Categories

اعلان

Loading…

زما انا او د بيان ازادي/ اقبال خيبر

زما انا، جالبه انا ده زما پلار او اکاګان کيسه کوي چې ډيره غيرتي وه په پوره ميړانه يې په بدو شرايطو کې وساتلو او په پوره هڅه يې زده کړه راکړه ،انا مې اوس نږدې نوي کلنه ده ، دا وايي شاو خوا شپيته او پنځه شپيته کاله مخکې ،ډيرو کمو خلکو دغنمو ډوډۍ درلوده ،عامو کې خو به خال خال ډوډۍ لرونکي وو خو ملکانو به په مړه خيټه خوړله، برعکس د عوامو ميرمنې به ازادې وې خو د ملکانو د کور ميرمنې به بيا په څلور ديوالي کې ساتل کېدې،او بله دا چې په کورکې به له ميرمنو سره ډوډۍ يو ځای نه خوړل کيده ،له ډوډۍ ورها خوا به د کور له ميرمنو سره خبرې اترې او مجلس هم نه کيده ، چې دې حالت يا دې کورني تريوالي يا د خبرو نه ازادي ځينو ټګيو برګيو ته لاره جوړه کړه ،او د ځينو ټګانو بازارونه تاوده سول، مثلاَ چې زه کله ځوانه وم، سره له دې چې چالاکه وم، له خاوند سره مې ازادې خبرې نه سوای کولای، دا جرئت راپکې له منځه وړل سوی وو ځکه په ډير واړه عمر دې کور ته راغلې ووم له همغه وړکتوبه دخواښې او دکورنۍ دمخکينيو واده سوو ميرمنو له لوري دا قواعد راته سپيڅلي تعريف سوي وو، نورنو زه هم په دې عقيده سوې ووم چې بايد پټه خوله په دې څلور ديوالي کې اووسم ،دا چې ګرځېدل ، ويل او خوړل او داسې نور …..د انسان فطري غوښتنه وي د دې لپاره چې دا غوښتنې پوره سي نو نورې نوې لارې سپيڅلې تعريف سوې مثلآ زيارت ته تګ چې اصلي موخه به له څلور ديوالي وتل وو خو مذهبي رنګ به مو ورکړچې دم دعا ته ځو او يا هم ښه مې په ياد دي زړه مې سخت تنګ وو ،ارواه مې قيده وه ضرورت وو چې تفريح وکړم ځکه په ورځو ورځو تکراري کار ستړې کړې ووم نو بيا مې فکر وکړ چې ښه که خاوند ته ووايم چې ما ته تفريح راکړه، اول خو دا جرئت نسته را سره او که بيا هم زړه غټ کړم ورته ووايم په ټوله کلا کې به ريشخند ريشخند سم ، او که خواښې ته ووايم چې تفريح ته اړتيا لرم له کاره ستړې سوی يم خوله خوله به مې کړي ، دغيرت په پړي به مې وتړي چې نه دې پلار دومره بيغرته وو، نه دې نيکه چې ته څنګه واوښتې ، خو په پای کې مې فکر وکړ چې بله لار نسته ځان به په ناروغي واچوم اودزيارتونو اوازې به ګډې کړم ځکه زيارتونو ته ديوه ارزښت په سترګه کتل کيدل همداسې مې وکړل، خواښې راخبره سوه، خاوند راخبر سو ، لېورونه او ورو ورو چم ګاوند خبر سو، ډوډۍ خوړل مې کم کړل ، ورو ورو کمزورې اوزبيښلې ښکاره سوم چې له دې سره کورنۍ باوري سوه ، تر غوږو مې هم ورتيروله چې فلانۍ هم همداسې ناروغه وه په غزني کې پلاني زيارت ته ولاړه، رکه روغه سوه ،په څو ورځو کې مې کورنۍ دې ته جوړ کړل چې خاوند راسره سي او غزني ته مې بوزي چې څنګه د لوګر له کتب خيلو روان سو بس دروغتيا ډاډ مې ورکړ چې دادی لا رسېدلي نه يو دزیارت تاثير راباندې ولوېد ،چې له دې سره به مې خاوند ډير خوشاله سو چې ځه سفر مې نه بې نتيجې کيږي غزني ته نږدې به لا وغوړېدم ،او د خيريت حال به مې ورکړ،زيارت ته له رسېدو سره مې چې دا دزيارت مالګه وڅکله ځان مې رک روغ تعريف کړ بيا به مې سړي ته وويل چې سړيه هسې خو هم راغلي يو هغه پلانۍ پلانۍ او پلانۍ زيارت به هم ووينو چې ډير يې خلک صفت کوي وايي چې هغه پلانۍ زيارت خو اوياو مرضونه دوا کوي خوار مې له مخه کړی وو زه ورپسې وم ښه تفريح مې وکړه بيرته دلوګر لوري ته را روان سو، کوراو کلي ته چې راورسېدو نور نو دزيارت په ګټه تبليغ شروع سو دخدای نور اولسونه مې وهڅول چې ولاړ سي په دې کې به درښتيا ناروغان هم وو چې تګ به هيڅ ګټه ورته نه رسوله د دوی منفي تبليغ به هومره اغيز نه درلود ځکه موږ به ورته ويل چې عقېده دې سمه نه ده کنې جهان جهان خلک ورځي او ښه کيږي، دا لاره نږدې ټولو ميرمنو کاروله ،که مو په کورنۍ کې دخبرو ازادۍ وای دې سوی استفادو ته لاره نه هوارېده ، دخبرو نه ازادي بې شمېره جعلي پيران او پيرخانې هم وزيږولې چې په خرپ يې بازار چالانه وو او اوس شکر دی څه ناڅه په کورنيو کې خبرې اترې پر کورنيو ستونزو او نورو مسايلو تر سره کيږي.

د همدې لیکوال نورې لیکنې

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. عزیزی Reply

    ستاسی انا ته اوږد عمر غواړم، او تاسی ډیره ښه موضوع راخیستی ده، که خلک پوه شی دا د دوی لپاره یو ډیر ښه درس دی، دا زموږ د کورنیو او ټولنی نیمګړتیاوی دی چه زموږ خلک نه غواړی په دی موضوعاتو باندی خبری وکړی، هیله کوم چه تاسی د خپلی محترمی انا داسی نوری تجربی هم د خلکو سره شریک کړی تر څو خلک پوه شی چه حقیقت چیری دی. په درناوی . عزیزی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *