Categories

اعلان

Loading…

مېړني دي چې يادېږي/ مجيد ژړاند

حکمت الله ارين

شاعري هم د لوی رب ستره لورېينه ده، دهر چا په نصيب رسېدلې نه وي، زما غوندې کسان که هر څومره توري وتر اشي او خپل توري سندريز کړي، نو په خپله هڅه کې ناکام وي.

د لوی څښتن عجيبه نړۍ ده، چې انسانان يې پيدا کړل، هغوی ته يې د خبرو کولو توان ورپه برخه کړل،   هر چا د ځان لپاره بېل کسب او روزګار وټاکه، هرڅوک يې په خپلو کارونو باندې خوشاله کړل.

خو داسې څوک چې توري يې سندرې وي، هر توري سره يې د رباب واړه تارونه په شرنګ راولي، داسې څوک چې پرمينه پايي، داسې څوک چې هنر سره د زړه ويني خوري، له خبرو يې سندرې جوړې شي، د شعر په تله وتلل شي، وزن يې برابر او اهنګ يې زړه وړونکی وي.

ښايي دا پر موږ د الله ج ستره پېرزوينه وي، چې له داسې ځوانانو سره مې پېژندلي دي، که مې شډل توري تراشلی نه شم، نوسندرو سره مينه لرم، کله کله مې د هنر په سترخوان له همدغه ملګرو سره مېلمه شوی یم.

هغه څوک چې د شاعري تر څنګ ښه غږ هم لري او ښايستوکې ځواني خدای پرې لورولې ده، دا چې تاسو هم ددې هنر مند تر پېژندګلوي ته راسره يوسم، لومړی يې هم يو بیت له تاسو سره شريکوم.

تندی دې نه وهي په ځان دې تندر نه غورځوي

هـغې ته ووایـې چـې ما سره رشته ختمه کړي

حکمت الله ارين يادوم، هغه ارين چې مينه د ملګرتيا په مراندو تړلې بولي، ښاغلی ارين د غزني اندړو ولسوالي د لېوانو په کلي کې د ډاکتر عبدالمتين په کور کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زدکړې يې د ابو نصر مشکان په ښوونځي کې کړې دي، تر دوولسم ټولګي پورې زدکړې يې بیا د شمس العارفين په عالي لېسه کې تر سره کړې دي.

له پنځو کلونو راهیسې په رسنيز ډګر کې کار کوي، چې لومړی د غزنويانو راډيو سره د خبريال په توګه کار پیل کړ، وروسته يې له کليد سره کار پیل کړ او تر اوسه پورې له کليد سره کار کوي.

لوړې زدکړې ستر ارمان بولي، ښکلې او په زړه پورې ډيکلومې کوي، ډېری وخت   له ملګرو لرې وي، خو د تخيل ښاپېرۍ سره يې ملتيا غښتلې ده، توري ورته سندريز کوي او بیا يې تر موږ پورې رارسوي، په ليکنه کې د شعر غوندې پياوړی نه دی، ژباړې کوي، په لسګونو مقالې يې ژباړلې دي، دوه ژباړل شوي ناچاپ اثار لري.

دمګړۍ دغزني خاتم النبين پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو زدکړه کوي ، د لومړي کال محصل دی، د غږ مياشتنۍ خپرونې مرستيالي هم په غاړه لري.

ارين ګل سړی دی، د ملګرو په غم غمجن او په ښادۍ کې يې ملا کلکه په څادر تړلې او اتڼ کوي.

دا چې لږ نور هم د ارين له شاعري خبر شو، دلته يې غزل ته ورګرځو خپله هنري تنده پرې خړوبوو

په درد کې ورک پرهار به څنګه کیږي

بې تا سفر دی لار به څنګه کیږي

غیږ کې مې ونیسه او ډاډ راکړه

وایه نشې ، خمار به څنګه کیږي

زما د ستړي ژوند پنځمه حسه

د محبت اظهار به څنګه کیږي

ځه چې ویده شو درده بیا به سبا

ځم مزدورۍ ته، کار به څنګه کیږي

د تشدد په لار اغزي کرمه

زما په سر ګزار به، څنګه کیږي ؟

د عشق مذهب کې که آرینه یاره

شوم ملامت کردار به څنګه کیږي ؟

د حکمت ارين دهنر نړۍ رنګينه ده،   ښکلې عاطفه لري، قلم له څوکې يې سندريز توري څاڅي، د ګران ارين راتلونکی يې روښانه برېښي.

———————-

د ښاغلي مجید ژړاند نورې لیکنې

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *