Categories

اعلان

Loading…

افغان امنیتي ځواکونه له موسي کلا ولسوالي ووتل

تاند- افغان امنیتي ځواکونو له څو میاشتې خونړۍ جګړې وروسته له موسي کلا ولسوالۍ په بشپړ ډول ووتل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو نن /شنبه/ وویل چې دولتي ځواکونو په موسي کلا ولسوالي کې خپله اډه پرې ایښې ده.

وسله والو طالبانو څو میاشتې پخوا پر موسي کلا ولسوالي بریدونه پیل کړي وو.

په هلمند کې د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان محمد معین فقیر وویل، پوځیانو ته امر شوی چې د موسي کلا له روښان برجه ووځي.

د روښان مخابراتي شرکت د برج په نوم سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو اصلي اډه موقعیت لري.

د دې ولسوالي اکثره برخې د اګست په میاشت کې وسله والو طالبانو ونیولې خو لږ وروسته بېرته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.

ده دا هم وویل چې له نورو سیمو او پوستو هم غوښتل شوي چې ووځي او پر ځای یې د ګریشک د لویې لارې، چې کابل ته غځېدلې ده، امنیت ټینګ کړي.

افغان امنیتي ځواکونه په مارجه او سنګین کې هم تر فشار لاندې دي.

د موسي کلا ولسوالي اړوند نور خبرونه

Helmand big Size

363 total views, no views today

5 comments

  1. مزمل اسلامی Reply

    د ولسوالۍ نوم موسي نه ده، موسا ده.
    ترڅو به موږ عربي ژبې ته د بې ځایهدرنښت لامله موسی موسي لیکو، چې نه یې له پښتو سره تلفظ سم دی
    او نه یې بڼه سمه ده. پکار ده موسا ولیکل شي، چې بیا دغسې تېروتنه ونه شي..

  2. خان محمد Reply

    هلکه خبره چیرته ده او چیرته دي ویوړه ، کوښښ باید وشي چې الفاظ سم او په صحیح توګه وکارول شي نه دا چې عربې ژبې ته په لطمه وارده شي، همدا عربي ژبه وه چې پلار دې ورباندې په پيشور او کابل کې تنخوا ګانی اخلي

  3. لطف اللہ زابلئ Reply

    خان محمد صیب پر زای انتقاد دی کڑی مننہ

  4. مزمل اسلامی Reply

    زه د پلار په لار نه یم، زه یو بشپړ انسان او د خپلې لارې څښتن یم
    تا لکه چې له چا تنخا نه ده اخیستې، خپل ګرېوان ته هم سر ټیټ کړه.

  5. حمدالله فاروقي Reply

    خان محمد صاحب دا به صحیح خبره نه وی چه د چا د فلار کارونه د هغو فه زوی فوری و ترو
    ممکن ستا فلار خرکار و نو اوس تاته سوک ووایی چه ته هم خرکاری کوه
    شکر باسه چه د داسی خلکو زامن د خفلی زبی فه غم کی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2