Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو مرموز شخصیتونه او مرموز کارونه/ سمیع الله ارین

له نورو سره سوله ییز مخالفت او د خپل مستقل نظر درلودل د هرچا حق دی اود بیان ازادي د نشتوالي په صورت کې په مطبوعاتو کې د مخالف نظر د خپرولو په وخت کې د مستعار نوم کارول هم د هرچا حق دی.

دغه راز موږ ولیدل چې د حاکمیت پرضد د ګوندونود سیاسي مبارزو او د جهاد په وخت کې هم د مخالفو ډلو غړو د خپل اصلي نوم پر ځای مستعار نوم کاراوه، چې البته دغه کار یې د حاکمیت له تعقیب څخه د خپل ځان د امنیت لپاره کاوه.

خو زموږ په هیواد کې داسې ډله هم شته چې د خپل حاکمیت په دوران کې یې هم ځینو غړو مستعار نومونه لرل. او اوس یې هم لري.

د دغې ډلې ځینو قوماندانانو، او ریسانو هم د خپل اصلي نوم پر ځای مستعار نوم کاراوه، لا هماغه وخت ویل کیدل چې طالبان د پاکستان له آی ایس آی سره تنظیم دي، د دوی په منځ کې د همدغه جاسوسي سازمان زیاتره کارکوونکي تنظیم دي او جاسوسي سازمانونه اکثرآ په مستعارو نومونو کار کوي، ځکه خو د طالبانو د امارت کارکوونکي هم مستعار نومونه لري.

د طالبانو د واکمني د کورنیو چارو وزارت ملا عبدالرزاق اصلآ د ډیورنډ د هغې خوا اوسیدونکی، د همدغه وزارت د دفتر ریس چې د پاکستان اوسیدونکی او د آی ایس آی د جاسوسي شبکې غړی و، هم د خپل اصلي نوم پر ځای په مستعار نامه کار کاوه.

د طالبانو په منځ کې داسې کسان هم و، چې نومونه یې و، خو دوی چا نه وو لیدلي، آن د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد له داسې کسانو څخه و چې د نورو واکمنانو او مشهورو کسانو په نسبت ډیر چا نه دی لیدلی. یو څوک چې پخپله په واک کې وي د دې اړتیا به څه وي چې څوک دې یې ونه لیدلی شي. د ملا محمد عمر مجاهد په هکله ویل کیدل چې سر یې په څادر کې پټ کړی وي او په پټ مخ امرونه چلوي، آن د خپل امارت مهم چارواکي یې مخ نه شي لیدلی.

د طالبانو نور هم همداسې کسان وو او شته چې مخ یې چا نه دی لیدلی، همدا اوس دوه کسه قاري یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد ځانونه د طالبانو ویندویان بولي، د دوی په اړه ویل کیږي چې دوی نشته په دې نامه آی ایس آی او نورو جاسوسي شبکو خپل برښنالیکونه جوړ کړي چې د سولې خنډ وګرځي، وضعه متشنجه وښيي او د افغانستان په خلکو کې ویره خپره کړي. نور به خدای پرې خبر وي.

د طالبانو په لومړۍ دوره او اوسنۍ دوره کې د دوی قوماندانان د هماغې سیمې نه وو، دا ځکه چې زیاتره یې بهرنیان او پاکستان و، او دي، د افغانستان ختیځو سیمو ته د پاکستان د جنوبي سیمې اوسیدونکي استوي او خلکو ته وایي چې دا ملا صاحب د کندهار یا هلمند دی او هغو سیمو ته برعکس وایي چې دغه ملا صاحب د ننګرهار یا کونړ دی همداسې د نورو سیمو خلکو ته هم د بلې سیمې نوم اخلي.له دې ښکاري چې د طالبانو په منځ کې د جاسوسي شبکو نفوذ بیخي زیات دی.

افغان لیکوال او ټولنیز شخصیت غلام محمد زرملوال د مولوي وکیل احمد متوکل د څرګندونو په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي((…کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو، نو د هر طالب وزير اوچارواکي ترڅنګ به لږتر لږه د آى اس آى دوه تنه موجود وو. يقين لرم چې مولوي صاحب متوکل پر دې واقعيت ښه خبر دى. شهيد مولوي منصور چې امريکا ته د تګ په لار د جهاد په زمانه کې لندن ته راغلى و، د دې ليکوال ميلمه و. له نوموړي سره يو بوڅ خولى پنجابى، چې ځان يې کومانډر رشيد معرفي کاوه هم ملګرى و. کومانډر رشيد ډېرې لږ خبرې کولې نو کله چې مې له مولوي صاحب څخه د هغه په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې يې وويل چې “کوماندر رشيد” ډېر ښه مسلمان دى او د اسلام د خدمت لپاره يې په پاکستان پوځ کې د “ميجر” خپله وظيفه پريښودله او له جهاد سره يوځاى شو. د افغانانو په اړه د هغه [کوماندر رشيد] نفرت له هرې کچې وتلى و او پټولاى يې نه شو…))

د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلینټن پاکستاني توکمه سلاکار اعجاز په (فایننشل تایمز) ورځپاڼه کې پخپله یوه مقاله کې افشا کړي چې د(ایس) په نامه د پاکستان د جاسوسي شبکې آی ایس آی یوه څانګه د طالبانو لپاره ځانګړې شوې او دا څانګه یوازې له طالبانو سره کار کوي او طالبان په افغانستان کې د جګړو لپاره روزي.

دا او دې ته ورته په سلګونو نور سندونه شته چې له بهرنیو جاسوسي کړیو سره د افغانستان د جګړه مارو ډلو اړیکي ثابتوي، ددغو ټکو له یادونو څخه مې مقصد د یوې یا بلې ډلې پلوي نه وه، بلکې غواړم زموږ خلک د هغه چا په باب چې زموږ په هیواد کې د جګړو لمبې تازه ساتي او هیڅ خبره هم پرې اثر نه لري یو تصویر ولري، په اړه یې فکر وکړي او د وطن په ګټه پریکړه او عمل وکړي.

———————————————————–

د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *