Categories

اعلان

Loading…

د کندوز جنجالونه او نوی والي/ شاه محمود محمود

په میزان کې د کندوز له سقوطه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د کندوز قومي مشرانو ته بلنه ورکړه چې سره جرګه شي او د کندوز د ولایت لپاره ځینې کسان ورمعرفي کړي.

 مشرانو په ځلونو ځلونو غونډې وکړې او د کندوز په ستونزو یې بحثونه وکړل او د دغو ستونزو د حل کولو لپاره یې د مناسب والي په انتخاب او غوراوي فکر وکړ.

 د مشرانو د بحث یوه مشترکه نتیجه دا وه چې په تیرو پنځلس کلونو کې کندوز ځکه ډیر ناامن او خراب شو چې د کندوز خپلو خلکو ته پکې لازمه توجه ونه شوه. د کندوز په دفترونو کې د تخار یا ځینې نورو ځایونو د اوسیدونکو حاکمیت و چې په نتیجه کې نه یوازې د ولایت خپل اوسیدونکي مایوسه او حکومت ته بدبینه شول، بلکې هغه ګڼ شمیر کندوزیان هم کندوز ته راستانه نه شول چې د شوروي یرغل په زمانه کې مهاجر شوي او تر ډیره بریده پورې پاکستان ته تللي وو. له اټکلونو سره سم، لږ تر لږه دوه نیم لکه کندوزیان اوس هم په پاکستان، او ځینو نورو هیوادونو کې او ان په خپله په داخل د هیواد کې مهاجر دي.

 څرنګه چې کندوز په تیرو پنځلس کلونو کې د کندوزیانو په واک کې نه وو، نو دلته که مثلا په تیرو پنځلس کلونو کې د ښار ګوټو نومرې توزیع شوي دي، یا بل امتیاز ورکړ شوی دی، د کندوزیانو به پکې برخه په اوړو کې د مالګې وه.

  دغه محرومیتونه په عقدو بدل شول او وروستۍ نتیجه یې د روان کال په میزان کې ټولو ولیدله.

 ولسمشر محمد اشرف غني چې کله قدرت ته ورسید، د کندوز د خلکو دغو ستونزو ته متوجه و او یو تعلیم یافته او غیر تنظیمي والي یې ورواستاوه خو څرنګه چې کندوز په کلونو کلونو کې د خاصو سیمو او خاصو سیاسي جهتونو د قدرت په ساحې بدل شوی و، نو سمدستي د نوي والي تخریب شروع شو. محمد عمر صافي که څه هم مقاومت وکړ مګر مقاومت یې هغه وخت مخ په کمیدو شو چې رسنیو هم مخالفت ورسره شروع کړ.

 په افغانستان کې په تیرو پنځلس کلونو کې چې د فساد او بې عدالتي مافیا قوي شوه، ورو ورو ورسره د بې عدالتي د توجیه لپاره خاصې رسنۍ هم رامیدان ته شوې. د دغو ر سنیو یو کار دا دی چې د موجود حالت د ساتلو او د فساد او بې عدالتي د ادامې لپاره د ویرې، تومت او بهتان یوه فضا رامنځ ته کړي. د کندوز تیر کال ټاکل شوي والي عمر صافي چې وغوښتل کندوز ولایت له غیرمسوولو وسله والو پاک کړي نو څرنګه چې همدا غیر مسوول وسله وال له انتخاباتو رانیولې د مخدره موادو تر قاچاقه پورې په هر شي کې پکار راتلل، نو مافیایي رسنیو والي تر بمبارد لاندې ونیو او حکومت یې بالاخره مجبور کړ چې له کاره یې ګوښه کړي.

  عمر صافي په دې ګناه له کاره لرې شو چې دی د کندوز د مرکز د سقوط په وخت کې په کندوز کې نه و. والي په قانوني رخصتي کور ته تللی و خو مافیایي رسنیو یوه داسې فضا جوړه کړه چې دی یې د نظامي سقوط مسوول هم معرفي کړ، حال دا چې همدې مافیایي رسنیو له امنیه قوماندان څخه یو قهرمان جوړ کړ. که د کندوز نظامي سقوط مسولیت ایجادوي نو دا مسوولیت خو باید په اوله درجه کې هغو کسانو ته راجع شي چې نظامي مسولیت ور په غاړه دی.

 کندوز د تخار او بلخ تر منځ دی. په هغو شپو کې چې کندوز سقوط وکړ، نه د تخار او نه د بلخ والي صاحبان په افغانستان کې وو، خو څرنګه چې هغه دوه والیان د مافیایي رسنیو د خوښې کسان وو، نو هیڅکله یې اشاره ونه کړه چې هغوی چیرته دي خو د والي عمر صافي د خارج له تګه یې ډنډوره جوړه کړه.

 مافیایي رسنۍ اوس د نوي والي د ځبلو لپاره پروګرامونه جوړوي. کله وایي چې ده د سولې د شورا د رییس په حیث طالبان خوشي کړې دي، یعنې دی له طالبانو سره لاره لري او کله بیا وایي چې ده ویلي دي چې اول کار به مې دا وي چې له طالبانو سره جنګ وکړم.

 د کندوز نوي والي اسدالله عمر خیل ته پکار ده چې د مافیایي رسنیو پروا ونه ساتي او ټوله توجه په کندوز کې د ناامنیو د ریښو غوڅولو ته واړوي. د ناامني ریښې اجتماعي بې عدالتي او اداري فساد دی. که طالبانو ته زر ځله هم ماتې ورکړای شي خو چې خلک او حکومت سره بیل وي، نو ګټه نه شو تر لاسه کولای.

 مافیایي رسنۍ اوس هم تلاش کوي چې د جنګ اور تازه وساتي او د جنګ په لمبو کې خپلې ګټې خوندي کړي، مګر حقیقت دا دی چې په جنګ او تشدد باندې که څه جوړیدای نو طالبانو به افغانستان ګل و ګلزار کړی وای او یا به امریکایانو طالب ته ماتې ورکړې وای. والي صاحب باید جنګ نظامیانو ته ورپریږدي او خپله توجه دریو ټکیو ته واړوي:

 یو، له اداري فسادیانو سره دې کلکه مبارزه وکړي. هغه کسان چې په کندوز کې یې د خلکو وینې څښلي او میلیونران شوي دي او د خلکو سترګو ته د خپلو موټرونو خاورې ورښندي، باید څارنوالي ته معرفي کړي او خاطر یې ونه کړي.

 دوه، د کندوز اداره دې تر وسه وسه د کندوز خپلو خلکو ته وسپاري چې ټول کندوزیان ځانونه په نظام کې وویني.

 درې، د کندوز د مهاجرو د ستنولو لپاره دې پروګرامونه جوړ کړي . نور نو که ښارګوټي توزیع کیږي یا بل امتیاز په نظر کې وي اول دې هغه بې چاره کندوزیان په نظر کې نیول کیږي چې په ایران او پاکستان کې د مهاجرت شپې ورځې تیروي او بیا دې د ګاونډیو ولایتونو د خاصو ډلو نازدانه ګان مقرروي.

 که والي صاحب د مافیاني رسنیو او حلقو له ویرې پاسنیو دریو اصلونو ته توجه ونه کړي ،نو د بهتري امید دې نه کوي. د مافیا ګیډه د اژدها ګیډه ده چې مړیدل یې نشته او هره ورځ نوې قرباني غواړي. که والي صاحب ټول کندوز ورباندې وخوري، دوی به ورڅخه شاکي وي. کرزي صاحب ټول وطن ورباندې وخوړ خو تر ټولو توندې خبرې اوس همدا مافیایي رسنۍ ورته کوي. مافیایي رسنۍ ورپسې داسې تبلیغات کوي لکه دا د کابل بلندمنزلونه چې د بل چا نه بلکې د کرزي وي.

———————————

د کندوز نور خبرونه

297 total views, no views today

1 comment

  1. اجمل امل Reply

    بالکل تاسې ټول حقیقت ویلی مګر دمافیایې رسنیو په برخه کې لږ وضاحت ته اړتیا ده، خیر هغه به زه وکړم، مافیایې رسنۍ عبارت دي له: طلوع، لمر، یک، نور، نورین وغیره. دتور او سپین ټپه له دوی سره ده، محکمه ، څارنوالي، استخدام، نظامي ځواک او ځیني نور خدامات هم له همدې ځایه مخته ځي – ځکه خو په نړی کې دنیک بختئ او فساد څخه دپاکوالي او سپیڅلتیا په برخو کې ښې لاسته راوړنې لرو. د بیان دازادی کارنامه هم زموږ په برخه ده ځکه چه نسبت ونورو ته مو تراصلي سرحده هم زیاته مراعات کړیده – خیر دی که د غوږ ګټلو لپاره سر وبایلل شي. الله دې ورحمیږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸