Categories

اعلان

Loading…

په لاهور پوهنتون کې پنجابیانو پښتانه محصلین وډبول

تاند – د پنجاب په لاهور پوهنتون کې تېرماښام پنجابي محصلینو ګڼ شمېر پښتانه محصلین وروسته له هغه وډبول چې د کوېټې او لاهور د کرکټ د ټیمونو ترمنځ سیالي د کوېټې د ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

03

د فیس بک په مجازي نړۍ کې د ډونټ کېل مي پلیزجسټېس په نامه د پښتنو فعالینو یوه پاڼه لیکي چې،‌ په دغې شخړه کې ګڼ شمېر پښتانه محصلین سرماتي او لاس ماتي شوي او روغتون ته لېږل شوي دي.‌

د کرکټ د مېچونو د پي اېس اېل دغه لړۍ د کوېټه ګلېډېټرز او لاهور قلندرز ټیمونو تر منځ پیل شوې وه چې کوېټه ګلېډېټرز د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د پخواني کپتان محمدنبي په ملګرتیا وګټله.‌

دا چې په لاهور کې پنجابیان په مطلق ډول په واک کې دي، معلومه نه ده چې حکومت به د پښتنو محصلینو اواز واوري که به همداسې پټ پاتې شي.‌

463 total views, no views today

5 comments

  1. Zakir Reply

    پشتانہ محصلین دی لژ د زغم سخہ کار واخلی او پہ پشتون خواہ کی دی داسی لت و کوب کڑی چہ پہ راتلونکی کی تری پند واخلی ۔د یو پشتون پہ حیث 💪

  2. نجیب الله علیزی Reply

    دا خو ډیر بد کار سویدي زه واقعا ډیر خفه سوم، څه وکړو هر سړي مو د هری خوا ډبوي،

  3. shaki Reply

    په خدای چی ماته خو خندا راځی چی پنجابی راولاړیږی او پښتانه ډبوی.دا به ګکان کوم چی د پښتنو لومړۍ وار وی چی پنجابیان یی ډبوی.په ځانمرګو خو یی سیاله ونه شوه چی لر او بر پښتانه وژنی

    ګمان کوم چی اخره زمانه ده بس طوبی به باسو.
    پښتونه! پښتونه! موږ داسی نه پوهیږو چی څه تندر درباندی لویدلی دی؟

  4. برهانی Reply

    کوم قوم چی علم او صنعت ته شا کری همدا حال به یی وی
    اوپه لر اوبر بدی نور خلک حکومت کوی پشتون پریژده چی صرف غیژی، غوری، لاپی
    او توپ دنده وکری او آخرهم شه لرگی په سر…. اوخری
    تر اوسه لاهم داقوم نه پوهیژی ؛ خرکاری، جوال کاری او کراچی چلول خوی نصیب شوه سیل به هلته وی چی کور هم ترینه واخستل شی او له ملکه وشرل شی لکه چی قدرت ، طاقت اوحکومت تیر لارل همداسی به تول شیان تیرنه واخستل شی او په میدان کی به بربند پاتی شی. خپل وژنی خپل رتی او خپل دنورو په اشاره بندی کوی دا دپشتون تعریف او تاریخ ده.

  5. اجمل Reply

    عجب کار کری مرگ ورته خه دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸