Categories

اعلان

Loading…

ګوګل، پښتو ترجمان د خپلو ژبو په کتار کې زیات کړ خو نیم نیمګړی

تاند – د ګوګل وتلي انټرنېټي سایټ چې د نړۍ په ګڼو ژبو د ترجمې وړیا خدمتونه وړاندې کوي نن پښتو ژبه د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړه.

د ګوګل ژباړن یا ګوګل ترجمان برخه ښیي چې پښتو د هغو ۱۰۲ ژبو په کتار ورزیاته شوې او ۱۰۳مه ژبه شوې چې ګوګل یې انګلیسي ته او له انګلیسي څخه هغو ژبو ته ترجمه کوي.

په ګوګل ترجمان باندې له کار څخه داسې ښکاري چې د پښتو ژباړن اکثر مواد لا تر اوسه پورې یوازې انګلیسي ته ترجمه کیږي او نورو ژبو ته د پښتو متن د ترجمې له پاره د انټر په وهلو سره د ګوګل ژباړن دویم کور تش پاتې کېږي.

همدارنګه بل عیب یې دا دی چې د اکثرو نورو ژبو په څېر په پښتو ژبه کې هم د ګوګل ترجمان تېروتنې کوي چې یو علت یې ښایي دا وي چې د پښتو ژباړن لغتونه اکثر د غیرمسلکي ترجمانانو له خوا ترجمه شوي دي ځکه چې د ګوګل پښتو ترجمان له خوا وشا ۶ کالو راهیسې په بې څوکه حالت کې پروت وو او که د چا به خوښه شوه وړیا کار به یې په کې کاوه که نه همداسې به پاتې وو.

4
ګوګل
یوه امریکایي ګڼ ملتي ټکنالوجیکي کمپني ده چې په انټرنټ پورې د اړوندو خدمتونو او محصولاتو د وړاندې کولو په برخه کې کار کوي.

په اوس وخت کې،‌ ګوګل د ورځې له ۱۲۱ میلیونه امریکایي ډالرو څخه ډېر یوازې د اعلانونو د خپرولو یا د ګوګل اډ ورډز له لارې ترلاسه کوي.‌‌

242 total views, 1 views today

13 comments

  1. S.H.Z. Reply

    Hallo;
    May eng. Ahmed Wali Atsakzai Saheb & other Pashtun brothers help to the right Google-translate completely.!
    Thank you.

  2. ګنډېری Reply

    اېس اېچ زیډ صیب تاسو چې پخپله د پښتو په ځای انګلېسي لیکئ نو نور بیا څه ملامت. ولې په پښتو مو ګوتې مړې کېږي که څه بلا چې ویې لیکئ.

  3. Yousaf Amin Reply

    ټول پښتنو ورونو ته یی مبارکی وایم په دی هیله چې د پښتو د ادب مینه وال لږ زیار وګالی او ددی ژبی د بشپړولو لپاره مټې بډ وهی.

  4. jamal Reply

    دیرلوی خدمت یی کری زه یی مندوی یم

  5. بصیر Reply

    خیر ده نیمګړی د وی چی څنګه په ګوګل کی د پشتو ترجمان داخیل شو همداسی به پوره هم شی د یو کار دپاره اقدام مهم ده وروسته کار په خپله کیږی یو ]څوک به پیدا شی چی مکمله یی کړی

  6. Ahlal Reply

    دا ډېر ښه خبر دی

  7. امرالدین سرحد Reply

    رښتیا خبره داده ،چې دژباړې او ژباړونکي لکه مخ یوازې نوم دی ،چې پښتو ژبه ګوګل ته راغله ،خو ما نن داسې ولیدل چې په ژبه کې دمفرد او جمع توپیر نشته ډیر لغاتونه یې پښتو نه دي ،بلکه پاړسي دي،داچې دپښتو نوم په ګوګل کې راژوندی شو او خپل ځایی ونیاوه ،داهم غټه خبره ده .

  8. مروت فرهاد Reply

    په ګوګل کې د پښتو ژباړې اسانتیا له خبرولو مو یوه نړی منننه تاسو ته هم مبارک ، په دې هیله ، چې پوره او مثبته ګټه ورڅخه واخلو

  9. PATMAN Reply

    فغان ولس ته د مبارک وی د هویت خاوندان شوو۰ژبه نه یوازی دخبرو وسیله،بلکه دانسان دعقلI
    بیان هم ده۰ښاغلی اڅکزی ته د پښتو قاموسونه مبارک وی۰

    1. Baseer wardak Reply

      دیر خوشاله شوم چه د نورو ژبونه شاته پاتی نشو

  10. Sohail Ahmadzai Reply

    دیره مننه ورڅخه کوو چی په دی برخه کښی یی ځیار ویستلی دی الله دی تل بریالی لری

  11. shams Reply

    دادی پښتو مو د ګوکل د ټرانسلیټ ژبه شوه.
    خوشحاله یم چې انګلیسی او بله هره ژبه پښتو ته ژباړلې شو.
    او مننه کوم د هر هغه چا څخه چي په دی برخه کې یي زیار ایستلی دی

  12. shirali Reply

    اسلام علیکم خوږو دوستانو دا چی پښتو ژبه د ګوګل په ترجمانی سیستم کی شامله شوه زه ټولو پښتنو ته ددی کار مبارکی وایمه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *