Categories

اعلان

Loading…

د پاچاخان لاره!/ لاهورخان منګل

د هرې پدیدې لپاره چې په چاپیریال کې بدلونونه په نظر کې ونیول شي، دوام پیدا کوي. د چاپیریال سره تطابق یانې د جغرافیې ، ټکنالوژي، د ژوند د اوسیدا د طرز له نظره که بدلونونه که په نظر کې ونیول شي، دهرې پدیدې، فرهنګ، او موخې دوام مو حتمي کوي. څه وخت وړاندې د یونسکو د وړاندوینې خلاف چې ګواګې سل کاله وروسته به پښتو مړه ژبه بلل کیږي، د پاچاخان لمسیانو د بی ساري هڅو په پایله کې د ټکنالوژي بدلون سره عملي تطابق ورکړ چې دا د پښتو ژبې د پایښت ثبوت دی.

همدارنګه اوس ځوانان تر بل هروخته ژبې ته ډير کار کوي، چاپی اثار موپه پرتلیز ډول زیات دي، د انټرنټ پر کرښه مو شتون زیات دی، له بلې ژبې پښتو ته ژباړې زیاتې شوي او همدارنګه له پښتو نورو ژبو ته ژباړې زیاتې شوي دي چې دا د پاچاخان له هغه نصیحت سره چې د هرقوم د بقا لپاره اړینه ده د هغوی ثقافت په ځانګړي ډول ژبه ژوندی وساتل شي، سمون او د هغه په نقش قدم باندې تګ دی. ګوګل چې په نړۍ کې د کارکونکو لپاره د کاري چاپیریال په برخه کې تربلې هرې کمپنۍ غوره مقام لري، هره دقیقه په ملیونه خلک د پلټلو لپاره ترې کار اخلي.

دا چې هره دقیقه د پلټلو لپاره ترې د کار اخستلو هڅه کیږي، پښتو ژبه مو په مستقیم او یا هم غیر مسقیمه توګه د پلټونکي تر سترګو ورسوله. همدارنګه افغانان مو په یو ډول دعصري ټکنالوژۍ سره د اړیکې درلودلو ته اړ کړل. دا چې د کوم څه د ژباړلو او یا هم هغه وروڼه چې په انګریزي ژبه تسلط نه لري، اړ کړل څو د کوم څه د پلټلو لپاره د کمپیوټر او انټرنټ د پیداکولو په هڅه کې شي چې دا په خپله د نورې نړۍ سره د ځوانانو د وصلولو لپاره یو بې ساری ګام دی.

کله چې ځوانان مو د انټرنټ له لارې د نورې نړۍ سره وصل کړل،عملا مو هغوی وهڅول څو د تعلیم او ټکنالوژۍ سره یې مینه زیاته شي چې دا په خپل وار سره د هغوی د فکر په جوړولو کې ډيره مرسته کوي. موږ اوس مهال تر بل هرڅه زیات د فکر جوړولو ته اړتیا لرو.

که څه هم چې په ګوګل کې د پښتو په ژباړه کې یې نمګړتیاوې شتون لري خو باوري یم چې خدمت دا لړۍ به دوام کوي او دا نیمګړتیاوې به هم له منځه ځي. له ټولو هغه هڅاندو او مبارزو وروڼو چې په دې برخه کې یې زیار باسلی دی نړی مننه کوم او هغوی ته د بریا دعا کوم.

————————–

د ښاغلي منګل نورې لیکنې

42 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *