Categories

اعلان

Loading…

يوه شپه (د کندهار يونليک) بصيرالحق عادل

سړه ورځ وه، غرمه مهال و، د لمر وړانګې هم د يخ پر وړاندې عاجزې وې. کندهار تو مو د سفر نيت لا له وړاندې کړی و.

نږدې ملګري ډاکټر ميرويس راته وويل، د غرمې تر ډوډۍ خوړولو وروسته روانېږو. د هلمند له ګرمسېره مو يو شمېر نور ملګري هم راورسېدل، دوی مو هم د سفر ملګري ول.

ماسپښين لمونځونه مو لښکرګاه کې وکړل. کندهار ته د تګ په نيت موټرانو ته پورته شولو.

زه، ډاکټر ميرويس او تيمور شاه هلمندوال يو موټر ته پورته شولو، صفت الله زاهدي، ډاکټر اصف زبير، نصرت شاه احساس او نقيب الله باور بل موټر ته پورته شول.

موږ غوښتل چې ډاکټر اصف زبير هم موږ سره موټر ته وخېژي خو صفت الله زاهدي نوموړی خپل موټر ته کش کړ.

دوې بجې کېدونکې وې چې د هلمند له زړه لښکرګاه ووتلو. ځينې خوړن توکي او څښاک توکي مو هم له ځان سره واخيستل. د کندهار تر دوه لارې نه وو رسېدلي چې ډاکټر عبدالله زنګ راووهه:

ودېرېږئ!

زه هم درسره ځم.

موږ د يو داسې چا د هر کلي په موخه کندهار ته ور روان وو چې د ډاکټر عبدالله ورور و، خو نوموړی چې نادعلي ولسوالۍ کې روغتون لري له دې نا خبره و چې موږ کله ځو او له بده مرغه په دغه ورځ يې د ټليفون شمېره هم بنده وه، ګنې موږ له شنه سهاره ورسره د اړيکې نيولو هڅه کوله.

دا چې موږ تر ډېره لاره هم وهلې وه او طبعي خبره ده چې پر تللې لارې بېرته راګرځېدل او بيا تلل پر سړي غميږي هم، خو د صفت الله زاهدي دوی موټر تر موږ ډېر وروسته و، د هغه سره د اړيکې ټينګولو مو ورته وويل، نه پوهېږم زاهدي صيب هم په کومه پلمه ځان ترې خلاص کړی و.

خير! ډاکټر عبدالله د درې نورو ملګرو سره په بل موټر کې راپسې را روان شوی وو.

ډېر وخت وروسته کندهار ته روان وم، د کندهار تر دوه لارې چې تېر شولو، نو پوه شوم چې لويه لار ويجاړه ده، پر دغه لاره تلونکي لوی او کوچني موټرانو ګڼه ګوڼه او تنګ ويجاړ سړک سره مې فکر تېر حکومت ته ولاړی چې په دې وطن د پيسو باران وشو، خو د کابل، کندهار، هرات لويه لار چې د ورځې پرې سلګونه زره خلک تګ راتګ کوي، هماغه شان ويجاړه او تنګه ده، نږدې هره دقيقه پرې د موټرانو ترمنځ د ټکر امکان شته.

موږ غوښتل شپې ته کندهار ته ورسېږو نو په دې خاطر په ميله ييز ډول کرار کرار روان وو، ځای ځای مو د نورو دوه موټرانو چې زموږ د سفر ملګري وو اړيکه مو ورسره نيوله، ۳ بجې وې چې د ميوند له ښارګوټي تېر شولو. ميوند کې ډېر ملګري لرم، د ميوند ملالۍ ادبي ټولنه ملګرو زما په مشوره او غوښتنه جوړه کړې ده، زما ډېری ملګري ميوند کې هټۍ هم لري. دغلته په رسېدو مې شاوخوا ډېر ورپسې وکتل خو نظر مې د هيڅ کوم ملګري دکان لمس نه کړ.

ډاکټر ميرويس چې زموږ موټرواني يې هم کوله، زه مخکې ورسره ناست وم، تيمور شاه هلمندوال مو شاته سېټ کې ناست وو، ښه بنډار مو ګرم کړی وو، کله به مو پر يوه موضوع بحث ګرم کړ، کله پر بله او کله. . .

۵ بجې نږدې وې، د کندهار ښار ته څېرمه غرونه د لمر د ډبېدو له امله طلايي شوي وو، چې د کندهار پر باغ پل ورپورې وتلو، ارغنداب د بې رحمه خزان له لاسه خړ او سپېره پروت وو، هغه سيمه چې پسرلي کې پرې د جنت ګمان کېږي د ژمي سړې څپې يې د ونو پاڼې داسې سپېرې کړې وې چې د يو افت خيال پرې کېده.

کندهار ښار ته چې هر وخت ورشم، سم له واره مې خپل تېر تاريخ راياد شي، د احمدشاه ابدالي د جلال او عظمت کيسې مې سترګو ته ودريږي، د پښتنو يووالي ته فکر مند شم او تر ډهلي پورې د دوی پر حکومت مې خيال وځغلي.

موږ لومړی د باغ پل پارک (تفريح ځای) ته ورغلو. موټر مو تم ځای کې ودراوه. له راښکته کېدو سره سم مو غځونې وکړې، لکه چې ستړي وو، پارک ته وردننه شولو، دغلته کوچنی ژوبڼ هم شته چې دوه يا درې ډوله حيوانات او مرغان پکې دي، ليدنه مو ورڅخه وکړه.

هوا يو څه سړه وه، دغه پارک چې په ډېر ښکلي موقيعت کې جوړ دی، له يوې خوا يې د خزان وچو بادونو بڼه ور اړولې وه او بل خوا يې صفايي، ساتنې او نورو برخو ته هيڅ پاملرنه نه وه شوې، چې دغه کار يې زه يو څه مايوسه هم کړم.

د ارغنداب د رود پر غاړه د کندهار د ښار دروازې سره په داسې ښکلي ځای کې چې يوې خواته يې د ارغنداب زړه وړونکې سيمه پرته ده، بل لوري ته يې غرونه او تر شاه يې د کندهار ښار پروت دی، بس د تفريح او فکر سمولو ځای وو خو چې کار ورته شوی وای او ځينې برخې رغول شوي وای او ساتنه يې کېدلی.

لږه شېبه وروسته مو د سفر نور ملګري د صفت الله زاهدي دوی موټر راورسېد، پارک کې د کوچنۍ ودانۍ سر ته پورته شولو، لاندې د ارغنداب رود بهېده، دغلته مو لږ مجلس وکړ، کندهار ښار کې د ګرځېدو او تفريح کولو پلان مو جوړ کړ. 2پارک کې مو شنې چای وڅښلې، د چای له جوړونکي سره مو بانډار کاوه، نوموړی د هلمند وو، اخر يې وويل زه يو ډول هم لرم. په دې خبرې سره زموږ د ټولو ملګرو اوږې وتخنېدې، ډول يې راوړ، لږه شېبه خو غير مسلکي اتڼ مو وکړ، يو په بل پسې مو خندل چې له دغه ځای ووتلو.

تر ماښه د ښار په بېلابېلو واټونو کې وګرځېدو. ماذيګر مهال ډاکټر ميرويس د احمدشاه بابا لېسې انګړ ته وروستلو، هغه وويل، کلونه وړاندې له دې ښوونځي فارغ يم، هلته چې ورنوتلو ټول زده کوونکي کتار ولاړ وو، يو پروګرام شروع وو، ځينې انځورونه مو واخيستل او دا چې ناوخته وو، ترې راووتلو، د باندې نور ملګري راته منتظر وو، له تندو يې موږ ته مالومه شوه چې ښه راباندې غصه دي.

2ماښام ناوخته د ډاکټر عبدالله دوی موټر هم راوسېد، دوی په ښار کې ډېر نابلده وو، په ښار کې د ګرځېدو راګرځېدو مشري هم ډاکټر ميرويس ته په دې خاطر ورپه غاړه وه، چې نوموړی موږ ټولو کې مشر هم وو او دغه سفر يې هم پلان کړی وو، نو موږ به مخکې وو او نور موټران به راپسې وو.

ماخستن ته نږدې صفت الله زاهدي د خپل موټر هنداره ښکته کړه، په اشاره يې وويل وږي يو، موږ يو وار ښه ورپسې وخندل، بالاخره مو يو خوړنځای ته موټران ودرول.

2کندهار کې ډېر ملګري لرم، که مې خبر کړي وای باوری يم چې په اونیو اونيو يې نه راپرېښودو خو دا چې موږ ښاغلي سردار محمد همدرد ته انتظاره کاوه، وخت لږ و، نوموړی بيت الله شريف ته د عمرې کولو لپاره تللی وو، د کندهار هوايي ډګر ته راتلو، د هغه هرکلي ته ورغلي وو، نو په دې خاطر مو د کندهار ملګري خبر نه کړل.

يوازې مو ګران ملګری ليکوال او تکړه شاعر محبوب مشتاق خبر ورکړی وو، هغه ته مو هم دومره ويلي وو چې د شپې ناوخته درځو.

کله چې مو خوړنځای کې ډودۍ خوړله ټول ملګري سره يو ځای شوي وو، د ګپ شپ ښه موقع وه، دا چې ټول ځوانان وو نو په داسې خندا او شوخۍ مو ډوډۍ وخوړله چې دغلته ناست شاوخوا خلکو پر شونډو هم مسکا خپره وه.

د ډوډۍ تر خوړولو وروسته مو د مشتاق صيب سره اړيکه ونيوله. د دوی ځای ما مخکې نه وو ليدلی، هغه د خپل کور درک راکړ، ځای مو ورک کړ. يو ځای مو له يوه ځوان پوښتنه وکړه، عرب کلا چېرې ده؟

هغه وويل: لږ مخکې چېر(تېر) شئ، بالاخره مو سره پيدا کړل، د محبوب مشتاق دوی ځای ته مو ځان ورساوه.

2په ګرځېدو ګرځېدو دومره ستړي شوي وو چې دغه ځای زموږ لپاره تر جنت کم نه وو، دا چې زما سره ټول ملګري ډېری يې روغتيايي کار کوونکي وو، پرته له صفت الله زاهدي نور ټول زما نا مسلکه وو، د دوی پېژندنه مې له ښاغلي محبوب مشتاق سره وکړه. تر دې وروسته مو ګپ شپ، ټوکو ټکالو ته اوږه ورکړه.

ملګري ټول خپلو منځو کې په خبرو بوخت وو، يو پر بل يې مسخرې کولې، کله به يې د بحث سکالو سياست کړ، کله ډاکټري، کله خاطرې او دا چې دغه د مينې نړيواله ورځ هم وه، نو ډېری ملګرو د مينې په اړه هم بحث وکړ.

زه او مشتاق خپلو منځو کې په خبرو اخته وو، کرار کرار مو خبرې کولې. کله به پر شاعرۍ غږېدو، کله پر رسنيو او کله کله به پخوانيو يادونو او خاطرو ته سر ورښکاره کړ چې د نورو ملګرو په ځوږ به مو خپلې خبرې پرېښودې او د دوی پر خبرو کې به ښکېل شولو.

تر يوې بجې مو ځان پر بنډار، خبرو، خندا، ټوکو او شوخۍ ښه ستړی کړ، څلور پنځه ترموزان چای مو وخوړې، بالاخره د ټولو ملګرو سترګې درنې درنې کېدې، دا چې سهار ۵ بجې بايد موږ د کندهار نړيوال هوايي ډګر ته ورغلي وای نو د لږ وخت لپاره مو د خوب کولو پرېکړه وکړه، ځايونه مو سم کړل. هر ملګری په ډاډه او ارام زړه خپله بستره کې وغځېد. چې دوه دقيقې به تېرې شوې نو کوم شوخ ملګري به له ټولو کمپلې کش کړې او ويښ به يې کړو.

دغې شوخۍ تر ډېره دوام کړ، حتی د ځينو ملګرو حوصلې هم ختمې شوې، دومره شوخي مو وکړه چې هغه د لوی کندهار د خلکو خبره: «دومره ډېر سات مو تېر شو، چې په دا يو کال مو نه و تېر شوی.»

د شپې څه د پاسه څلور بجې وې چې د زاهدي نارو او اوازونو راپورته کړلو. هر يو ته يې غږ کاوه چې خپل ځای کې کښېنه، ناوخته دی.

ډېر بې خوبه وو، سترګې مو سولولې، ټول ملګري په خپلو ځايونو کې کښېناستلو، د محبوب مشتاق سره مو خدای ج پاماني وکړه او د کندهار نړيوال هوايي ډګر پر لور مو موټران سيده کړل.

پر لاره مو يو مسجد مخې ته راغی، له موټرانو ښکته شولو خو دومره ډېر يخ وو چې اغوستي کالي راپسې وچ شول، هلته مو لمونځونه وکړل او بېرته روان شولو.

شپږ بجې وې، لمر په راختو وو چې ټاکلي ځای ته ورسېدو. لمر ورور خپلې وړانګې پراخولې. دا وخت همدرد صيب او هغه سره نور مله ملګري رارسېدلي وو، خو دوی دننه هوايي ډګر کې وو، موږ د باندې ورته منتظر وو.

څه کم اوه بجې وې چې ښاغلی سردار محمد همدرد او ورسره ملګری ثناالله مخلص له هوايي ډګر راووتل، د دوی مخې ته ورغلو، دا چې هوا ډېره زياته سړه وه نو تر روغبر کولو وروسته سملاسي موټرانو ته پورته شولو، همدرد صيب موږ سره موټر ته وختو او نور ملګري په خپلو خپلو موټرانو کې را روان شول، پاوکم اته بجې وې چې د کندهار ښار سره مو خدای ج پاماني وکړه او تر باغ پل راتېر شولو.

پر لار مو له ښاغلي سردار محمد همدرد بېلابېلې پوښتنې کولې، طبعي خبره ده چې زموږ هېواد ته څوک له کوم بهرني هېواده راستون شي نو دلته خلک پوښتنې ترې کوي، د هغه ټول ځوابونه پر اسلاميت متمرکز وو.

همدرد صيب ويل: «د اسلام رښتیني انځور سړي ته په بيت الله شريف کې ورمالومېږي چې څومره پراخ او د يووالي دين دی، هلته د هر مذهب، هر هېواد، هرې ټولنې، هر رنګ خلک په بيت الله شريف راټول وي او ټول خدای ج ته ژاړي او زارۍ کوي.»

له هغه مو نورې بېلابېلې پوښتنې وکړې، د سعودي عرب هېواد په اړه مو ورڅخه پوښتنې کولې، همدرد صيب به له هرې پوښتنې وروسته پر خپل هېواد شکر ايسته او ويل به يې خدای ج جنت وطن راکړی خو کاشکې جوړ وای او دلته امنيت وای.

نوموړي وويل: «سعودي کې بيت الله شريف دی، هغه د پېغمبرانو ټاټوبی دی، د هغه سيمې پر خلکو او هلته پر اوسيدونکو خدای ج لورينې کړي دي، ګنې نور ټول عربستان وچه دښته ده، ګرمي ده پکې خو فقط دغه امتياز لري چې هلته د اسلامي دين مرکزونه دي او له دغه وچو دښتو د اسلام مبارک دين خپور شوی.»

په دغه خبرو خبرو کې همدرد صيب د هېواد او په تېره بيا د هلمند په اړه له موږ پوښتنې کولې چې وضعه څنګه ده، څه بدلونونه راغلي دي؟، فکر کووم د وضعيت په اړه يې لکه چې اندېښنه لرله، خو زموږ په مالوماتو يې يو څه د ډاډ ساه واخيسته.

2پر لاره زموږ د ملګرو موټران سره مخکې وروسته شوي وو، موږ تر ټولو مخکې روان وو، ځای ځای مو يو له بل سره اړيکې نېولې، لمر ور ور تودېده، د موټر له هندارو د راتېريدونکي لمر وړانګې زموږ پر بدن خوږې لګېدې، سترګې مو هم درنې درنې کېدلې، خبرو خبرو کې د کندهارـ هلمند تر دوه لارې راتېر شولو، اوس مو ټول بحث پر هېواد متمرکز وو، لس نيمې بجې وې چې د لښکرګاه پر دروازه ورنوتلو.

لږه شېبه په دفتر کې کښېناستلو. د ښاغلي سردار محمد همدرد مبارکۍ او هر کلي ته د لښکرګاه خلک رامات شول، تر ماذيګره د نوموړي سره ناست وو، بالاخره زه ترې خپل کور ته رخصت شوم، سترګې مې ډېرې درنې وې، د ماخستن له لمانځه کولو سره سم په خپل بستره وغځېدم چې په ثانيو کې خوب خپلې غېږې ته وړی وم.

88 total views, 5 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *