Categories

اعلان

Loading…

ژوند ټکر دی/ اجمل ښکلی

که پر اور اوبه واچوو، اور مړ کوي، دا حقيقت موږ داسې منلی دی؛ خو که اور ډېر وي او اوبه لږې، بيا پرې زور نه رسي؛ خو دا خبره څومره رښتيا ده، چې اور مر او اوبه ژوندۍ پاتې وي؟ دې مثال ته ساينس ځواب وايي، چې د دوو شيانو د ټکر په مقابل کې دواړه شيانو تجزيه کېږي او يو هم له منځه نه ځي. اور په لوګي او ايره اوړي او اوبه په هوا.

زموږ حواس تل له موږ سره لوبې کوي، حقيقت راته هغسې ښيي، چې زړه يې غواړي؛ خو د تجربي فلسفې پرخلاف – چې د جان لاک غوندې د انسان ذهن سپينه صفحه يا تشه بولي، چې د حقيقيت په اړه د حواسو په مټ راټولې شوې تجربې يې توروي يا ډکوي- نورې فلسفې د انسان پر حواسو هم شک کوي.

د فلسفې د اور او اوبو غوندې مثالونو سره کار نشته، ځکه دا د ساينس په سيمه کې راځي؛ خو د ژوند حقيقيت ته مو متوجه کوي، چې په ټولنيز ژوند کې هم اور او اوبه شته، شپه او ورځ شته او حرکت او سکون شته.

د تضاد فلسفه راته وايي، چې ژوند د اضدادو مجموعه ده؛ خو د اضدادو په اړه زموږ دوديز برسېرن فکر د نقد وړ دی. دلته ضد د دوښمن مانا نه لري، بلکې سرچپه د ملګري مانا لري، چې د يو بل د ژوند بقا غواړي.

فلسفه د درېيم شخص په توګه اخلاقو او نورو مسايلو ته ګوري، خو موږ چې په ژوند کې داخل يو، له خپل دوديز فکره انحراف راته سخت دی. فلسفه وايي، چې يزدان او اهريمن دوه هغه هستۍ دي، چې يو بل يې هست کړي او يو بل ته يې مانا ورکړې؛ خو موږ څرنګه خدای او شيطان سره ملګري يا د يو بل هستوونکي وبولو؟

فلسفه دې مسالې ته د يوه کل په سترګه ګوري، چې اضداد به تل وي او دا ټکر به تل وي، البته بېلګې به وخت په وخت بدلېږي رابدلېږي. له بېلګو سره د فلسفې کار نشته، بلکې د بېلګو ترمنځ له معقول انسجام او اړيکې سره د فلسفې کار دی.

د اوبو او اور په مثال کې مو وليدل، چې کوم يو زورور وي، خپل مقابل کمزوری له منځ وړي. پر دې بنسټ زورور د بريد او کمزوری د دفاع په حالت کې وي او د تاريخ فلسفه راهمدا وايي، چې سرزورو د ځان د پايښت او پياوړي کولو لپاره د کمزورو وينې څښلي او کمزورو د خپل ځان د بقا له د اوبو پر سر روان هر زګ ته لاس اچولی دی.

ژوند بل څه نه دی، همدغه دی، همدا ټکر، يواځې د اقتصاد، دين او ټولنيز موقف ماسکونه يې پر مخ کړي دي، نور يې تر شا همغه د فرويد نرګسيت، خپله بقا او له درده د بچ کېدو عوامو کار فرما دي. امريکا غواړي، چې د نړۍ نورو زورور ته خپل زورو وښيي او واړه واړه خنډونه له منځه يوسي، ملا غواړي، چې نرګسيت او انحصاري بقا ته يې نقصان ونه رسي، نو د هر نوي پرمختګ مخالفت کوي، همداسې د کله د ملک د بقا سوال هم دی، چې د کلي يو کشر تعليميافته ځوان ګواښي. شيطان هڅه کوي، چې د خپل واک د پراختيا لپاره هره الهي هڅه وتمبوي، ولسمشر هڅه کوي، چې خپل مخالفان کمزوري کړي او مخالفان هڅه کوي، چې د نظام جرړې وروباسي. مېړه هڅه کوي، چې پر مېرمن خپله برتري ومني او د مېرمن هڅه يې دا وي، چې خاوند ايل وساتي. لور هڅه کوي، چې له مور و پلاره د خپل وجود خپلواکي واخلي؛ خو مور و پلار يې نه غواړي، چې د خپل حيثيت بقا وګواښي؛ نو پر لور بايد خپله هره روا نارو ومني. همدا علتونه دي، چې سارتر وايي، چې هر انسان د بل انسان دوزخ دی.

که ژوند د اضدادو مجموعه وي، چې هر وخت يې ترمنځ ټکر روان وي، نو بيا خو د خپل ژوند د بقا لپاره مبارزه پکار ده. همدا مبارزه د ټکر يو ډول دی. ته که ښه ژوند غواړې، مبارزه به کوې، که خپل ارمان ترلاسه کوې، مسايل به ځان ته مشخصوې او خنډونه به په صبر و استقامت او کلک هوډ له منځه وړې او سترګې به دې خپل ارمان ته متوجه وي.

د ژوند او اضداد په اړه منفي فکر د سلبي فلسفو کار دی، ژوند د نېستۍ او هستۍ غبرګه مجموعه. بلکې د هغه يوناني فيلسوف خبره، چې اصلا نېستي پخپله هم د هستۍ مانا لري، ځکه که نېستي شته وي، مطلب هستې شوه. پر دې بنسټ موږ دوه ډوله ټکرونه بېلولی شو، يو مثبت، بل منفي. مثبت ټکرونه هغه دي، چې د يوه ښه هدف د ترلاسي لپاره وي او ورسره بارزه ټولنيزه اړيکه وي؛ خو منفي هغه وي، چې د خپل ځان او خپل هوس لپاره نور پايمال کړې. که موخه دې نېکه وه، ټکرونه به دې مثبت وي او که بده وي، ستا هڅې سلبي او د انسانيت په زيان دي.

دين، کولتور او فلسفې په ګډه هڅه کړې، چې ناسم ټکر راکم کړي، چې انسانيت ته نقصان ونه رسوي او هر سړی په اسانه خپلو اهدافو ته ورسي او سم ټکر ته معقول لوری ورکړي، چې انسانيت ته ګټه ورسي؛ نو دين احکام او حدود وضع کړي، کولتور نرخونه او دودونه او فلسفې نوي سياسي او نور قوانين، چې هر انسان خپل چوکآت وپېژنې او يو بل له منځه يونسي، بلکې د يو بل د بقا لپاره مرسته وکړي. پلار خپل ځای وپېژني، زوی خپل، د مړي خپل ځای وي، د ژوندي خپل، ورور د بل په فردي کارونو کې بېځايه مداخله ونه کړي او سترقاضي(قاضي القضات) په ولسمشر پسې له خپل څادره پښې ونه باسي؛ نو په کومو ټولنو کې چې قوانين څومره ډېر وي، معقول وي او لاګو وي، هغومره هغه ټولنه مهذبه او هوسا وي.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

87 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *