Categories

اعلان

Loading…

د افشار قاتل؛ د سولې شهید

د بدلون اوونیزې سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه\ دوهم کال/ ۱۳مه/ پرلپسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۲۱/ ۱۳۹۴

د ۱۳۹۱ کال د میزان تقریباً ټوله میاشت (۱۷- ورځې) مسلسل د کابل تعلیم و تربیې پوهنتون محصلینو، د دغه پوهنتون مخ ته د هماغه وخت د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د یوه فرمان پر ضد په مظاهرو تېره کړه.

فرمان داسې وو چې د دغه پوهنتون نوم (پوهنتون تعلیم و تربیه کابل) یې په (پوهنتون شهید صلح پروفیسور برهان الدین رباني) اړولي وو.

درسونه یو مخ بند ول، محصلانو دوه واره تر پارلمان پورې سوله ییز مارش وکړ او یو وار یې د پارلمان دروازې و تړلې، په هرات کې د مشهور جنګسالار اسماعیل خان یوه قومندان او په پارلمان کې وکیل قاضی حنیفي له درې متره ږیرې سره درې محصلان مخامخ تر موټر لاندې کړل، په پای کې د مظاهرو لړۍ د امنیتي ځواکو له خوا په خشونت، وهلو او بندولو سره پای ته ورسېده او د استاد رباني له نامه سره د مخالفت انجام د مجاهدینو د منطق له مخې باید همداسي وای.

محصلان له دې امله له قهره سره ایشېدل او ویل یې چې دا کوم عقل او څنګه وجدان دی چې د (قاتل اوشار) نوم دې د افشار په زړه کې، پر هغه پوهنتون کښېښول شي چې د همدغه استاد رباني د واکمنۍ مهال، همدغه پوهنتون نه یوازې یو مخ سوځول شوی بلکې د دې سیمې د ملکي اوسېدونکو لپاره د قتل عام په یوه مجموعې ګور بدل شوی وو؟

د افشار د محشر کیسه:

د محشر دا ورځ د ۱۳۷۲ کال د دلوې پر ۲۲- مه د افغانستان د تاریخ یوه ډېره بېرحمه خونړۍ برخه شوه، د جنګي جنایت، د قتل عام، د بشري ناورین، د شیطاني حاکمیت، له قیامته مخکې د محشر، د وطن دښمنه نمایش، د افغان ضد جذبې او انسانیت پایمالوونکي تاریخ برخه.

هېښوونکې خو لا دا چې دا هر څه د اسلام، د جهاد، د اسلامي حکومت و حاکمیت، د اعلاء کلمةالله، د جهاد د بریالیتوب، د فی سبیل الله مجاهد د واکمنۍ او د قران و شریعت غراء محمدي په رڼا کې تر سره شول او دا د شهید صلح پروفیسور برهان الدین رباني د اسلامي اقتدار دوران وو.

د (جامعه باز) ورځپاڼې د امتیاز څښتن ښاغلی محمد اسلم جوادي د افشار د محشر تصویر په خپل ځواکمن قلم سره کاږي:

«د دلوې د ۲۲- مې پر درشل ولاړ یو، ۲۳- کاله مخکې، د کابل په جنګو کې، افشار سیمه د تاریخ د ډېرو زهرجنو شېبو یو نندارتون و.

د ۱۳۷۲ کال د دلوې پر ۲۲- مه د افشار عادي وګړو داسې یوه ورځ پیل کړه چې لمر څرک یې خونړی او غروب یې تراژیک و؛ هیڅوک نه پوهېده چې څه روان دي، خو هغه څه چې پېښېدل هغه په ښار کې د پوځي ځواک د برلاسۍ لپاره تر یوه عادي جنګ ور ها خوا پیکار وو؛ د افشار غره په سنګرو کې جنګ خپل ځای په استوګنو سیمو کې لوټ، تالان د خلکو پر کورو، ارواوو، ژوند او شتمنیو یرغل ته خوشي کړی وو؛ د دې حادثې پایله د افشار یومخیزه تباهي وه، کوڅې له خلکو خالې شوې، ډېرو لږو د تېښتې لار و مونده؛ ډېر په ډله ییزو قبرو کې ښخ شول، ډېر نور د شمالي و پغمان په غرو کې اسیر شول او تر ننه یې بیا آن د هډوکو کومه نښه هم و نه موندل شوه؛ هیڅوک سم نه پوهيږي چې په رشتیا سره په هغه خونړۍ او غملړلې ورځ څه پېښ شول؟ د افشار د فاجعې له ژورو څخه تر اوسه کوم دقیق تحقیق مخې ته نه دی راغلی؛ هغوی چې د تېښتې لار پیدا کړای شوای یوازې د تېښتې تجربه بیانوي، مګر هغوی چې پاته شول یا یې ږغونه په ډله ییزو قبرو کې ور سره ښخ شول یا هم په شمالي او پغمان غرو او یا هم د خپلو کورو په زېرخانو کې د تل لپاره ورک شول.

مګر د دې ورځې یو څو څرګندې نښې را پاته دي:

یو- کنډواله او بې سرپوښه خونې.

دوه- ډله ییز قبرونه.

درې- او تر ټولو مهم د «ګل آغا» یادګار دی چې په خپل لاس د وژل شویو قربانیانو د کورو پر دیوالو یې د هغوی په وینو لیکلی دی، د ګل آغا یادګار د افشار د تجربې تر ټولو مهم او جدی راپور دی.

دا یادګار په پوره صداقت سره لیکل شوی دی، د دې یادګار شا ته د صداقت حس، مستې او افتخار سره غاړه غړۍ دي. ګل آغا د یوه فرد نه بلکې یوې مجموعې سمبول دی، د هغه کولکټیف سمبول چې پر افشار یې یرغل وکړ، د جنګي مورچلو او بې ګناه وګړو د کورو تر منځ توپیر ته یې هیڅ اړتیا و نه لیده… دوی دومره خونخور و آدمخور ول چې د خپلو قربانیانو د جنازو څنګ ته یې جشنونه و اټنونه واچول او بالاَخره، د دې لپاره چې د خپل دغه بري او دغه غرور ولولې نورو ته هم ولېږي نو د خپلو قربانيانو په وینو یې پر دېوالو ګلان رسم کړل او یادګارونه یې ولیکل.

ګل آغا ډېر ښه پوهېدی پر دغه سیمه به تلپاته بریمن واکمن نه وي، یوه ورځ به د ویجاړو کورو وارثان بېرته راستنیږي، هغه وارثان چې په دې پوهېده به ور ته ډېر مهم وي چې د افشار پر اوسېدونکو څه تېر شول؟ د هغو کسانو په ذهن کې کوم د لایل او انګېزې خوځېدې چې پر افشار یې برید وکړ او داسې یو هېښوونکی کشتار، چور او تباهي یې ممکنه کړه؟ پر افشار د یرغلګرو په سرو کې څه ګرځېدل او د ۱۳۷۲ کال د لوې پر ۲۲– مه یې څه ډول یو حس تجربه کړ؟ ګل آغا د همدغې مسئلې په درک سره د افشار پر دېوالو خپل یادګار حک کړ.

ګل آغا په دې چم سره دا پیام رساوه چې استوګنې سیمې یو اشتباهي هدف نه وو، هغوی چې حمله وکړه نو د افشار د استوګنو سیمو او اوسېدونکو دقیق تصور ور سره وو، دغه کوڅې و کورونه یو اشتباهي او خودسرانه نه، بلکې اصلي موخه وه.

ګل آغا موږ ته راښیي چې د افشار د غمیزې په خلق کې یې آګاهانه ونډه اخیستې او د هغې مسؤلیت پر خپله غاړه اخلي؛ د ده له نظره، هغه څه چې پر افشار او اوسېدونکو یې تېر شول نو دا ټول د ده او یارانو لپاره یې د ویاړ یوه خاطره وه؛ دوی د کورو و کوڅو په لوټمار او د اوسېدونکو په کشتار او تجاوز سره هغه څه تر ګوتو کړل چې د سنګرو په فتح کولو سره یې نه شوای تر لاسه کولای. دغه غرور، دغه پایکوبۍ و رقصونه، مستۍ، دغه ښادنامې او جشنونه یوازې او یوازې د استوګنو سیمو، کوڅو او کورو په فتح کولو سره ګټل کېدای شوای؛ ګل آغا چې په دغو ښادنامو او غرور سره سرمست دی نو داسې یو یادګار لیکي چې وښيي خوښ دی، د ویاړ احساس کوي او غواړي هغه څه د ټولو په مخ کې ښکاره کړي چې نور یې په درواغو سره پټوي؛ هغه غواړي چې موږ، تاریخ او راتلونکو نسلو ته اعلان کړي چې ګل آغا « جنایت نه دی کړی، افتخار یې پنځولی دی» په دې ویاړ کې دی او جګړه مار یاران یې له لوی څخه تر کوشني پورې ټول شریک دي؛ هغه د یوې مجموعې، یوې ډلې، یوه لښکر، یوه دولت او ښایي یوه تاریخ په استاځیتوب یو یادګار لیکي، هغه په دې افتخار سره مست او مسرور دی او دا ویاړ د ده په فاتحو لاسو سره حاصل شوی دی چې دی او سنګر داران یې د افشار د استوګنو سیمو په فتح کولو سره یادګار پرېږدي.

خو آیا ګل آغا یوازې وو؟ آیا دغه ډاروونکې پراختیا یوازې د ګل آغا په وجود کې تجربه شوې وه؟ فکر نه کيږي چې داسې به وه؛ ګل آغا په یوازې سر او آن له لږو افرادو سره په دغه حد کې د یوې ورانۍ او په دغسې اندازه د یوه پراخ کشتار توان نه درلود، په هر حال، د هر فرد توان، ظرفیت او امکانات د دغسې یوې تباهۍ او شرارت د تخلیق لپاره محدود دي، نوموړی او انډیوالان یې که بې شمېره نه وای نو په یوه ورځ کې یې یو تن، دوه تنه، لسګونه تنه او بالاَخره سلګونه تنه وژلای شوای مګر د افشار کشتارونه، د سلګونو تنو تر برید واووښتل، هغه څه چې له سیمې او اوسېدونکو څخه یې را پاته شول هغه ډله ییز قبرونه او بې در و دېواله کورونه ول، دومره پراخه ټولوژنه، او دومره ژوره تباهې په یوه لاس او آن سلګونو لاسو سره ناممکنه ده؛ هغه څه چې د ۱۳۷۲ کال د دلوې پر ۲۲- مه د افشار پر سر را نازل شوي د یوه معمولې شرارت تر برید ور اوړي، یوازې یوه سازمان شوې سیستماتیکه ډله، له یوې سنجول شوې کړنلارې او غیرمعمولې امکاناتو سره دغسې یو وحشتناک شرارت پنځولای شي.

هغه څه چې پر افشار تېر شول، ټیک آشویتس او سربرینساست غوندې ول. افشار د کابل د جنګو آشویتس وو؛ په دغومره پراخه تباهې حتا د ډېرو شریرو او تباهکارو بانډو وس هم نه رسیږي؛ هغوی چې پر افشار یرغل وکړ، هم د خپل کار په ماهیت او هم یې په پایله ښه پوه ول، هغوی له هماغو انګېزو سره د افشار د اوسېدونکو په کورو ور ننوتل په کومو چې د هیټلر سرتېري پر یهودي سیمو ور توی شوي ول.

پر افشار یرغلګر د هغو ځواکو یوه برخه وه چې د دولت په رسمي چوکاټ کې یې فعالیت کاوه، ولسمشر برهان الدین رباني وو، دفاع وزیر یې احمدشاه مسعود، ویاند یې ډاکتر عبدالله، رهبري غړي یې شیخ آصف محسني او عبدالرب رسول سیاف وو.

قسیم فهیم، سید حسین انوري، بسم الله محمدي، امرالله صالح او ډېر نور یې په پوځي سلسلهء مراتب کې ځای پر ځای او مسؤلین ول، د احمد شاه مسعود د اسنادو له مخې (مارشال قسیم) فهیم او انوري له کانټنینټل هوټل څخه دغه عملیات رهبري کول، هغه څه چې پر افشار راغلل، تصادفي نه ول او هغه څه چې د افشار پر وجود تېر شول، یوه معمولې حادثه نه وه.

… افشار، په هیواد کې دغه د تباهۍ او شرارت سیمه، تر اوسه د خبرو لپاره ممنوعه قلمرو دی.

…. هغوی چې د واک پر پالنګ ناست دي کېدای شي د افشار په باب چوپ کښیني، یا هغه هېره کړی مګر د ګل آغا یادګار تر اوسه پاته دی، د قومي رهبرانو له دېوالو څخه یې ونیسه بیا تر اجرائیه ریاسته، د پغمان تر غرو او د برهان الدین رباني تر پوهنتونه دغه یادګار حک شوی دی.

د ګل آغا شهامت د شرارت او جنایت د دغو ټولو ټیټ خصلتو په چغالتوب او خواره ورځ ریشخند وهي؛ دغه یادګار هم د سیاف او شیخ آصف محسني په اسلامي ږیرو پورې خاندي او هم د ملي قهرمان په قهرمانۍ ډرۍ وهي؛ دغه یادګار د یوه نسل تلپاته یادګار دی، هغه نسل چې لا اوس هم د فاجعې په تخلیق بوخت دی او د شرارت د اشتها اور یې په وجود کې نه دی سوړ شوی.» (۱)

په ۱۳۷۵ کال کې په همدغه افشار کې واقع (دعوت و جهاد پوهنتون) کې ځوان لیکوال نعمان دوست محصل وو؛ هغه خپل د سترګو لیدلی حال او احساسات را ته بیانوي:

«… پر دېواله باندې د وینو خاپونه وو، ښه ور ته ځیر شوم، پر دېواله باندې نوکارې لګېدلې وي، ما ویل که دېوال را ته کیسه کوي خو دومره وېرېدلی چې ژبه یې نښلي او زه پرې سم نه پوهېږم.

غلی ولاړ وم، ملګری مې بیا پر خبرو راغی: دلته د مېرمنې کالي وو، دلته یې بوټان وو، دلته یې پړونی وو او ….

های!

لکه هر څه چې خپله وینم، ما د زړ په سترګو لیدل چې عاجزه مېرمن د څو وحشي او ځناورو په پنځو کې وه، هغه زارۍ کوي، هغه عذر کوي، د خدای روی شفیع کوي؛ خو ځناور کاڼه دي؛ ځناور د مجبورې ښارۍ چېغې نه اوري، هغوی د خپل هوس لېونتوب کاڼه کړي دي، مېرمن مجبوره ده، د خلاصون لپاره پر دېوال منګولې لګوي، لکه خپل مخ، د دېوال مخ هم نوکارې کوي او په دې توګه د خپل مظلومیت کیسه او د پېړۍ د وحشت کیسه پر دېوال حک کوي.

دلته د تنظیمي جګړو پر مهال د حزب وحدت (اسلامي) ډله مېشت وه….

افشار یو خونړی تاریخ لري، دا خونړی تاریخ له جهادي تنظیمونو په میراث پاتې دي، له هغو تنظیمونو چې اوس ځانونه د دې وطن اصلي وارثان ګڼي، له هغو تنظیمونو چې اوس هم په زرګونو هوښیار او تعلیم یافته پلویان لري.

خو د همدوی په غوبل کې د ښار د نورو برخو په څېر په افشار کې قتل عامونه وشول، دلته خو (اسلامي) تنظیمونه د خپل ورور (اسلامي) تنظیم پر ضد پورته شول… په دې پېښه کې، چې دواړې خواوې یې مجاهدین وو، د افشاریانو وینې په لښتیو کې وبهېدې.

دلته پر سړک تېرېدونکي کسان له پوستو په نښه کېدل او په ویشتلو کې یې شرطونه تړل کېدل، خپله نښه ویشتل یې پرې تمرینول او…

چې اوس هم کله د افشار پر سړک تېرېږم، هماغه دېوال مې ذهن ته راشي، هماغه دېوال را ته کیسې کوي خو دلته هر دېوال په سلګیو- سلګیو کې دومره کیسې کوي چې د یو بل غږ پکې ورک شي.» (۲)

د یوه بل دردېدلي لیکوال محمد غزنوي د قلم د زړه د وینو یو څو څاڅکې هم درسره شریکوو چې د افشار پر غمېزه یې توی کړي:

«… عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، شیخ آصف محسني، سید حسین انوري او ډېر نور، چې هغه مهال یې د افشار غمیزې په رامنځته کولو کې مستقیم لاس درلود، اوس هم لکه ډاکتر عبدالله د دولت د لوړ پوړو مقاماتو په رهبرۍ کې قرار لري، د هغه جنایت په خاطر چې مخامخ د بشر پر ضد جنګي جنایت بلل کيږي، پرته له هر ډول جزايي و حقوقي سزا څخه، په ټولنه کې ژوند کوي؛ د هزارګانو سیاسي مشرانو هم د خپلو شخصي ګټو ساتنې لپاره دغه پېښه هېره کړې ده.

د اوسنۍ انارشۍ او نامشروع هستو را منځته کولو لکه اجرایې ریاست او د پارلمان غوندې بنسټو په ناقانونه توګه دوام ورکولو ریښې ټولې زموږ د ټولنې په اخلاقي سقوط کې ښخې دي.

د دې وضعیت دوام زموږ ټولنه پر بې شمېرو نورو غمیزو هم اړوي چې حد اقل یې د اوسني فساد او ګډوډیو دوام دی.

عبدالله عبدالله او عبدالرب رسول سیاف د افشار او نورو ورته فاجعو د جنایت له بار څخه ځانونه نشي ایستلای، دوی او ډېرو نورو، یو څو میلیوني ښار د هغه د اوسېدونکو په هدیره بدل کړ چې نړیواله ټولنه یې تر اوسه د میلیارډو ډالرو په لګولو سره په بیارغونه او د جنایاتو د نښو په پټونه سره نه ده توانېدلې او همدا دوی وو چې د طالبانو په پیدا کولو او پر افغانستان مسلطولو کې یې مستقیم لاس درلود.

د افشار د قربانیانو په ناحقه توی شوي وینې، د عبدالت غوښتنې وینې دي، د افشار د قربانیانو چېغې داسې په یوه اسانه نه خاموشيږي، د افشار د ډله ییزو قبرو او کوڅو څخه تر اوسه پورې د مړو زګېروي اورېدل کيږي او دا د عدالت او انصاف غوښتنې زګېروي دي.

د خپلو جنایاتو د پټولو لپاره د قومي پردې شا ته کښېنستل تل په درد نه خوري، قومي قهرمانان د غمیزو قهرمانان دي….

انصاف ته وفاداري همېشه تر کاذب قومیت، مذهب، جنسیت او سیاسي جغرافیې بره وي.

هغه چې جنایت کوي باید پوښتنه ځنې وشي او جواب ووایي… د جنایتکار انجام شرمېدلی او سرنګون وي، شرارت تل بریالی نه وي، هغوی چې تباهي پنځوي او شرارت کوي نو یوه ورځ د خپل همدغه جنایت و شرارت په تلکه کې بندیږي.

هر څومره چې د افشار له فاجعې څخه لیري کيږو نو په هماغه اندازه د افشار د قربانیانو ږغ صفا او زورور اورېدل کيږي، دا ږغ وروسته په متن، وینا، سرودونو، نندارو او بالاَخره د انصاف غوښتنې په ناره اوړي….

د افشار په باب باید خبرې وشي او یادونې یې وشي؛ د افشار د قربانیانو چېغې باید په پرلپسې ډول د سیاف، عبدالله، انوري او شیخ آصف محسني په غوږو کې آزانګې او زوږ خپور کړي.

افشار د جنایتکارانو خپسه ده، هغه خپسه چې انسان وژنې، وروسته له خپل مقتول سره عکس اخلي، په وینو یې پر دېوال یادګار لیکي او وروسته پر ځان د ملي قهرمان نوم ږدي. (۳)

نن افشار د تاریخ ډېر تریخ طنز دی، داسې چې افشار سیمه د کابل د باغ بالا تپې او قرغې د غونډیو تر منځ پرته ده؛ د افشار پوځي، خونړي او اسلامي عملیات د استاد رباني د دولت پر مهال د هغه د دفاع وزیر او ملي قهرمان شهید احمدشاه مسعود په قومانده د باغ بالا له غونډۍ څخه د فقید مارشال محمد قسیم فهیم او سید حسین انوري له خوا رهبري کېدل؛ افشار سیمه په باغ بالا کې د جمعیت اسلامي او پغمان د اتحاد اسلامي تر منځ لکه د ژرندې د دوو پلو تر منځ اوړه کېدله، د افشار مسلمان افغانان لکه غنم د رباني او سیاف ددوو اسلامي تنظیمو تر منځ لکه د مېچنې د دوو پلو تر منځ میده کېدل او د دغو دوو اسلامي پلو له چار اطرافو څخه د انسان وینې او غوښې را تویېدلې؛ نن د افشار په منځ کې دوه پوهنتونونه ودان دي، دواړه څنګ پر څنګ، لکه د مېچنې دوه پلونه:

اول- پوهنتون تعلیم و تربیه شهید صلح پروفیسور برهان الدین رباني.

دوهم- دعوت پوهنتون، په سیاف پورې اړوند.

دا په یوه لوی تاریخي ملت پورې لویه ملنډه او زموږ ځوان سیاسي نسل لپاره لوی درس دی ځکه د افشار جمعي اروا هره ورځ او هره شېبه پر دغو دوو نومو لعنت وایي خو دوی لا هم د خپل دغسي جهاد د امتیازاتو اخیستو لپاره تر قیامته د جهاد دوام ته ملا تړلي ولاړ دي.

—————————————–

اخځونه:

۱- محمد اسلم جوادي، یادی ازیک یادګار، روزنامه، جامعه باز، ۲۰ دلو ۱۳۹۴، کابل.

۲- محمد نعمان دوست، د افشارو یاد، سرخط ورځپاڼه، ۲۱ سلواغه، ۱۳۹۴، کابل.

۳- محمد غزنوي، افشار، جنایت جنګی و خواست برای (اجرای عدالت) جامعه باز، ۲۱ دلو ۱۳۹۴.

90 total views, 2 views today

4 comments

  1. PACHA Reply

    وروره دا خو د بد بختیو یوه برخه ده او بله بر خه یی همدا اوس د پیلیدو په حال کی دی . تر اوسه د توپکمارو پلارونه د خلکو په وینو مست وو او له دی نه وروسته ددوی زامن او وروسته یی لمسیان او کر وسیان به په دی ملت ظلمونه کوی چه نمونه یی د حاجی قدیر زامن د حضرت علی زامن د حاجی دین محمد زامن د حاجی زمان زامن د مارشال فهیم زوی ادیب جان د ربانی زوی اوسنی د بهرنیو چارو وزیرجناب صلاح الدین د جنرال دوستم زامن باتور دوستم او ورپسی باقی نور . خلک فکر کاوه چه د الله رحم پری وشو او طالبان دوی یی له مینخه یورل او خلک تری نه خلاص شول خو د غرب او بالخصوص امریکی د ب 52 په مرسته اود تاریخ د دریم شا شجاع د ببو کیمپ او ناصر باغ کیمپ قهرمان جناب حامد جان کرزی په مرسته بیرته د خلکو په ستونو او خیتو باندی کشینول شول او داخل ددوی له مینخه ورل صرف د الله ج په توان کی دی خکه په دی 15 کلونو کی دومره چور او چپاول یی وکرل چه د زرداد پاتک یی و شرماوه نو دوی د 20- 40 کالو پوری د جنگ او جگری توان لری . خو کله چه مونز جناب حامد جان کرزی مشهور په حامد جان پنجشیری ته چیغی او ناری سوری وهلی هغه نه اوریده او یا یی په قصدی دول خان غلی نیولی وو اوصرف په یوه مقوله یی خان تیر باسه ( بلی بلی مصالح کدیم و باز هم میکنم ) نو او س راشی او خان دی پاتکیانو ته تینگ کری . والسلام .

  2. محمدربی آماج Reply

    هغه پښتو متل دۍ چی وایی: پکه دادی لا بله سپکه!زما موخه لدی لیکنی څخه دا ده چی د هری ښی او بدی پیښی څخه لوستونکی او راتلونکۍ نسل پند اخلی او د همدی پند په نظر کی نیولوسره په راتلونکي کی د بل همداسی ناورین مخه ورباندی نیسی.که لدی لنډی سریزی تیرشو.اوس به راشو د عبدالعلی مزاری د بیانیو او یناووهغه ټولګه کومه چی د نوموړی د مړینی نه وروسته د هغه د پلویانو لخوا د کتاب په بڼه خپره شویده او نوم یی هم ورباندی (احیای هویت )ایښۍ دۍ د همدی احیای هویت کتاب په یوه برخه کی د افشارو دجنایت نه وروسته د عبدالعلی مزاری ولولی بیان شویدی. او نوموړی تردی عنوان لاندی (۲۵۰ سال دروغ) ویلی دی چی ګویا موږ ته ۲۵۰ کاله داسی ویل ا و تلقین کیدلو چی پښتانه زمو دوښمنان دی، مګر دافشارو غمیزی او وحشت دا وښودله چی دوی موږ ته دا .۲۵۰ کاله درواغ وویل.او موږ یی غولولو او اوس چی د دوی ځواک او واک دۍ نو خپله اصلی څیره اوبڼه یی موږ ته را بربنډه شوه

  3. mha Reply

    These type of tragedies have not happened during the Soviet invasion by Soviets and Khalqis regimes.

  4. S.H.Z. Reply

    All the war-lords , commanders jihadi-leaders including the in-terim governers ( died & lives) should be justified by National & International supreme-Courts!, but if the supreme-judges decide honestly & lawful!; not corruptive & bribefull!!

    Or waiting for the day-of -surrection to the justice of Almighty GOD!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *