټولو دي کور اباد وي.

37 total views, 1 views today

1 comment

  1. نذیری Reply

    د ټولو هغه ځوانانو هځی د ستایلو دی چی زیار یی ایستی خو دا هځی بسنه نکوی نور هم باید کار وکړو تر ځو ډیر ځه مو کړی وی . مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *