Categories

اعلان

Loading…

ترکیه وايي، کُردان به پرېنږدي چې په سوریه کې مرکز جوړ کړي

تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیه به پرېنږدي چې د سوریې په شمال کې کردان مضبوط مرکز جوړ کړي.

ترکیه کردان خپل ملي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ته خطر ګڼي.

اردوغان نن وویل، ترکیه نه غواړي چې چې د سوریې د کردانو پر وای پي جي ملېشو ډزې ودروي.

ده زیاته کړه، د امریکا متحد ایالتونه باید پرېکړه وکړي چې د ترکیې ملاتړ کوي او که د کُردو ملېشو.؟

له بلې خوا ترکیه دا هم وايي، غواړي چې د خپلې جنوبي پولې په اوږدو کې د سوریې په خاوره کې ۱۰ کیلومتره خوندي تړانګه جوړه کړي څو د سیمې د دیموګرافیک یا قومي جوړښت د بدلېدو مخه ونیسي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال یلچین اکدوګان دا خبره نن په داسي حال کې وکړه چې د سوریې حکومتي ځواکونو، د روسیې د هوايی ځواک د حملو په ملاتړ د ترکیې د پولې لور ته پرمختګ وکړ.

ترکیه په داسي حال کې د سوریې په خاوره کې د خوندي سیمې د ایجادولو خبره کوي، چې په سوریه کې د روسیې حملې زیاتې شوي دي.

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *