Categories

اعلان

Loading…

زخمي وزیرستان او د پاکستان بې رحمه پوځ/ابراهیم ایمان

وزیرستان د لوی افغانستان هغه زخمي ټوټه ده چې څه باندې سل  کاله مخکې له ګران هیواد نه انګریزانو جدا کړه، انګریزان ۱۸۴۹ کال په مارچ کې د بنو ټولې چارې په لاس کې واخستې. دغه مهال د وزیرستان ټولې قبلې د کابل خکومت سره تړلې وې . په سیمه کې میشتو وزیرو د انګریزانو په وړندې مبارزه کوله.
انګریزی ځواکونو ۱۸۹۴ کال د شمالي وزیرستان خاوره ټوله ونیوله. دغو انګریزي ځوکونو په دې سیمه کې د شمالي وزیرستان ټبرونه ته د ځمکې ویش او نورو ځمکنیو مسایلو په تړاو یوه کړنلاره وایستله او دوی ۱۹۱۰ کال پورې چې شمالي وزیرستان دیوې بیلې ایجنسۍ په توګه اعلان شوه.
له برېټانیاني هند سره د پنجاب تر الحاق وروسته، د وزیرستان د خلکو او برېتانیایي سرکار تر منځ لومړنۍ شخړې عمرزیو، درویش خیلو وزیرو پیل کړې.دغه شخړې دیوه بنوڅي افسر له خوا د وزیرو له قبیلو نه د مځکې د حاصلاتو پر سر د میالې د را ټولولو له امله پیل شوې په ۱۸۵۰ز کال کې د وزیرو ۱۵۰۰ تنو جنګیالیو د بنو شمال پلو په کمبیتي کې د برېټانیایي ځواکونه پر پوستو بریدونه وکړل. په همدې وخت کې له وزیرو سره مسیدو یو ځای شول او پر بنو یې برید لپاره زرګونه کسان را ټول کړل، خو د برټیانیایی ځواکونو له کلکي د فاع سره مخ شول.
د وزیرستان تاریخ د مسیدو او وزیرو په کډو مشریو او مبارزو ولاړ تاریخ دی کله چې د مسیدو تر مشرتابه لاندې مبارزه پیل شوې په وزیرو کې یې پر وړندې موازي حرکت نه دی تر ستر ګو شوی مسید وزیر هروخت دې خپل دوښمن سره اوږه په اوږه جنګیدلي دی.
د شلمې پیړۍ په لومړۍ یوه نیمه لسیزه کې د ملا پوونده مسید د ټول وزیرستان د مبارزې سزلاریو، خو د هغه د مرګ ۲۲ کاله وروسته وزیرستان په دې بریالی شو، چې په وزیرو کې دمیرزاعلی خان( اپیي فقیر) په نوم یو بل سرلاری مخکښ پیدا شو د تاریخ په اوږدو کې مسید او وزیر دا ثابته کړه چې په جګړه ییزو حالاتو کې دا دواړه زړور قومونه بې مشره نه دي پاتې شوي.
زه دلته نه غواړم چې د وزیرو او مسید په تیر تاریخ خبرې وکړم زما یوازې مقصد وزیرستان ته د انګریزنو را تګ باندې رڼا اچلول وو د وزیرستان میړانی ولس په دین او وطن مین ولس دی، هر وخت یې په خپل سپیڅلی د ین او په ښکلي وطن سرونه ښندلي دی د دین دښمنانانو ته یې خپل ټټرونه ډال کړي دي دې خپل وطن او دین نه یې تل په میړانه دفاع کړی ده.تیر کال بیا د قوس میاشتې پر ۱۷ نیټه دپاکستان فرغوني پوځ په شمالي وزیرستان وخشي برید وکړ،خو لا جګړه روانه ده.
په ټول شمالي وزیرستان کی پنجاپی وخشي پوځ کلي،کورونه جوماتونه اوښارونه د ځمکې غوندې هوار کړل. په لسګونو بی ګناه وزیرستان میشتې ماشومان، میرمنې او نارینه تر خاورو لاندې کړل . او د وزیرستان پښتنې پیغلې یې بې غیزته کونډې او سر تورې کړې
نږدې یو میلیون خلک ، بنو ، پکتیکا، خوست ، پیښور، او نورو پښتني سیمو ته کډوال شول.
په ځوانان یې جسي تیری وکړل ژوندي یې تر خاور لاندې کړل څه یې خپلو وخشي زندانو ته واچول
د وزیرستان سیمې ته دې رسنیو ته اجازه نه شته چی هلته د روان وحشت په هکله رپورټونه خپره کړي. نړیواله ټولنه په دی هم غلی پاتی ده چی د پنجاپ په مزدوره اداره باندی فشار راوړي تر څو رسنیو ته اجازه ورکړي چی د سیمې د حالاتو په هکله سم رپوټونه خپره کړي.
داچې د شمالي وزیرستان په خلکو څه تیریږي یو خدای به پرې پوهیږي ، ځکه چې پنجابي پو ځ ټولې لارې تړلي او هیڅوک نه شي کولای بهرنۍ نړۍ دپاکستاني وحشي پوځیانو له ظلمونو څخه خبره کړي . هیڅ راپورتر او د رسنیو ا نه شي کولای چې سیمې ته ورشي په نوموړې سیمه کې څه تیریږي ، په دې باره کې تر اوسه کوم خبرخپور کړي؟ نه . پاکستاني وحشي پوځي هیڅکله په وزیرستان باندې زړه نه دی سوزولی او تل یې دخپلو درانو بمونو او راکټونو باران پرې جوړ کړی دی .
هر وخت یې بې ګناه وزیرستانیان په خپلو وینو کې لامبولي دي بې ګناه یې یې ځور ولي دی وژلي دی بې کوره کړی یې دی، او ډیر یې دردولي دی نه تر اوسه چا د بې ګناه وژنې غندلی دی نه یې تر اوسه سر پرې ښورولی دی کړیدلي وزیرستانیان د پاکستان وحشي پوځ ته په سپین میدان پاتې دي زه او د افغانستان ټول خلک د نړیوالو نه په کلکه غوښتنه کوي چې په پاکستان حرامي پوځ فشار راوړي او په وزیرستان کې وحشیانه عملیات ته د پای ټکي کیدي .

202 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2